د زکات په هلکه څو پوښتنې

د اسلامی لارښود دویب پاڼی محترمو چلونکو سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی

وروسته له سلام څخه غواړم دا پوښتنی ستاسی له محترم حضورڅخه وکړم ستاسی دځواب په هیله:

۱- زماه پیسی دمعاش دی اوله ما څخه ۱۰ فیصده دولت مالیه اخلی نو زماپه پیسو باندی زکات شته او کنه؟

۲-زه دخپلو پیسو زکات زما ورور ، خور او مور یاهم بل نژدی قریب لکه ماما د ماما زوی او داسی نوروته ورکولی شم؟

۳-زه ما کور په ګروی نیولی دهغه پیسو زکات شته ؟

۴-زه ډیر وخت له کورڅخه لیری مسافر وم کله یو میاشت اوکله هم لدی زیات یاکم نو زه خو هلته مقیم یم کله چی زه کورته را ځم نو زه بیا  پنځه یا هم دیارلس شپی کور وم نو زه په خپل کورکی او س دمسافر لمونځ کوم او که د مقیم ؟

ستاسی دځواب په هیله


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : په مالياتو سره زکات نه ادا کيږي ځکه زکات د رب العالمين حکم دی د اسلام دريم ستر رکن او عبادت دی ولی ماليات د يوه حکومت او رژيم حکم دی تفصيل دلته ولولئ :

https://www.dawat610.com/archives/3774

دوهم :

د خپلو والدينو ، اولادونو او ميرمنې او هغه چا چې پر تا يې نفقه فرض وي هغوی ته زکات ورکول جواز نلري ددې څخه پرته نورو محتاجو خپلوانو ته د زکات ورکول جايز دي لکه : ماما ، عمه ، خاله ، خور ، وروڼه او خسر او نورو خپلوانو ته د زکات ورکول جايز دي .

تفصيل دلته ولولئ :

https://www.dawat610.com/archives/15674

دريم : کوم قرض چې د هغه ادا کول يقيني وي نو د هغه هر کال زکات ورکول واجب دي د ګروی د قرض په اړه غالب ګمان دا وی چې ادا کيږي به .

څلورم : ستاسې اصلي وطن خپل کور ګڼل کيږي او په کور کې مقيم ياست .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email