د تعليم د سکولار کولو لپاره د انګليس پخوانی پلان

د فکري جګړې په مخکې درسونو کې مو ولوستل چې د اسلام دوښمنانو  په اسلامي نړۍ کې د ځنو وسايلو په کارولو سره داسې بدلونه رامنځته کړل څو مسلمانان له خپل برحق دين لري کړي چې د دغو وسايلو څخه يو هم علمانيت (بي ديني يا د اسلام سره د کفري قوانينو او دودونو يو ځای کول وو) او علمانيت د خپرولو لپاره يې دری وسايل وکارول :

  • تعليم
  • مطبوعات (مډيا او رسنۍ )
  • دولتي قانون

لومړی تعليم :

کله چې د انګليس لخوا پر هند ، مصر ، فلسطين باندې يرغل وشو نو د دغو هيوادونو او نورو هيوادونو د تعليم د سکولار او علماني کولو لپاره لاندې لارې وړاندې کړې :

اول – په مادي او معنوي ډول د ديني تعليم محدودلو کوښښ:

 مادي داسې: چې د ديني تعليم په مقابل کې د بې دينه الحادي تعليم لپاره لار پرانيستل لکه څنګه چې متستشرق «جب» هغه ته اشاره کوي چې د انګليس لخوا د مصر او هند د اشغال پرمهال د الحاد يا علمانيت تعليم پيل شو او د ديني تعليم لپاره مادي امکانات تنګ او محدود شول لکه : د ديني مرکزونو محدودول هغوی ته لږ مادي امکانات ورکول تر څو خلک د ديني تعليم څخه نورو ته مخه کړي او د هغه برعکس د بې دينه تعليم لپاره د امکاناتو پراختيا .

او په معنوي ډکر کې دا چې : د ديني زده کوونکو او استاذانو سپک ګڼل او د دين او نورو علومو د زده کوونکو او استاذانو تر منځ تفرقه اچول ، د ديني مراکزو او نورو مراکزو د فارغ شويو تر منځ په منصب او اجرت کې فرق کول په داسې شان چې نه کوچنی او نه لوی زده کوونکی ورباندې پوه شي او ددې (رذالت ) هيڅ احساس ونکړي.

دوهمه لاره: – 

بهرنيو غير اسلامي هيوادونو ته ليږل (تحصيلي بورسونه) ، تر څو  لومړی د زده کوونکي عام تعليم زيات او ديني تعليم يې کم او د هغه قدر يې له ذهن څخه ووځي او بل دا چې د شرق او غرب سره يې تعلق پيدا شي تر څو د هغوی غير اسلامي خوی غوره کړي او زده کوونکي به بې فکره هر څه کاپي کوي د هغوی د لباس ، خوراک ، څښاک او سلوک تقليد به کوي چې بلاخره به شرقي يا غربي ډوله جوړيږي او حتی تر هغوی هم زيات ، دغه مطلب ته د غربيانو يو کتاب داسې اشاره کړې ده : غربي حاکمانو د منځني ختيځ سيمه پريښوده ځکه چې دا سيمه اکثراً غربي شوې وه او د عربو حاکمانو دوې لارې غوره کړې : “غرب يې د سياست په ډګر کې پريښی خو د غرب لپاره يې په ثقافت کې د خلکو يو کتله جوړه کړې” [1] .

او دا طريقه يې پخوا په لاره اچولې وه کله چې هغوی فارغ شي او خپل وطن ته راشي نو د استاذۍ دنده به ور سپارل کيږي تر څو د نويو کسانو ليږلو او د بهرنيو کسانو ګمارلو ته ضرورت نه وي .

مخکنی ليکوال وايي : “او اوس په ختيځ کې دومره غربي بدلون راغلی دی چې د هغه کس چې اورپا ته تللی وي او هغه چې اورپا ته نه وي تللی فرق کول مشکل دي نو يقيناً چې ځنې عرب غربيان شوي دي پرته له دې چې اورپا ته تللي وي” لکه : شيخ رفاعه الطهطاوي چې باريس ته د پنځو کلونو لپاره ليږل شوی وو له ۱۸۲۶-۱۸۳۱ پورې کله چې را وګرځيد وويل :

غربي رقص کوم چې جسدونه پکې اوړي ، نارينه او ښځې پکې کډ وي او يو بل ته ګوري دا ډول رقص او نڅا د مستۍ او ځوانۍ رنګ دی او بيا يې د فرعوينت اواز پورته کړ داسې چې د اسلامي مصر له پامه غورځول او د فرعونيت آواز پورته کول او د هغه وروسته رافع وو او د هغه وروسته بيا «طه حسين » وو او د هغه کتابونه  «مستقبل الثقافة في مصر» او «مرآة الاسلام » او د هغه مخکې «الشعر الجاهلي»  ضرور نه ده چې هر يو د اسلامي ديد له مخې وڅيړو .

او همداسې قاسم امين چې په مصر کې يې د ښځې د آزادۍ ناره پوره کړه که څه هم ځنې دغه کتاب شيخ محمد عبيده ته منسوبوي او د هغه مشر سعد زغلول ته …..

د دغو ټولو تربيه او ثقافت محلي نه وو ، نو دوی چې څه ويلي يا ليکلي وو څه عجيب نه وو ځکه چې هغوی (د غرب) د پلان يوه برخه وه تر څو اسلامي ارزښتونه له منځه يوسي .

او غربي هيوادونو ته د دغو ځوانانو ليږلو (تحصيلي برسونو ) دوره تر اوسه باقي ده په خاصه ټوګه هغو هيوادونو کې چې «ناميه» ( د ژوند سطحه يې ټيټه ده ) .

او هغه څوک چې دوی په اړه ويره لري چې په رښتنې توګه به بیرته اسلام ته را وګرځي .

او دوی دې ته زياته پاملرنه وکړه څو تحصيلي بورسونه د پوهتنون څخه ثانوي دورې ته ښکته کړي چې دا يو خطرناک سن دی ، ځوانان به يې له يوې تړل شوي ټولنې څخه يوې پوره پرانستل شوې ټولنې ته نقلول نو د هغه د ذهن کچه به د هغه د زړه د کچې وروسته بدليده لکه د «رفاعه طهطاوي» په هکله مو چې ولوستل، او دې ته به هم پاملرنه کيده چې چې په پنځه کلونو کې به په ټول کال کې يوازې يو ځل ليږل کيږي او کله به چې ددې مبارک سفر څخه را وګرځيدل مهم منصبونه ورکول کيدل او په دې توګه به يې د خپلې دوستۍ او وفادارۍ ذيمه وارۍ ته ادامه ورکوله او يا تر دوستۍ او وفادارۍ هم زيات .

دريم لاره :       

په اسلامي هيوادونو کې د پريو مدارسو او مکاتبو خپرول وو ، چې په لومړي سر يې هدف مسيحيت ته د مسلمانانو رابلل وو او هغه مهال يې ځنې تبشيري غونډې جوړې کړې او په همدې وجه يې په بيروت کې د انګليسې پوهنځۍ جوړه کړه او په مصر کې د امريکايي پوهنتون جوړ کړ، مګر د “زويمر” د نصيحتونو څخه په استفادې چې مستشرقينو ته يې کړي وو چې : زمونږ مطلب یوازې دا نه دی چې مسلمانان په مسيحيت کې داخل کړو بلکي دومره هم کافي ده چې هغوی له اسلام څخه وباسو او يا حد اقل له اسلام څخه يې لرې کړو نو اوس مهال په اسلامي هيوادونو کې پردي مکاتب همدا کار تر سره کوي .

چې دا کار له ځانه سره دوې خطرناکې پايلې لري :

  • تر ټولو لږ ضرر يې دا دی چې د عربي تحقير او د انګليسي ژبې ستاينه او قدر لوړول دي ، د عربي تحقير اصلاً د دين حقير او خار ګڼل دي .
  • دا چې دوی قصداً داسې مدارس وړاندې کوي چې صورت او فکر يې ويجار شوی وي نو د وړو او غټو زده کوونکو لخوا د مخسرې او نفرت سبب شي او په عين حال کې ديني عالم د دوی پر وړاندې په مخالف ډول ښکاري ، چې ويره او احترام ، محبت او مينه را منځته کوي .

دوی د ديني علومو په برخه کې قصداً داسې معلم او استاذ وړاندې کوي چې علمي سطحه يې ټيټه وي او يا يې قصداً خلکو ته سپک معرفي کوي چې دا ملا او د دين عالم دی حال دا چې دوی د خپلو ديني راهبانو او مشرانو قدر او احترام ساتي او هغه خلکو ته لوړ معرفي کوي .

يعنې : د خپل تحريف او منسوخ دين علماء او راهبان د قدر او احترام وړ ګڼې خو زمونږ د برحق دين علماء خلکو ته سپک معرفي کوي ( دا د دوی ستر رذالت دی ).

څلورمه لاره :

د پراختيا او پرمختګ په نوم د اسلامي منهج له منځه وړل ، مونږ وليدل چې «کرومر» د ازهر د پراختيا لپاره غږ پورته کړ او دا مو هم وليدل چې د «کرومر»[2] څخه وروسته نورو پنځوس يا زيات کلونه وروسته د هغه د پراختيا غږ پورته کړ او همداسې د «کرومر» څخه مخکې او وروسته ځنو تبشيري غونډو دا غوښتنه کوله چې خبره يوازې د معهدونو او ديني پوهنځيو د منهج د بدلون نه وه بلکي خبره په عام تعليم کې د دين د منهج د بدلون وه …. او دا محدوديت ډير پيچلی وو او په قصدي ټوګه به یې معلم الدين يو ضعيف کس ټاکلو، تر څو څوک ورباندې پوه نشي چې دوی له دين څخه نفرت لري او بل اړخ ته يې هدف د هغه مسخره کول وو.

پنځمه لاره :

د تعليم په مرحله کې د نارينه او ښځو تر منځ د کډون او اختلاط خپرول چې دا کار يې لومړي د ډيرو اسلامي هيوادونو په پوهنتونو کې د پرمختګ او آزادۍ او د پوهنتون د روح تر نامه لاندې پيل کړ، چې اصلاً دا د پوهنتون روح ، پرمختګ او تمدن نه دی بلکي د جنسي فساد د اور ګرمول او فحاشت خپرول دي.

او اوسني علم دا په ثبوت رسولی حتی  د دوی په علومو کې دي چې : اختلاط له دوو شيانو څخه خالي نه دی : يا به جنسي خشونت زياتوي او ددې مرض څخه ځنې هيوادونه شکايت کوي چې په سر کې يې امريکا ده .

او يا به دا کار د هغوی د شهوت د اور ګرمول وي – هغه تجربه چې پيشو د بچې او د موږک د بچې په باره کې تاييد شوې ، د پيشو او موږک دوه کوچنيان بچي يې په يو قفس کې سره بندي کړي وو چې دواړه به مساوي له يو قاب څخه خوراک کولو ، کله چې د خواهش پوره کولو وخت راغی ځکه چې د هر خواهش پوره کولو لپاره وخت وي نو پيشو پر موږک ور توپ کړ او هغه يې وخوړ او د لسو کلونو يو ځای اوسيدو او يو دام يې هيڅ خيال ونه کړ .

نو دوی اختلاط ته پراختيا ورکړه په ابتدايي مرحله او همدارنګه په ثانوي مرحله کې چې تر لومړۍ مرحلې ډير خطرناکه ده او په خاصه ټوګه کله چې پکې ځواني نجوني معلمانې وي نو دا د زده کوونکو او ښوونکو تر منځ د اور لګول دي نو په دې سره د معلمې احترام او قدر له منځه ځي او دا د ګناه د تاييد يو لاره ده ، په دې اړه ډيرې ليکنې شوې چې دا کار د زنا وسيله ده حتماً به سړی په فحاشت اخته کوي مګر دا چې یو څوک الله تعالی پخپل فضل ترې بچ کړي .

امريکايي مؤسسې (فرانکلين) يو کتاب په يو اسلامي هيواد کې خپور کړی او په هغه يې داسې ويلي : ددې پر ځای چې نجونې او هلکان سره بيل کړو بايد هغوی ضرور په لوبو او کارونو کې سره کډ او شريک کړو ، کچېرې د هغوی تر منځ څه پارونكى حرکت منځ ته راشي بايد هغه ته د يو ډول دوستۍ په سترګه وګورو نه د جرم او عشق ، دلته امريکايي مؤسسې کوښښ کړی تر څو د حرامو څخه د حرام نوم لرې کړي او هغه ته د پاکۍ درواجنه جامه ور واغوندي .

نوموړې مؤسسه بل ځای وايي : د نجونو وتل او د هلکانو سره شرکت کول يو طبيعي کار دی کيدای شي ډير والدين يې يو وخت قبول کړي او بل اړخ دا کار د هغوی د ځوانۍ د فزيکي نمو لپاره مهم دی .

او بل ځای وايي : د هرې نجلۍ او هلک تر منځ د رابطې کولو يو احساس … او يا جنسي قصې او نور وي چې دا هيڅ جرم نه دی .

په پرمختللو اسلامي هيوادونو کې د اختلاط کار مخکې تر سره شوی دی خو په وروسته پاتې اسلامي هيوادونو کې دا کار اوس تر سره کيږي کوم چې د نجونو د تعليم پراختيا ده ، او د نجلۍ تعليم په خپل ذات کې د انديښنې وړ نه دی مګر که د اسلامي منهج پرته وي نو بيا کاملاً د انديښنې وړ دی .

 د نارينه او ښځينه په فطري اختلاف کې هيڅ شک نشته او ددې اختلاف څخه انکار کول احمقانه خيال دی نو بايد د هغوی فطري اختلاف ته په کتلو سره د هغوی درسي منهج هم بايد مختلف وي او د کار په برخه هم بايد مختلف وي د فطري جوړښت موافق وي هغه کسان چې د نجونو د تعليم منهج برابروي له اسلامي فهم څخه وتلي او حتی له ذاتي فهم څخه خالي پردی فکر دی .

دا يوازې د نجلی او هلک تر منځ د تمدن په نوم مسابقه ده که څه هم هغه کار د نجلۍ د فطرت خلاف وي لکه انجنيره ، تخينکره او د کرې کاريکره نو دا به کوم عاقل قبول کړي
او د مخکني ګامونو پر خلاف يې بل ګام د تمدن او آزادۍ تر نوم لاندې د مسلمانې ښځې لوڅول او د هغې څخه د حجاب لرې کول وو .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي / استاذ دوکتور علي جريشه

آن لاين اسلامي لارښود


[1] -العالم العربي اليوم  –  مورو بيرجر

[2] – “کرومر” د انګليس لخوا د مصر د اشغال پر مهال د مصر حاکم وو .

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي