په روژه کې غړغره کول څه حکم لري ؟

د انلاین اسلامی لارښود محترمو مسولینو ته اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته؛ زما نوم عبدالبصیر دی اود کابل ولایت څخه درسره تماس

محترمه زما سره پوښتنه ده هيله ده چې راته جواب يې کړئ پوښتنه پدې ډول ده چې په روژه کې دورځې لخوا غسل کولو کې پوزه ترخيږي او کنه او غړعړه شته پکې

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په غسل کې د خولې او پوزې مينځل فرض او په اوداسه کې سنت دي او همدارنګه د خولې او پوزې په مينځلو کې د روژې پرته نورو وختونو کې مبالغه او ښه کوښښ کول سنت دي .

په روژه کې غسل کول او په خوله او پوزه کې اوبه اچول روژې ته نقصان نه رسوي .

لا بأسَ أن يغتَسِلَ الصَّائِمُ، أو يصُبَّ الماءَ على رأسِه مِن الحَرِّ أو العَطشِ (الهداية :۱/۱۲۳).

په روژه کې د خولې او پوزې په مينځلو کې د مبالغې کولو څخه منع شوې او غړغړه مبالغه ده ، يعنې په روژه کې د اوداسه او يا غسل پر مهال غړغړه ( په ستونې کې د اوبو ښورول) منع دي ځکه چې په دې سره اوبه ستونې ته تيريږي .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « وَبَالِغْ فِي ‏الْمَضْمَضَةِ ‏وَالِاسْتِنْشَاقِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ صَائِمًا » (رواه ابؤداود ۱۴۲ ، الترمذي ۳۸ و ابن ماجه ۴۴۸ .)

ژباړه: او د خولې او پزې په مينځلو کې مبالغه کوه مګر دا چې روژه نيونکی وې .

لكن الذي لا ينبغي لك فعله هو الغرغرة، لأنها مثل المبالغة في الاستنشاق المنهي عنه أثناء الصيام في الحديث خشية أن يسبق الماء إلى الحلق، والمضمضة مثل الاستنشاق في ذلك والغرغرة أشد مبالغة (فتاوی الاسلام ويب رقم ۱۶۳۴۴۷).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

،

Print Friendly, PDF & Email

User Rating: Be the first one !
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي