د غسل کولو حکمت څه دی ؟

لسلام عليکم محترمه زه يوه پوښته لرم  د تشو بولو په خارجيدلو سره اودس لازميږي  او منيو په خارجيدو سره غسل لازميږي  او حال دا چې د دواړو اوبو د وتلو لاره همدا يوه ده
د منيو په خارجيدو چې سره د غسل په لازميدو کې څه حکمت دی ؟؟؟؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اصل دا دی چې اسلام د الله تعالی حکم ته تسلميدل دي برابره خبره ده چې د هغه حکمت څرګند وي او يا نه وي ..

که داسې نه وي نو يو څوک به وايي چې ولی د مازديګر لمونځ څلور رکعته او د ماښام بيا دری رکعته دی او يا ولې په هر رکعت کې يو رکوع او دوې سجدې دي ددې ټولو علم يوازې الله تعالی لره دی .

اصلاً پر مونږ باندې د الله تعالی د حکم په ښه شان څنګه يې چې حکم راته کړی پر ځای کول پکار دي بايد د غسل طريقه او شرعي احکامو وپيژنو او د شرعې موافق غسل ادا کړو .

علماء وايي : د جنابت د غسل کولو سره د انسان هغه قوت چې د مني په وتلو سره تللی وي بيرته راګرځي او انسان قوي او تازه کيږي .

ابن قيم رحمه الله وايي : د مني په وتلو سره د جنابت غسل د بدن ، زړه او روح لپاره زيات ګټور دی بلکي د بدن د ټول سيستم لپاره ګټور دی او د بدن د قوت سبب ګرځي .

او همدارنګه جنابت د سستی او ټمبلی سبب ګرځي چې د غسل په کولو سره دا سستي او ټمبلي له منځه ځي .

په مدينه منوره کې د طب استاذ دوکتور عبدالبديع حمزه د جنابت د شرعې حکم د اعجاز په باره کې يو څيړنه کړې ده او د هغه په يوه برخه کې يې ويلي دي :

د جنسي اړيکې پر مهال د انسان د بدن د پوستکي څخه يو قسم افرازات خارجيږي چې دغه افرازات يوازې په غسل سره پاکيږي کچېرې پاک نشي نو روغتيا ته زيان رسوي .

دوکتور وروسته يو عجيب ټکې ته اشاره کوي چې د مذي او ودي د وتلو پر مهال له بدن څخه دا ډول مضر افرازات نه خارجيږي نو ځکه د ټول بدن مينځلو (غسل ) ته ضرورت نشته مګر د مني په وتلو سره د بدن د پوستکي څخه دا ډول مضر افرازات خارجيږي (الإعجاز العلمي في مسمى الجنابة وحكمها الشرعي -ص/17-1۸ ،۲۵).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي