د اسلام دوښمنو د فکري جګړې وسائل — علمانيت

د فکري جګړې په تيرو درسونو کې مو ولوستل چې د عثماني خلافت له نړولو وروسته اسلام دوښمنو په اسلامي امت کې داسې بدلونونه را منځته کړل څو مسلمانان د دين او رښتنې اسلامي فکر څخه لرې شي او د دغه بدلونونو دری عمومي وسائل دي:

علمانيت

قوميت پالنه

د ښځو آزادي

اول علمانيت ( بي ديني ) :

کله چې د علمانيت د کلمې اشتقاق ته نظر وشي نو د دغه کلمې يو معنی د علم د شعار يورته کول راځي ، که داسې وي نو بيا د اسلام سره په ټکر نه ده بلکي د اسلام له وسائلو او ځنو اهدافو څخه دی ، مګر کچېرې د دغه کلمې اصلي معنی ته رجوع وکړو کوم چې ډير مسلمانان پکې تيروتي دي نو اصلی معنی يې داسې ده :

علمانيت د انګليسي د Secularity کلمې ژباړه ده چې د Secular نه اخيستل شوې او د Unreligous کلمې مرادفه کلمه ده چې معنی يې : بي ديني ده .

له همدې کبله موږ پوهیږو چې ځنو د علمانيت د حکومت اعلان کړی او ځنې نور ددې کار شوق لري او مونږ د دغه کلمې د ټاکلو په سير پوهيږو چې ددې څخه يې هدف څه دی پرته له دې چې احساساتو ته صدمه ورسيږي ، او مونږ بايد د علمانيت د دولت د اعلان او د يو بې دينه دولت د اعلان تر منځ فرق کې تصور او فکر وکړو ، نو مونږ فکر کوو چې د دغه کلمې ژباړه په علمانيت سره يو خبيثه ژباړه ده.

يعنې : ددې خبرې سير څه دی چې د بې دينه حکومت پر ځای باندې د علماني حکومت اعلان کوي چې علمانيت خپله بې دينه ده هدف يې د خلکو غلول او تير ايستل دي .

او دا د هغو کسانو مکر او فريب دی چې دغه کلمه د خپل مقصد پرته کاروي او پر مونږ ټولو واجبه ده چې د دغې خبثې کلمې اصلي مقصد خلکو ته ورسوو او دا خبيث لفظ له منځه يوسو .

علمانيت د شرق او غرب تر منځ :

په غرب کې دا څه عجيبه نه وه چې علمانيت (بې دينی ) ځای ونيو ، ځکه چې په غرب کې د هغه لپاره شرايط برابر وو لکه : د غرب د مختلفو خلکو پر وړاندې د منحرفې کليسا واک او له ظالمانو سره لاس يو کول ، د هر ډول فکري پراختيا او علمي انکشاف پر وړاندې دريدل چې دا په عقل باندې د ډبرې ايښودل دي چې په زړه باندې له ډبرې ايښودلو څخه هم خطرناک دي .

او همداسې (د کليسا دا ستر انحراف وو) چې خلکو ته يې د ګناه او جرم د بښنې سندونه ورکول پر خلکو يې خپله سوداګري کوله او په حرامه لاره يې مال لاس ته راوړلو ، په سلهاوو بلکي په زرهاوو کسان د هغوی د محاکمو د څارنې او مزاحمت تر ولکې لاندې زندانونو کې پراته وو .

او په نړۍ کې د الله تعالی سنت دا دي چې د هر عمل لپاره عکس العمل وي چې په قوت کې ورسره مساوي خو په لوري او جهت کې ورسره مخالف وي ، هماغه وو چې جګړه او مقابله پيل شوه ، د علم مقابله د کليسا پر وړاندې او بلاخره د علمانيت په اعلان سره پای ته ورسيده يعنې له دين څخه د سياست او دولت جلاوالی او د کليسا واکداران د کليسا د ديوالونو په منځ کې بند شول .

سربيره په دې د اورپا د تاريخ شرایط د علمانيت او له دين څخه د دولت جلاوالي د خپريدو لپاره برابر وو ، مسيحي دين کاملاً تحريف او د خپلو  هوا او غوښتنو موافق يې ګرځيدلی وو چې د ډيرو تحريفاتو تر شا د يهوديانو لاس وو نو دا څه عجيبه نه وه چې له دين څخه د سياست جلا کولو تر شا دې د يهوديانو لاس وي لکه څنګه چې امريکايي ليکوال اشاره ورته کړې .

نو هماغه وو چې دا منحرف دين له ټولنې څخه لرې او د کليسا په ديوالونو کې بند شو .

او دا څه عجيبه نه وه چې وروسته له دې هغه دين چې د کليسا په ديوالونو کې بند شو  او  د ديني مشرانو تر سرپرستۍ لاندې یې لمونځ په موسيقۍ او سندرو بدل شو او بيا په هغه پسې د نارينه او ښځو کډ رقص او نچا يې د رهابيت په نوم تر سره کول .

او هغه وخت اورپا د علم او تنالوژۍ درجې ته رسيدلی وه که هم تر يوه وخته وه او دغه مادي رونک اکثره وخت خلک خپل ځان ته جذب کړي وو .

او کله چې دوی وغوښتل دغه علمانيت (بي ديني) اسلامي شرق ته نقل کړي ، دوی بې خبره وو، دوی د اسلامي شرق اوضاع او شرايطو ته نظر ونه کړ او دا حقيقت يې هم نه وو درک کړی چې د اسلامي شرق په تاريخ کې له دين څخه د دولت د جلاوالی تصور بالکل موجود نه وو ، د مسلمانانو په تاريخ کې د علم او علماوو پر وړاندې هيڅ ډول ازيت او ازار موجود نه وو  او زمونږ په اسلامي تاريخ کې د څارنې محاکم وجود نلري او نه دا چې څوک خلکو ته (په فريب سره) د بښنې سندونه ورکړي ، (زمونږ په اسلامي امت کې چې هر چا ) له علماوو څخه کوم انحراف کړی کږه لاره يې غوره کړې امت هغه شاته کړي او رټلی يې دي او هغو کسانو چې د صداقت او رښتينولۍ لاره غوره کړې اسلامي امت هغو ته په زړونو کې ځای ورکړی او هغوی يې لومړي صف ته مخکې کړي دي او همدارنګه زمونږ په دين کې د دين او دولت تر منځ جلاوالی نشته ځکه چې دولت په اسلامي فقه کې د دين برخه ده او د دولت پرته دين نشته او دين پرته دولت نشته .

او همدارنګه زمونږ دين په هيڅ صورت کې دې ته اجازه نه ورکوي چې د اسلام تر څنګ دې علمانيت وي هغه معقوله چې وايي : اسلام د عقيدې او قانون د کړۍ تر منځ دی او علمانيت د قانون په کړۍ کې، ځکه چې اسلام عقيده ، شعيره او شريعت دی چې هيڅ تجزيه او تقسيم نه قبلوي او نه دا خوښوي چې د الله تعالی سره دې نور خدايان وي چې هغوی د خلکو لپاره قانون او شريعت جوړ کړي چې د هغه به داسې پيروي کوي لکه څنګه چې په عقيده او شريعت کې د الله تعالی پيروي پکار وي .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي