د ښځې لپاره د نوکانو اوږد پريښودل او د مصنوعي نوکانو اچول ؟

د اسلامی لارښود دویب پاڼی محترمو چلونکو سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی

دښځو دنوکانو غټ پریښودل څه حکم لری ایا دا دابراهیمی سنتو ترک ندی

ستاسی دځواب په هیله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ښځو لپاره د نوکانو اوږد پريښودل جواز نلري او د سنتو مخالفت دی .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«فمنْ رغِب عَنْ سُنَّتِي فَلَيسَ مِنِّى (رواه البخاري: ۵۰۶۳ و مسلم :۱۴۰۱).

يعنې: څوک چې زما د سنتو څخه سرغړونه کوي له ما څخه نه دی.

همدارنګه دا کار د ځناورو او کفري او فرنګيو ښځو سره مشابهت دی چې په حرام مشابهت کې شامليږي .

او ښځې لپاره د مصنوعي نوکانو اچول او وصل جواز نلري دا د الله تعالی په پيداښت کې تغير راوستل او داسې وصلول دي لکه د ويښتانو سره د نورو مصنوعي ويښتانو وصلول .

«رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله» (رواه بخاری)

ژباړه: الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهي او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي،او هغه څوک چه وروځې نرۍ جوړوي او هغه چې د وروځو د نری جوړولو خيال کوي، او هغه څوک چه د زينت او ښاست لپاره د غاښونو تر منځ فاصلی جوړوي دا هغه کسان دی چه د خدای (جل جلا له) په خلقت کې تغير راولي.

وقال رسول الله صلى الله عليه وسلم :«لعن الله الواصلة والمستوصلة»

يعنې: الله تعالی لعنت کړی دی د ويښتانو په وصلونکو او هغه چې د ويښتانو وصلول غواړي، په وصلولو کې د سترګو د باڼو او د سر د ويښتانو  وصلول دواړه شامل دي.

و جاء في الفتاوی الاسلام ويب :

أن يقوم بتركيبها لمجرد الزينة، وهذا لا يجوز، فإن تغيير خلق الله متحقق في هذه الصورة، وهي نفس العلة التي من أجلها حرم الوشم والنمص والتفلج والوصل، فالمرأة إنما تفعل ذلك للزينة فاعتبره الشرع تغييراً لخلق الله، ثبت في الصحيحين عن ابن مسعود رضي الله عنه قال: لعن الله الواشمات والمستوشمات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله، ما لي لا ألعن من لعنه رسول الله صلى الله عليه وسلم وهو في كتاب الله. وهو يعني قول الله تعالى: وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (الحشر:7).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 67 times, 1 visits today)