ددې سوال ځواب له دوو امريکايي ليکوالانو څخه :
امريکايي ليکوال «مايلز کوبلاند» وايي : مونږ فوځ ته په نورو باندې ځکه اوليت ورکړو چې فوځ د واک نيولو لپاره ښه فرصت برابروي او يا حد اقل بد وي زمونږ د لوبې د بريا لپاره .
او بل ځای وايي : دا زمونږ د لوبې لپاره مهم وي ځکه مونږ د مثل او ځای ناستي لټون کوو کله چې هغه ژوند له لاسه ورکړي .
او بل امريکايي لیکوال وايي : مونږ چې ډير کوښښ وکړ نو فوځ مو په ټولو ډلو کې د هغو مشکلاتو د مقابلې لپاره چې په مصر کې ورسره مخ وو وموند ، فوځ د الحاد او غربي اهدافو د پلې کولو لپاره تر ټولو ښه ډله ده .
او ددې تقرير څخه څرګنده شوه چې فوځي ظابتان فکري خلک نه وو بلکي په علمانيت باندې روزل شوي کسان وو ، د غرب د ظاهري تنالوجی سره سم روزل شوي وو مګر فکري روزنه نه وه شوې
خلاصه دا چې دوی ولی عسکري لارې ته ترجيح ورکوي ؟
۱- ځکه چې دا ډله په آسانۍ سره قدرت تر لاسه کولای شي .
۲- ځکه چې دا ډله په آسانی سره خارجي اوامر مني ځکه د دوی تعليم عسکري دی .
۳- قبض له يرغل او مقاومت څخه قوي وي؟؟؟ .
۴- د اجنبي قوې پر ځای د محلي قوې کارول د صليبي جنګونو په څير زيات مال مصرفول او وينې تويولو ته ضرورت نلري .
۵- عکسري ډله د نورو په نسبت له دين څخه لرې او علمانيت ته مايل وي .
أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي /استاد دوکتور علي جريشه
آن لاين اسلامي لارښود