د عثماني خلافت څخه د ځنو اسلامي هيوادونو پرې کول

تبشير د هرې ممکنه لارې تخريب او ويجاړی تر سره کړی دی .

د غربي مسيحيت هيڅ وحشت د فوځي او سياسي ملاتړ په وسيله د هيڅ ډول عقلي او فکري تخريب او ويجاړې څخه خالي نه وو او د دغو دواړو قوو (فوځي او فکري) کارولو هدف يې يو شان وو .

دوه ستر دولتونه (انګليس او فرانسه ) سره متفق شول څو اسلامي هيوادونه له اسلامي خلافت څخه جلا کړي ،د اتلسمې پیړی په نيمايي کې ۱۲۷۴ ه – ۱۸۵۷م کال انګليس په هند باندې يرغل وکړ او هلته يې د هند د مغولو (بابريانو) ستر اسلامي حکومت چې د ظهر الدين محمد بابر لخوا يې بنسټ ايښودل شوی وو نسکور کړ .

او فرانسې په لويځه صحراء په ۱۲۴۶ ه – ۱۸۳۰م کال کې پر الجزائر يرغل وکړ او انګليس په ۱۳۰۰ ه – ۱۸۸۲م کال کې پر مسلمان مصر خپل يرغل وکړ او د لومړي نړيوال جنګ وروسته فرانسې پر سوريه او لبنان يرغل وکړ او هغوی يې له اسلامي خلافت څخه جلا او کټ کړل .

او په دې توګه مو د ختيځ د مسئلې تصور را نقل کړ چې څنګه غرب د اسلامي خلافت پر وړاندې ودريد او څنګه يې له اسلامي خلافت څخه هيوادونه وشلول او بيا د يو مريض سړي مقابلې ته ځان چمتو کوي او خپل پلان عملي کوي چې خپله د خلافت نړول دي او د دوی د يوې تبشري غوندې وصيت عملي کوي چې «ونه بايد د خپل ښاخ په وسيله کټ کړ شي»

مګر د خلافت تر نړولو مخکې يې څه نور ګامونه پورته کړي دي چې له دين څخه د سياست جلا کول او د قوم پرستۍ خپرول وو چې دا زمونږ د بيان دوهم بحث دی .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email