<div class="rtecenter" dir="rtl" style="direction: rtl; line-height: 250%; unicode-bidi:

د غير اسلامې عقايدو او افکارو څخه ځان ساتل

د غير اسلامې عقايدو او افکارو څخه ځان ساتل
لکه څنګه چې مسلمان لپاره ضرور ده چه د اسلامې عقايدو او افکارو څخه پوره ځان خبر او د خپل ژوند طرزالعمل يې وګرځوي ، همداسې بايد د اسلام خلاف عقايدو او افکارو څخه ځان خبر کړي ، د هغه څخه خپل ځان وساتي .
چه دلته په ډيرلنډ ډول يې يوڅو ته اشاره شوې ده .
۱کافرانه افکار او اعمال خوښول هغه په فخراو وياړ سره خپلول او نور ورته هڅول  يو مخ د ايمان خلاف کار دی سملاسي ورنه توبه ويستل ضروري دي .
۲د دينی اعمالو اودينی شعايرو سپکاوی کول ،په هغو پورې ملنډې وهل  او د ذلت په ډول د هغه يادونه کول ، دا زياته شرمونکې  بې ديني او منافقت دی ،او دا ډول خبرې زعمل په ژبه او عمل سره پری خفګان نه ښکاره کول ، د خدای (جل جلا له) او رسول (صلی الله عليه وسلم ) بې قدري هم ده ،له دين سره بې وفايي هم ده ،او د خطری ترحد پورې د ايمان کمزوري هم ده .
۳د خدای (جل جلا له) او درسول (صلی الله عليه وسلم) پراحکامو تنقيد کول ،په هغو کې غيب لټول ،هغه د وخت د مصليحت خلاف ګڼل ،او دا ويل چې په ننی دور کې پرهغو باندې عمل  تنګ نظري ده.
۴د کافرانو د ژوند د ځل او بل تر تاثيرلاندې کيدل د هغوی د حرامو کارو ،عياشۍ کولو عيش نوش ژوند تيرولو په ليدو سره پخپل ايمان پښيمانه کيدل او داسې فکر کول که مونږ هم مسلمان نه وای نو په خلاص مټ به مو له دينا نه خوند اخيستلو دا بيخی يو غيراسلامی فکر دی ددې فکر نه ځان ساتل بيخي ضروري دي .
۵د خدای (جل جلا له) او درسول (صلی الله عليه وسلم) پراحکامو کې له ځانه تاويلونه جوړول او په اخوا ديخوا کولوسره يې د خپل مطلب مطابق ګرځول ،او د هغه د تعميل نه د ځان بچولو لاری چاری لټول يو مخ منافقانه طرزفکری ده .
۶د شريعت قيودات ( چه د انساني ټولنی جوړولو او حيواني ټولنی له مينځه وړلو په موخه دي )  د خپلی ترقۍ په لاره کی خڼډ ګڼل او د کور ښځی د ژوندانه په هر ډګر کې د سړيو سره اوږه په اوږه ليدو خواهش لرل او پری وياړل او د کور د نازولو بيبيانو د پرديو سړيو سره لاس ورکولو، دوستانه اړيکی ټينګولو په ليدو سره …………. فخر کول اوهغه ترقي ګڼل يوه شرموونکې بې ديني او بې غيرتي ده او هيڅ ايماني غيرت يې هيڅکله هم قبلولی نشي .
۷له دينی تعليماتو او احکامو څخه د ځان خبرولو نه غفلت او بې نيازی ښودل او پخپل جهالت باندې نه يواځې دا چې مطمين کيدل بلکی د خپلی بې علمی لپاره يې د جواز دليل ګرځول انتهايی متکبرانه طرزفکر ده چی له ايمان سره  نه لګي .
۸د خدای (جل جلا له) څخه پرته له بل چا څخه،د روزی تمه ،توکل ،عزت او ذلت ،کار جوړونکی ،مشکل کشا،د څه شي غوښتنه کول ، د بل چا په نوم څاروی حلالول  او داسې نور ټول  مشرکانه طرزفکری دي .
۹د خدای (جل جلا له) د قانون په وړاندی  د نورو وضعي اوساختګي د انسان جوړ کړی قانون
حق ګڼل ،د هغه پابندی پرځان واجب ګڼل د هغه د قيام او بقاء لپاره  کوښښ او ورسره مرسته کول  د ايمان  او اسلام سراسر خلاف طرز فکری او عمل دی .
۱۰د اصحابوکرامو تنقيص کول ،په هغوی کی غيب لټول  د هغوی رتبه راټيټول او د هغوی احترام نه کول قطعاْ غير اسلامی فکراوخيال دی ،سملاسی توبه ورڅخه ويستل پکار دی.
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 4 times, 1 visits today)