آیا اوسنۍ نغدې پيسې شرعي ثمن بلل کيږي ؟

محترمو اسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته ډیر د خوشحالۍ احساس کوو چې ستاسو په شان حق پرست سیډونه لرو ډیر څه مو ترې زده کړل او نورو ته مو ترې ورسول یوه پوښتنه لرم ایا افغانۍ کلدارې ډلر شرعی ثمن دی که نه د مستند جواب په هیله ستاسو ورور منور قرین د کابل څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

النقود (نغدو پيسې) لکه : افغانۍ ، کلدارې ، ډالر او نورو باندې د جمهورو معاصرو په فقهاوو په نزد د سرو او سپينو زرو ټول احکام جاري کيږي او شرعاً ثمن بلل کيږي ، کچېرې نصاب ته ورسيږي زکات ورباندې فرض دی او د سپينو او سرو زرو پشان به هغه باندې د «الرباء» (سود ) ټول احکام جاري کيږي .

جاء في المعاملات المالية المعاصرة / دوکتور وهبة الزحيلي رحمه الله :

و أما النقود الورقية : فألحقها أکثر المعاصرين بالذهب و الفضة ، فأوجبوا فيها الزکاة ، و أجروا فيها الربا. لأن العملات الورقية صارت أثمان الأشياء بدلاً من الذهب و الفضة[1] .

و جاء في المجلس المجمع فقه الاسلامي :

بخصوص أحكام العملات الورقية: أنها نقود اعتبارية فيها صفة الثمنية كاملة ولها الأحكام الشرعية المقررة للذهب والفضة من حيث أحكام الربا والزكاة والسلم وسائر أحكامهما[2].

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

 


[1] – المعاملات المالية المعاصرة ص 154 .

[2] – مجلة المجمع (العدد الثالث ج3 ص 1650 والعدد الخامس ج3 ص 1609).

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي