د شرابو په څښلو غسل واجبيږي او لمونځ يې قبليږي ؟

د شرابو په چیکلو سره غسل واقع کیگی او که ته – جاوید

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

غسل نه ورباندې واجبيږي .

د شرابو د څښلو په باره کې سخت وعيد ذکر شوی دی ، شراب د ګناهونو مور ده چې د فحاشت ، دوښمنۍ او د الله تعالی د ذکر او خير څخه د محروميت سبب ګرځي کبيره ګناه ده او په اړه سخت وعيدونه راغلي دي .

عبدالله بن عمرو رضی الله روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَنْ شَرِبَ الْخَمْرَ وَسَكِرَ لَمْ تُقْبَلْ لَهُ صَلاةٌ أَرْبَعِينَ صَبَاحًا وَإِنْ مَاتَ دَخَلَ النَّارَ ، فَإِنْ تَابَ تَابَ اللَّهُ عَلَيْهِ» (رواه ابن ماجه :۳۳۷۷ و سلسلة الصحيحة :۷۰۹).

ژباړه: څوک چې شراب وڅښې او نشه شي څلويښت سهاره د هغه لمونځ نه قبليږي او که مړ شي داخل به شي د دوزخ اور ته او کچيرې توبه وباسي نو الله تعالی به يې توبه قبوله کړي .

نعم ، جاءت الأحاديث الصحيحة الكثيرة في عقوبة من شرب الخمر وأنه لا تُقبل صلاته أربعين يوماً ، وقد ورد هذا من حديث عمرو بن العاص ، وابن عباس ، وابن عمر ، وابن عمرو .

د لمانځه د نه قبليدو معنی دا نه ده چې لمونځ يې نه صحي کيږي بلکي د لمانځه ثواب يې نشته او هغه به لمونځ نه ترک کوي ځکه چې د لمانځه ترک کول لويه ګناه ده مګر د لمانځه ثواب يې د شرابو څښلو د ګناه په وجه نه ورکول کيږي .

. قال أبو عبد الله ابن منده : ” قوله ” لا تقبل له صلاة ” أي : لا يثاب على صلاته أربعين يوماً عقوبة لشربه الخمر ، كما قالوا في المتكلم يوم الجمعة والإمام يخطب إنه يصلي الجمعة ولا جمعة له ، يعنون أنه لا يعطى ثواب الجمعة عقوبة لذنبه .” تعظيم قدر الصلاة ” ( 2 / 587 ، 588) .

وقال النووي :

“وَأَمَّا عَدَم قَبُول صَلاته فَمَعْنَاهُ أَنَّهُ لا ثَوَاب لَهُ فِيهَا وَإِنْ كَانَتْ مُجْزِئَة فِي سُقُوط الْفَرْض عَنْهُ , وَلا يَحْتَاج مَعَهَا إِلَى إِعَادَة” اهـ .

ولا شك أنه يجب على شارب الخمر أن يؤدي الصلاة في أوقاتها ولو أخل بشيء من صلاته لكان مرتكباً لكبيرة عظيمة هي أشد من ارتكابه لكبيرة شرب الخمر .

وهذه العقوبة على شارب الخمر إنما هي لمن لم يتب ، أما من تاب وأناب إلى الله فإن الله يتوب عليه ويتقبل منه أعماله . كما في الحديث السابق : ( فَإِنْ تَابَ تَابَ اللَّهُ عَلَيْهِ ) . وكما قال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (التائب من الذنب كمن لا ذنب له) رواه ابن ماجه (4250) ..

والله أعلم .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email