د شوروي اتحاد پرته نور کمونستي هيوادونه

د روسيه پرته نور کمونستي يا مارکسي هيوادونه 

يوازې پر څو نمونو باندې بسوالی کوو :

اول : چين

د چين څخه يوازې يو مثال را اخلو کوم چې «تمد بات باد» مجلې  په ۱۹۶۶ د اکتوبر په ۱۱ نيټه په « هونج كونج » کې خپور کړی وو په هغه کې راغلي وو : ای د سور ګارد کسانو ! دا هيڅ امکان نلري چي مونږ خپل دوښمن پريږدو چې وتښتي، نو د اوس څخه وروسته بايد پر خپل ډير پټ دوښمن حمله وکړو کوم چې مسلمانان دي هغه کسان چې زمونږ د حزب او زمونږ د چينايانو ضد دي او د خپل هغه دين تر پوښښ لاندې دی د کوم چې دوی يې ادعا کوي .

نو همدا اوس بايد دوی پري نه ږدو چې د غوايانو غوښې وخوري او دوی بايد ضرور د خنځير غوښه وخوري او همدا اوس يې بايد پرې نه ږدو چې خپل وخت په لمانځه ضايع کړي او  دوی بايد په عربي ژبه خبرې ونه کړي ځکه چې دا ژبه د چنايي ضد ده او دوی بايد د خپل مقدس کتاب (قرآن) زده کړې او تلاوت ته پرې نه ښودل شي.

 واروئ ای مسلمانانو ! هغوی څه وايي :

  • خپل د اجتماع مرکزونه (جوماتونو) او خپل اسلامي مرکزونه مو ونړوئ او قرآن مو وسوځوئ
  • د مشترک واده څخه منع شئ (اسلامي نکاح) .
  • لمونځونه مو پريږدئ .
  • د ماشومانو خنته کولو مو پريږدئ .
  • د «ماو» فکرونه ولولئ .
  • کچېرې داسې ونه کړئ نو مونږ به يې در ويجاړ کړو ، او تاسې به له منځه يوسو او ضرور به د تاسې مذهبي سوري در بند کړو .

دوهم : يوګوسلاويا (د اورپا جنوب ختيځ )

په دې هيواد کې کمونستان د دوهم نړيوال جنګ وروسته پر مسلمانانو سخت ظلمونه کړي دي .

دريم :بلغاريا ( د اورپا په جنوب ختيځ کې موقعيت لري)

د دغو مسلمانانو په يوه بيانيه کې چې خپلو وروڼو ته يې وړاندې کړې په ختيځه اروپا کې د محصلينو د ټولنې له لورې د يو ليک په بڼه د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير او د علمي څيړنو او افتاء د ټولنې رئيس ته په کال د ۱۳۹۹ ه -ق ليږل شوی او په دغه ليک داسې ويل شوي :

د بلغاريا حکومت د مسلمانانو پر وړاندې د مارکسزم د عملي کولو او هغه ته د دوام ورکولو پلان لري ، د ټولو مسلمانانو څخه يې وغوښتل چې خپل اسلامي نومونه تغير کړي او که نه له خپلو دندو څخه به وشړل شي او هغو کسانو چې نومونه تغير نه کړل له دندو څخه يې وشړل ، د همدې هدف د تطبيق په مقصد يې ډير مسلمانان ونيول ، هغوی په ځانګړو عسکري کمپونو کې ساتل کيږي او هغوی ته يې د سګنجو امر ورکړی دی او د دغو سنکجو له امله د چا پښه ، د چا لاس او د چا بل کوم اندام مات شوی دی او وروسته يې ځنې کلي محاصره کړل د هغوی د کورونو بې حرمتي يې وکړه دروازې او کلکينې ور ماتې کړې او د کور خاوندان يې بيرون ته ويستل او زيات شمير اطفال ، ښځې او سپينږيرې يې ووژل او د امنيت کسانو چې د دوی وظيفه د خپلو وطنوالو د امن ساتل دي په ډيرو ښځو او ماشانو تعرض کړی دی.

او په ډيرو سيمو کې مسلمانان جوماتونو نه پريښودل کيږي پخوا به يې يوازې ځوانانو نه پریښودل خو اوس د پوخ عمر خاوندان هم نه پریږدي .

له الله تعالی څخه غواړو چې زمونږ خلک قوي کړي .

د بلغاريا د مسلمانان لخوا

څلورم البانيا : ( د اورپا په جنوب ختيځ )

د البانيا نفوس دوه ميلينو ته رسيږي چې د مسلمانان شمير ۸۰٪ -۹۰٪ دی او پاتې نور مسیحيان دي او ډیری شمير مسلمانان د البانيا په منځ کې اوسيږي مګر دوی د کمونستي رژيم له لاسه سخت تکليفونه او مصيبتونه ګاللی دي .

مسلمانان يې د ديني شعايرو څخه منع کړي دي او مسلمانان په نوي اولادونو باندې د اسلامي نومونه ايښودلو ته نه پرېږدي او د خپلو مړو په اسلامي طريقه تکفين او تجهيز ، د جنازې لمونځ او دفن کولو ته يې نه پريږدي او په ځانګرو قبرونو کې يې د مړو دفن نه پريږدي بلکي په عامه د کمونستانو په هديرو به خپل مړي دفن کوي .

درسي منهج او نصاب يې دا دی چې په کوچني سن کې د وړو اطفالو په ذهنونو کې د الحاد درس ورکوي او دا کار په مختلفو درسي وسايلو او همدارنګه رسنيو کې تر سره کوي .

دا د يو ژور سمندر څخه د البانيا د مسلمانانو د حال يو ساده بيان وو .

پنځم : صومال (عربي هيواد دی چې د افريکا په حتيځ کې موقعيت لري)

د فوځي کوتا مشر «محمد زياد بری» د اشتراکيت او ماکسزم د رامنځته کولو اعلان وکړ او وروسته يې د اسلام خلاف ځنې قوانين صادر کړل د هغه جملې يو دا وو چې د ميراث په برخو کې يې لاس وهنه وکړه .

 او ځنې د اسلام علماء يې په دې جرم ووژل چې دوی د انقلاب رئيس ته ويلي وو چې د الله تعالی حکمونه مه تحريف کوه …

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email