تبشير (د صليبيانو دعوتي او فکري فعاليت)

کله چې د اسلام دوښمنان په دې باندې يقيني شول چې څو پورې د مسلمانانو په زړونو کې ايمان او عقيده ژوندي وي پر هغوی باندې د بري او غلبې هيڅ لاره نشته ، نو کله چې د صليبيانو عسکري جګړه له سختې ماتې سره مخ شوه تبشير[1] ته يې مخه کړه ، په دې اړه د «مخلص تاريخ التبشير »[2] کتاب ولولئ .

مبشير زويمر وايي : “عربي جزيره د اسلام زانګو ده ، لا تر اوسه پورې د مسيحيت د خپرولو لپاره يو خطر دی” [3] .

او « وليم جيفورد بالګراف» وايي : کله چې قرآن او مکه له عربي هيواد څخه ورک شول نو کيدای شي بيا مونږ د عربو تمدن ووينو هغه (تمدن) چې د محمد او د هغه له کتاب څخه له لرې کيدو پرته ناشونی دی [4].

تبشير د مسلمانانو د دعوت لپاره زياتې لارې لري چې ځنې يې په لاندې ډول دي :

الف : مدارس او مکاتب : په ټوله اسلامي نړۍ کې د مختلفو ښوونځيو جوړول حتی چې د اسلامي خلافت پايتخت هم ورڅخه په امن نه وو[5] او دغو ښوونځيو د مسلمانانو په ماشومانو او ځوانانو اغير کړی وو او څه پايلې يې لرلې مګر که د زده کوونکو عقايد يې نشو محوه کولای د هغوی لپاره دا هم کافي وه چې د زده کوونکو په اذهانو کې شبهات او شکونه ور واچوي[6] او د دغو علمي مراکزو تأثير تر اوسه پورې شته لکه : د مصر امريکايي پوهنتون ، د بيروت امريکايي پوهنتون او دلته په کابل کې امريکايي پوهنتون .

عشاق الحور عربې سايت په کابل کې د امريکايي پوهنتون په اړه يوه اوږده مقاله ليکلي او د دغه مقالې په يو برخه راغلي :

امريکا د افغانستان د څو کلونو اشغال ځاني او مالي سختو زيانونو وروسته دې نتجې ته رسيدلې ده چې : نظامي اشغال او تسلط په داسې يو هيواد کې چې په تاريخ کې د اشغالګرو په قبرستان مشهور دی څه لاسته راوړنه نه شي لرلای ، نو امريکا ته په کار ده چې په داسې مهمه او استراتيژيکه منطقه کې د خپل دايمي حضور د پاره له بلې لارې کار واخلي .

ښکاره ده چې امريکا د افغانسان له پرمختګ سره دومره دلچسپي نه لري څومره دلچسپي چې د افغاني نوي نسل د روزنې سره لري دوی غواړي داسې نسل و روزې چې جنسيت يې افغاني مګر عقل او مفکوره يې امريکايي وي ، رنګ او ژبه يې افغاني مګر تګلياره يې امريکايي وي[7] .

غربيان پخپله ددې خبرې څخه انکار نه کوي چې د دوی هدف د تعليم غربي او سيکولر کول وو لکه انګريزانو چې په هند او مصر داسې وکړل .

او ان شاء الله تاسې ته به د تبشير د عصري وسائلو بيان هم وړاندې کړو .

ب): او د (تبشير) له خطرناکو وسائلو څخه يو وسيله دا وه چې غربي مسيحي هيوادونو ته يې ځنې کسان وليږل چې د دغو ليږل شويو د اغيز لومړی مثال «رفاعه طهطاوی» وو چې له ۱۲۴۲ه – ۱۲۴۷ ه پورې په پاريس کې ميشت وو .

او کله چې راغی نو هغه فکر ورسره نه وو د کوم سره چې هلته تللی وو .

  • د شيخ نظر او کچه مختلفه وه ، کله چې راغی د هعه رقص او نچا په اړه کوم يې چې په پاريس کې ليدلی ؤ وويل :هغه يو ډول ښکلا او ځوانمردي وه او فسق نه وو او رقص او د ځان ښورول فسق نه دی.

 او حال دا چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ»[8]

ژباړه: الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي، د ژبې زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب.

رښتيا ويلي رسول الله صلی الله عليه وسلم او دروغ ويلي شيخ طهطاوي .

  • او د وطني او ملي احساساتو په اړه يې وويل: د مذهبي او ديني احساساتو پر ځای بايد وطني او ملي احساسات ځای ونيسي، هغه به د اسلامي مصر له پامه غوځولو او د پخواني فرعوني مصر د لوړولو کوښښ کولو او عجيبه دا چې طهطاوي به د حريت او آزادۍ خبرې کولې مګر هغه د اسلام په اړه صحي فهم نه لرلو چې مسلمان خو يوازې د واحد لا شريک الله لپاره عبادت کوي او د الله تعالی پرته د نورو ټولو له بنده ګۍڅخه آزاد دی مګر د هغه پوهه او فکر غربي وو د ده مطلب د اخلاقو او دين څخه آزادي او بغاوت وو .

ج ): او بيا ددې څخه وروسته د تبشير ټول وسايل په کار اچول کيږي : تبشيري روغتونه پرانستل کيږي ، طبي پلاوې ليږل کيږي ،چې مبشرينو په خپلو غونډو او کتابونو کې په دې اقرار کړی دی چې دې کار د مبشرينو د مشرانو له فعاليت څخه ښه او چټکه نتجيه ورکړې ده .

د ) : وروسته بيا د سيمينارونو جوړول او د لکچرونه ، کتابونو او مجلو خپرول پيل کوي .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي /استاد دوکتور علی جريشه – استاد محمد شريف الزيبق

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – تبشير : مسيحيت ته دعوت .

[2] – كتاب “ملخص التبشير” /لادوين بلس.

[3] – دا خبرې د هند په لکنو کې د غونډې مشر «زويمر » په کال د ۱۳۲۹ه.ق – ۱۹۱۱ م کې کړې دي ، مخکنی مرجع :ص ۱۰۲.

[4] – دا خبرې په قاهره کې د تبشيري غونډې مشر «وليم جيفورد» په کال د ۱۳۲۴ه- ۱۹۰۶م کې د انګليس د انقلاب وروسته د احمد عرابي په کور کې کړي دي .

[5] – د لکنو په تبشيري غونډه کې مسيحي کشيش«ترد بريد ج» پخپل بيان کې  تبشيري فعاليت ته اشاره وکړه په ځانګړې توګه په عثماني دولت کې په لويه حصه او ويې ويل : مونږ توانيدلي يو چې مسلمانان په تبشيري مکاتبو او پوهنځيو کې داخل کړو لکه : د بیروت د انګليسي پوهنځۍ او امريکايي پوهنتون چې پخوا د سوريه د انګليسې پوهنځۍ په نوم یاديده په دې پوهنځۍ کې ۱۰۴ مسلمانان شامل وو او د استانه (اسطانبول) د ښار په «واحسرتاه» پوهنځۍ کې ۵۰ کسان او همدارنګه د استانه د «کدک باشا» د مبشرينو په پوهنځۍ کې ۸۰ کسان شامل وو .

او د کتابونو د چاپ او خپريدو په اړه وايي : په ترکيه کې د ډير وخت راهسې د تبشيري کتابونو چاپ او نشر آزاد وو .

هغه بيا د ويشلو ستونزې ته اشاره وکړه او د طبي او خريه کارونو په اړه يې وويل: دا فعاليت د عثماني دولت په هيوادونو کې پوره خپور دی او د ښځو د فعاليت په اړه يې وويل : حکومت د آساسي قانون د اعلان وروسته پنځو مسلمانو ښځو ته د امريکې د نجونو په پوهنځې د کار اجازه ورکړه تر څو په دولتي مکاتبو د هغو کم شمير مسلمانو نجونو اداره پر مخ يوسي کوم چې تبشيري مکاتبو ته ليږل کيږي .

[6] – او په هماغه غونډه کې «استردکروفورد» وويل : مسلمانان اخذ کوي مګر دوی د مسيحيت د ښار په اړه نه پوهيږي او دوی په ټولنيز لوړوالي کې برخه اخلي او انجیل سره علاقه لري او خپله وينا په دې خبره پای ته رسوي چې : اوس د اسلامي نړۍ د پرمختګ او لوړوالی وخت را رسيدلی دی چې اسلام د عقيدې او ژوند په چارو په نوي بڼه بدل شي مګر دغه نوی اسلام د مسيحيت په بڼه وي ، مخکې مرجع :ص ۷۲،۷۳ .

[7] – د ژباړن لخوا .

[8] – رواه البخاري (۶۲۶۳) ومسلم (۲۶۵۷).

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي