د مزدورانو حقوق او فرائض:
دمزدورانو لپاره چه اسلامي شريعت کوم اخلاق ،هدايات او قانوني اصول تعين کړي که عملي شي نو د مزدوران به آرام مطمين شي د دوی حق به نه ضايع کيږي اوپه دوی به ظلم نه کيږي.
اسلامی هدايات :
نبی اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي :
أَعْط الأَجِيرَ أَجْرَهُ، قَبْلَ أَنْ يَجِفَّ عَرَقُهُ(ابن ماجه ) .
يعنې : د مزدور مزدوري دهغه دخولی وچيدونه مخکې ورکړئ .
که چا مزدوري ورنه کړه يايې کمه ورکړه يا يی ټال پکې وکړ نو دهغه په باره کښی فرمايي چه د قيامت په ورځ چه زه به د کومو دريوکسانو پرخلاف مدعی يم په هغه کې به يو :
وَرَجُلٌ اسْتَأْجَرَ أَجِيرًا فَاسْتَوْفَى مِنْهُ وَلَمْ يُعْطِ أَجْرَهُ(البخاری ۲۲۲۷).
يعنې: کوم سړی چه مزدور ونيسي دهغه نه پوره کارواخلي مګرمزدوري  پوره نه ورکوي  .
همدارنګه فرمايی :
إِخْوَانُكُمْ خَوَلُكُمْ، جَعَلَهُمُ اللَّهُ تَحْتَ أَيْدِيكُمْ، فَمَنْ كَانَ أَخُوهُ تَحْتَ يَدِهِ، فَلْيُطْعِمْهُ مِمَّا يَأْكُلُ، وَلْيُلْبِسْهُ مِمَّا يَلْبَسُ، وَلا تُكَلِّفُوهُمْ مَا يَغْلِبُهُمْ، فَإِنْ كَلَّفْتُمُوهُمْ فَأَعِينُوهُمْ(البخاری ۳۰ ) .
ژباړه : دوی ستاسو وروڼه دی چه خدای (جل جلاله) ستاسو ماتحت کړی دي نو چه دچا ورور دهغه ماتحت شي نو هغه لره پکارده چه څه خورئ هغه لره يې هم ورکړيچه څه اغوندی هغه لره يې هم واغندئ او دهغه نه داسې کار مه اخلئ چه هغه باکل مغلوب اوبې وسه شي که دهغه نه سخت يا زيات کار اخيستل وي نو په هغه کې ورسره مدد کوئ .
اوفرمايی :
وَاَکرِمُوهُم کَکَرَامَةِ اَولاَدِکُم وَاَطعِمُوهُم مِمَّا تَاْکُلُون َ (مشکوة)
ژباړه : د دوی حفاظت داسې کوئ لکه د خپلو اولادونو اوڅه چه تاسئ خورئ هغوی له هم هغه ورکوئ .
هغوی (صلی الله عليه وسلم ) ددې مظلومی طبقی دومره خيال کولو چه د وفات په مرض کې کوم آخري نصيحتونه يې چه وفرمايل په هغی کې يودا وه :
الصَّلاَةَ الصَّلاَةَ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ( اوبوداود و سلسلة صحيحة ).
يعنې : د لمانځه ، لمانځه اوخپلوماتحتوډيرخيال ساتئ .
يوصحابي پوښتنه وکړه چه که يو ملازم يا مزدور غلطي وکړي نوڅو ځله دهغه معافی کول پکار دي هغوی (صلی الله عليه وسلم ) ددی څه ځواب ورنه کړو دوهم ځل يې  بيا همدا پوښتنه وکړه هغوی (صلی الله عليه وسلم) بيا هم چوپ پاتې شو په دريم ځل يې پوښتنه وکړه نو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل:اعفوا عنه في كل يوم سبعين مرة)أبو داود۵۱۶۴ ) .
يعنې : كه د ورځې اويا ځله غلطي وکړي نو معاف کوه يې .

دکار فرما يا دکار دمالک  حقوق او مسئوليتونه :
1- د شوې معاهدې پربنا به له کارګرو په ماهوار يا ورځنی اجرت کار اخستيل کيږي  .
2- د اجير دمجبورۍ نه په ګټه پورته کولو سره زيات کار اخستل په کم مزد ندي  پکار که څوک داسې وکړی نو اخلاقاً او ديانتاً به مجرم وي  .
3- که صاحب کار دامحسوس کړه  چه مزدور وران کاري کوي  يا کار ته زړه نه لګوي نوهغه ته دا حق شته چه له کاره يې لرې کړي ، خومخکې بايددوو خبرو ته پام وکړي لومړی دا چې: څه جسمی عذر (کومه ناروغي)ونه لري، دوهم دا چې: دده د دلچسپی نه لرلو علت کم مزدي نه وي که چېرېد اجرت او مزد دا کمی له رواجي يا اجرت مثل نه کم وي نو بايد ور زيات شي او که دا دوه علتونه موجود نه وي نو بيا زيات کارهم ورڅخه اخيستی شي او تاوان هم ورڅخه اخيستی شي  .
4- اجرت به په ټاکلی موده ورکوي  خو که اتفاقاً کومه ورځ يا مياشت ټال پکې راشي نو باک نلريمګر که عادتاً دغسې کوي نوپه قانوني اواخلاقي دواړو مجرم دی .
5- د مزدور څخه دهغه د توان څخه پورته کار نه اخستل کيږي ولو که د مزدور رضا هم وي  .
6- مالک دکار مزدورانو ته تنبيه ورکولی شي مګر کنځل ،بد رد يا وهل ټکول نشي کولی که يې وکړي نو مسئول حكمرانان  سزا ورکولی شي.
د مزدور مسئوليتونه يا ذمه واري :
۱- دشوې معاهدې يا قرارداد مطابق به په قانوني او اخلاقي ډول کار سر ته رسوي  .
۲- مزدور په شان د يوه امين وي بايد دخپل ورسپارل شوي کار او د کار لپاره سامان دواړو حفاظت په پوره ايماندارۍ وکړي که کوم څيز اتفاقاً خراب شي نو دهغه تاوان په مزدور نه شته خو که قصداً يې خراب کړي د هغه تاوان به ورکوي .
۳- که کارګر يا مزدور د مالک د هدايت خلاف کار وکړي او کار خراب شي پداسې حالت کې به تاوان ورکوي  .
۴- دڅومره ورځو يا څومره کار لپاره چه کوم معاهده يا قرارداد شوی وي اجير ته دا حق نشته چه مخکې دهغه له ختميدو بغير له کوم عذر کار پريږدي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email