د مياشتنۍ مريضی نه ۱۵ ورځې وروسته بيا حیض راتلل ؟

د آنلاين اسلامي لارښود علماء کرامو ته ! السلام عليکم ، پوښتنه مې دا ده کچېرې د يوې ښځې حيض پوره شي او پاکه او پنځلس ورځې وروسته بیا د حيض وينه راشي نو دا حيض دی او که مريضي ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د طهر يعنې پاکې کمه موده پنځلس ورځې (۱۵) ورځې ده ، کچېرې د يو حيض د وينو پاکيدو پنځلس ورځې وروسته وينه راشي نو هغه حيض بلل کيږي ، مرض نه دی .

( وَأَقَلُّ الطُّهْرِ ) بَيْنَ الْحَيْضَتَيْنِ أَوْ النِّفَاسِ وَالْحَيْضِ ( خَمْسَةَ عَشَرَ يَوْمًا ) وَلَيَالِيهَا إجْمَاعًا ( وَلا حَدَّ لأَكْثَرِهِ ) , إنْ اسْتَغْرَقَ الْعُمُرَ ( إلا عِنْدَ ) الاحْتِيَاجِ إلَى ( نَصْبِ عَادَةٍ لَهَا إذَا اسْتَمَرَّ ) بِهَا ( الدَّمُ ) فَيُحَدُّ لأَجْلِ الْعِدَّةِ بِشَهْرَيْنِ بِهِ يُفْتَى , وَعَمَّ كَلامُهُ الْمُبْتَدَأَةَ وَالْمُعْتَادَةَ( رد المحتار على الدر المختار ۱/ ۱۸۹، ۱۹۰).

فَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ وَالْمَالِكِيَّةُ عَلَى الْمَشْهُورِ ، وَالشَّافِعِيَّةُ إِلَى أَنَّ أَقَلّ طُهْرٍ بَيْنَ حَيْضَتَيْنِ خَمْسَةَ عَشَرَ يَوْمًا بِلَيَالِيِهَا ، لأَنَّ الشَّهْرَ غَالِبًا لا يَخْلُو مِنْ حَيْضٍ وَطُهْرٍ ، وَإِذَا كَانَ أَكْثَرُ الْحَيْضِ خَمْسَةَ عَشَرَ لَزِمَ أَنْ يَكُونَ أَقَلُّ الطُّهْرِ كَذَلِكَ . وَاسْتَدَلَّ الْحَنَفِيَّةُ عَلَى ذَلِكَ بِإِجْمَاعِ الصَّحَابَةِ (الموسوعة الفقهية ۱۸/۳۰۹ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي