په رسنيو او مډيا کې د علمانيت خپراوی

په تعليم کې علمانيت مخکنی او خطرناک دی او په رسنيو کې علمانيت عام او شامل دی نو ځکه تر هغه يې هم خطر زيات دی ځکه د تعليم نصاب زرګونو ته وړاندي کيږي مګر رسنۍ ميليونو ته چې تأثير هم زيات وي ځکه د اوريدو ، لوستلو او ليدو وړ وي نو کچېرې پاک او د خير څيزونه وړاندې کړي نو دا لوی اجر دی چې په قرآن کې يې مثال داسې بيان شوی دی :

[كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ* تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا (ابراهیم 24-25 ).

ژباړه : پاكیزه كلمه د هغې پاكیزه ونې په شان ده چې د هغې بېخ كلك وي (په ځمكه كې) او د هغې څانګې په اسمان كې وي ، خپله مېوه د خپل رب په حكم سره هر وخت وركوي .

او کچېرې په دغه رسنيو کې ناپاک خبيث څيزونه خپريږي نو هغه د خبثې ونې په څير دی : [وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ الْأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍ]

په اسلام کې خبرې امانت دی او په هغه باندې ډير اهتمام شوی دی چې يا يو مؤمن د سيد الشهداء درجې ته رسوي او يا يې د دوزخ د اور ژورې کندې ته غوځوي .

متأسفانه په اطمنان سره ويلای شو چې (اوس مهال) د رسنيو مختلف وسائل که کتابت (اخبار او مجلې) دي که تلويزيون دی او که سينما ده يوازې د فحشاء خپرولو په خدمت کې لګيا دي د جرايمو خواته بلنه کوي او پر ځمکه کې فساد خپروي د خلکو عقايد ، اخلاق او ارزښتونه له منځه وړي .

 عقيده او اخلاق د اسلام بناوې او بنسټ دی نو کله چې بنسټ ونړيد ساختمان به څنګه ودريږي ؟ ځکه چې ساختمان خو پر بنسټ ولاړ وي او د فساد خپرولو درجې مختلفې دي چې سينما زياته خطرناکه او بيا تلويزيون او بيا راډيو او صوتي او چاپي وسائل دي .

او همدارنګه د اسلامي هيوادونو تر منځ د فساد او فتنې را منځته کولو درجې مختلفې دي ،شايد څوک ووايي: ښايي د فساد خپرول يو هيواد کې ډير سخت وي نظر بل هيواد ته ،مثلاً په يو هيواد کې د زنا او لواط او بل کې د سود خوړل او شرابو څښل او نور منکرات .

مونږ وايو چې: دا صحيح ده چې نړۍ پر هغه واک نلري مګر علاج يې واجب دی نه دا چې يوازې د حدودو په وسيله بلکي د ټولني د صحيح تربيه په وسيله او د ټولنې علاج د مختلفو وسائلو  په وسيله لکه : د  قوت کارول او د مفسدينو لاس نيول او د هغوی د مراکزو ختمول تر څو حدود يوازې ضعيف ته نه وي متوجه بلکي شريف ته هم متوجه وي او همداسې په هيواد کې د فحاشت د خپراوي او ښکاره کيدو مخنيوی وشي ځکه چې د فحشاء په خپريدو او ښکاره کيدو سره ټولنه په ګناه اخته کيږي او د خپراوي لپاره مرسته کوي او جرم او ګناه د خلکو تر نظر سپک ورځي.

اجازه راکړئ چې مسلمانان پوه شي چې رسنۍ په اسلامي هيوادونو کې څه تر سره کوي نو مونږ تاسې ته څلور د مختلفو نيټو مثالونه وړاندې کوو:

الف ): په قاهره کې يو سياسي اونيزې په تاريخ د ۱۹۲۶م یو مقاله خپره کړه او د مضمون ليکوال داسې ليکلي : ځنې ترکي نجونې د اورپايي نجونو په څير دي ، او ځنو د قسطنطنيه په امريکايي پوهنتون کې زده کړې کړې دي چې د هغوی څخه يوه وايي : نن ورځ ترکۍ ښځه آزاده ده هغوی په تياره لارو نه ځي او نن مونږ د انګليس د ښځو پشان يو ، د اورپايي او امريکايي ښځو په څير جامې اغوندو ، نچا کوو ، سګريټ څکوو او د خاوند پرته مسافرت کوو .

او د اخبار ليکونکی تبصره کړې ده چې : د ترکې سره د هر محبت کوونکی لپاره دا ممکنه نه ده مګر دا چې پورته قدونه پورته کړي .

ب): په تاريخ د ۱۳۸۶ ه – ۱۹۶۶ م ، د اهرام د مجلې مدير فيلسوف وجودي«سارتر» کورنۍ او معشقه يې « سيمون دي بوفوار » چې له ده سره به په مذهبي ځای کې اوسيده کوربه شوې وه او بيا هلته تر سره شوی  فسق او بدکاري ښکاره کوي او بيا نارينه او ښځې را غواړي چې د دوی د دغه بدکارۍ نمونه وويني او له دوی څخه دغه زهر واروي (دا په يو اسلامي هيواد کې د کفارو د فساد او فحشاء په علني او ښکاره توګه خپرولو مثال دی ) .

– ج ) : او ۱۹۷۰م سنه کې اهرام ورځپاڼې د هغو بد اخلاقه کورونو ثبت خپور کړی وو چې په هغو کې داسې ښځې وي چې مخکې چا داسې بد او ناوړه څه نه وو اوريدلي او په دغو کورونو کې د وړو زده کوونکو نجونو ثبت خپور شوی وو او بيا يې دغه زړه بوږنونکي وحشت ته د پارونکی او جذاب عنوان ورکړ شوی وو ،زده کوونکې په يو فرش شوي اپارتمان کې چې د زده کړې په ټولو پړاوونو کې د کډون او اختلاط دروازې پوره پکې خلاصې وې چې د مکتب او کورنۍ تر منځ د رقابت تر نوم لاندې يې د ځوانانو آزادي غوښته ، (او دا به يې هم ويل چې ) مونږ هغې نجلی ته اهميت نه ورکوو د کومې چې جامې مخالفې وي[1] .

د ) : او د کويت نهضه ورځپانې په کال د ۱۹۷۶م  په اوو سترو پاڼو کې چې عنوان يې په پلن خط سره ليکل شوی وو د نيمه لوڅو نجونو يوه څيړنه خپره کړه او حتی نومونه او د تليفون شميرې او نور هم پکې وو[2]

او هغه څه چې زمونږ په هيواد کې د رسنيو لخوا په خاص توګه تلويزيونو لخوا خپريږي په ښکاره توګه غواړي د خلک عقايد او اخلاق ونړوي چې د هغوی د مسلسلو سريالونو ، فلمونو او ډرامو او نورو پروګرامونو کې لاندې شوم اهداف پراته دي :

۱- د هندي، ترکي او نورو سريالونو او ډرامو له لارې په پوره چل او فريب سره په اسلامي ټولنه کې د الحاد ،نصرانيت، یهوديت او بوديږم عقائد خپرول.

۲- په خلکو کې د بيګانه نارينه او ښځو کډ ژوند، بې حجابي، فحشاء او موسيقي رواجول.

۳- خلک په وړو مسائل مصروف ساتل او د سترو قضاوو څخه د هغوی غافله کول. مثلاً: د درس او تعليم پرځای، لوبو او ورزش ته دومره وده او تبليغات چې بلاخره ټول ورباندې مصروف شي، د تعليمي ، اقتصادي روزنيز ستوري پر ځای د موسیقۍ ستاره ټاکل څو خلک په عبثو ناروا او فاحشو اعمالو کې راګير کړي او له اصلي اهدافو څخه نظر واړوي .

۴- خاوند ته د ښځې پرېښودلو درس ورکول او همدارنګه ښځې ته د خاوند څخه د بغاوت درس ورکول، کورنۍ نظام خرابول او د زوجينو تر مينځ د اعتماد او اطمنان ختمول.

۵- په اسلامي ټولنه کې سمت پرستۍ، قوم پرستۍ او ژب پرستۍ ته زمينه برابرول.

۶- د فاسقانو اظهار او د متقيانو لرې ساتل، ددغو شيطاني مډيا په پردو اکثراً هغو کسانو ته موقع ورکول کيږي چې هغوی ښکاره فساق، په ټولنه کې منکرات او فساد خپروي، په غلا چور او غصب او ظلم مشهور وي.

۷- په اسلامي ټولنه کې شيطاني اقتصادي بازار رواجول، سودي ادارو ته تلبيغات کول او په ټولنه کې د سود، قمار اقتصادي احتکار او انحصار رواجول.

ځکه ډير کسان چې علم او پوهه نلري او يا د دوی منافقت او فساد ته متوجه نه وي هغوی فکر کوي چې څه د تيلويزون له صفحې خپريږي هغه به نو مباح وي او څه باک به نلري (العياذ بالله)، خلک په چل او فريب په ګناه او فساد اخته کول. او د اسلام په خاوره کې په پوره جرأت سره خلک د ګناه او فساد لورې ته بلل.

۸- ټول وخت د فکر مشغول ساتل ځکه ځينې ډرامي او سريالونه زيات وخت نيسي د هغه د مسلسل ليدلو او تعقيب په فکر کې وي په دې توګه پخپلو واجباتو او مسئوليتونو کې پاتې راتلل .

۹- د ماشومانو په خوب کې ډارېدل ځکه چې ځينې صحنې ماشومانو ته بدي وي او د نجونو او ځواناتو د آینده ژوند په اړه سوچونه او تشويشونه پيدا کېدل ځکه چې دغه سريالونه د کفري ټولنو انعکاس کوي او په کفري ټولنه کې کورنۍ نظام پاشل شوی وي د زوجينو د محبت پر ځای د بيګانه سره د ملګری سيستم کارول کيږي، او د دغو صحنو ليدل په مسلمانه پيغله او مسلمان ځوان سخت بد اثر کوي.

۱۰- د بيګانه نارينه او ښځو تر مينځ د عشقي قيصو بيانول، نجونو او ځوانانو ته د واده مخکې د عشق، اختلاط، د بيګانه سره ملګري او ارتباط درس ورکول او د ذهن څخه يې د پاک اسلامي با عفطه او پاکدامنه ژوند ايستل.

۱۱- په اسلامي ټولنه کې د کفري دود او رواج خپرول ځکه چې د غربي درامو او سريالونو څخه لباس، اخلاق، بې حجابي او نور سلوک او فوچ عادات زده کوي، ځکه دغه سريالونه اکثراً د غرب او کفري هيوادونو کاپي ده .

۱۲- د وخت ضايع کېدل، انسان دنيا ته د يو ستر هدف لپاره راغلی دی چې هغه د الله تعالی عبادت دی (په ټولو چارو کې د الله تعالی فرمانبرداري کول) او دې دنيا ته بيا راتلل نشته. دوهم چانس، دريم چانس نلري، که چا د اسلامي شريعت موافق ژوند تر سره کړ کامياب او که د هغه مخالفت يې وکړ نامراد دی.

۱۳- منکراتو، ګناهونو او فساد ته رسمي بڼه ورکول. عام خلک داسې فکر کوي چې څه د تېلويزون او يا راډیو له شيطاني صفحو خپريږي، کيدای شي هغه مباح وي څه باک ونلري (العياذ بالله) ځکه هغوی ګمان کوي چې دا شيان خو د وخت د حکومت له سلطې لاندې تر سره کيږي، خو هغوی خبر نه دي چې ددغو رسينو هدف په ټولنه کې د فساد خپرول دي.

۱۴- د اسلامي شعائرو او ملي کلتور سپکاوی، د ډرامو او تبليغاتو په ځينې صحنو کې ږيره، لګوټه او افغاني لباس واله کس مجرم ښودل او د نيکتايي او درشي او غربي ماډل واله کس ښه او صالح ښکاره کول.

۱۵- د اسلامي شريعت په احکامو لکه: حجاب، ديني عالم، اسلامي اخلاقو او آدابو ملنډې وهل.

۱۶- په اخبارو کې درواغ ويل، پر خلکو بهتان لګول، او پر ځينې ډرامو او پروګرامونو کې پر خلکو باندې ټوکې او منډې وهل.

۱۷ – د صحي، تعليمي او ګټورو پروګرامونو پر ځای د لهو، لعبو او عبثو شيانو خپرول .

۱۸- د عام خلکو د غلولو او تيرايستلو لپاره د ځينې مذهبي پروګرامونو ځای پر ځای کول. تر څو عام خلک ورباندې وغلوي چې پر دغه تيلويزون او راډيو کې خو ديني خپرونې لکه: څه د قرآن تلاوت او يا د ملا لخوا د ديني پوښتنو ځوابول او داسې نور تر څو ددې په وسيله د خلکو غبرګون او مخالفت کم کړي

لکه چې يو تيلويزون خپله داسې اعتراف کوي :

شیوهٔ آزاد این تلویزیون در پخش موسیقی در اوایل موجب بروز مخالفت‌هایی در محافل مذهبی افغانستان گردید بطوریکه برای مثال پس از افتتاح فرستنده زمینی این تلویزیون در شهر هرات جمعی از نماز گزاران در مسجد جامع هرات به گفته خودشان برای غروب تلویزیون ؟؟ دست به دعا برداشتند. پس از ماجرای محکوم شدن تلویزیون ؟؟ که خلاف اصول اسلامی تشخیص داده شد، بیشتر شبکه‌های خصوصی افغانستان اقدام به خودسانسوری ی برنامه‌های خود کردند و تلویزیون ؟؟ نیز از این قائده مستثنا نبود.

اخیرا تلویزیون ؟؟ اقدام به پخش برنامه‌ای مذهبی کرده‌است تا حدودی از مخالفت‌ها بکاهد اگرچه شدت مخالفت‌ها نیز کم شده و مخالفین این تلويزيون تا حدودی با شرایط جدید رسانه ای افغانستان کنار آمده‌اند.

اوس چې چا ته د دغو شيطاني ورکشاپونو د زهرجنو خپرونو يادونه وکړې، نو هغوی د خپل دليل د پاره وايي: په هغه کې ځېنې ديني او مذهبي خپروني هم شته، د قران قرائت هم شته[3].

پورته ټکې د مشت نمونه خروار په ټوګه بیان شول نور دا تر لمر واضح خبره ده .

مأليف رحمه الله وروسته ليکي : او خپله خبره د نړيوال کنفرانس د دعوت څانګې په وصيت باندې پای ته رسوم کوم چې دغه غونډه په کال د ۱۳۹۷ه- ۱۹۷۷ م د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ښار مدينه کې تر سره شوې وه او په اسلامي هيوادونو کې يې د رسنيو په اړه يو اعلاميه خپره کړه :

په دغه غونډه کې په اسلامي هيوادونو کې د رسنيو موجوده نيمګړتياوې وغندل شوې (او دې ټکې ته اشاره وشوه ) چې د دغو رسنيو د چلوونکو په اړه تر اوسه پورې پوره معلومات نشته چې تر شا يې د چا لاس دی .

بايد په اسلامي هيوادونو کې رسنۍ د خير لورې ته د بلنې منبر وي او د حق خپرولو منار وي مګر اوس مهال رسنۍ د فساد غږ او عذاب جوړ شوی او حاکمانو يې په اړه سکوت شول او يا ور څخه غافله دي او يا يې تشويق کړل او يا يې د هغه حمايت وکړ، نو د خلکو د ايمان او ارزښتونو د ويجاړلو سبب شوې او دا کار د حق د ليارې دعوت کوونکو لپاره د زغم او سکوت وړ نه دی ( د حق د لیارې داعيان بايد د هغه په اړه سکوت ونه کړي ) .
أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي / استاد دوکتور علی جريشه

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – جريدة الأهرام 13/ 3/ 1976.

[2] – ددې نجونو په هکله نور تفصيل ضرور نه دی ، ژباړه مې را لنډه کړې .

[3] – د ژباړونکې لخوا زياتونه .

Print Friendly, PDF & Email