مونږ ددې څخه انکار نه کوو چې يوې ډلې مستشرقينو د عدل او انصاف لاره نيولی وه ، نو د دوی تر منځ فرق دی ، د دوی څخه ځنې په غلطه وو او ځنو د آزاد او عادلانه څيړنې په پايله کې په ايمان او اسلام مشرف شول .

“رينان” هغه کس وو چې د مسیح عليه السلام په اړه يې څيړنه پای ته ورسوله او دا يې په ثبوت ورسوله چې مسيح إله نه وو او نه هم د إله زوی وو او هغه يو انسان وو چې په لوړ او کريمه روح سره امتياز ورکړی شوی وو ، او د نبي صلی الله عليه وسلم عربي سيرت لکه سيرت ابن هشام لره دومره لوی منزلت دی چې د نصارا په نزد انجيل سره هم نشته .

“كارلايل”هغه کس دی چې محمد صلی الله عليه وسلم يې په اتلانو کې حساب کړی او په خپل کتاب (اتلان) کې يې د هغه ډير صفات ليکلي دي او وايي: د شرم ځای دی چې د نني نسل هر متمدن هغه ته غوږ نيسي چې وايي : د اسلام دين په حقه نه دی او يا محمد (صلی الله عليه وسلم) په حقه نه دی (الغياذ بالله) ، هغه رسالت ته چې دغه نبي بلنه کړې د نن څخه څلوار پيړۍ مخکې يې چراغ روښانه شوی کوم چې د ميلينونو څخه زيات کسان يې روښانه کړل ، د محمد صلی الله عليه وسلم رسالت يوازې صداقت او حق وو او خبره يې د حق آواز وو چې د نامعلوم عالم څخه صادريده (وحي وه)، ټول عالم ورباندې روښانه شو ، هغه د الله امر وو او هغه د الله فضل وو هر چا ته يې چې خوښه شي هغه ته يې ورکوي .

او يو بل ځای کې وايي :

سراسر په ټوله نړۍ كې د يتيمانو پالنځايونه د هغه نبي د لورينې او احسان پوروړي دي څوك چې پخپله هم يتيم پيدا شوې وو په يو فطري چاپيريال كې را لوى شوی په دغه شخص كې د انسانيت ، نيكۍ او ورورګلوۍ ټول فطري ځواکونه سره را ټول شوي وو[1] .

ستر روسی کتاب “تولستون” ليکي : كله چې هغه د اسلام او د هغه د رسول پر وړاندې ظالمانه حملې وليدې نو د اسلام په اړه يې خپل نظر وليکلو ، د مسيحيانو د مسيح إله ګڼلو باور يې په کلکه رد کړ او دې نتجه ورسيد چې «بولس» د مسيح په تعليم نه پوهيږي ، بلکي هغه تحريف پکې کړی او کليسا د مسيحي عقيدې د رښتنې څيرې په پټولو کې زيادت کړی او وايي : مسلمانان ، مسيحيان او يهوديان ټول په الهی وحی ايمان لري ، مسلمانان د موسی او عيسی په نبوت ايمان لري خو په دې هم ايمان لري چې د هغو په کتابونه کې تحريف شوی دی او بل په دې عقيده لري چې محمد (صلی الله عليه وسلم ) د پيغمبرانو ورستی پيغمبر دی او په قرآن کې د موسی او عيسی تعليمات د کوم زيادت او نقصان پرته ښکاره بيان شوي دي او خپله خبره د رسول (صلی الله عليه وسلم ) په بزرګۍ او تعظیم پای ته رسوي او وايي :

يقيناً چې دا نبي (صلی الله عليه وسلم) د سترو اصلاح غوښتونکو څخه وو هغه د ټولنې د نظم او ادارې لپاره د قدر وړ خدمت کړی دی ، همدومره وياړ يې بس دی چې امت يې د حق رڼا ته هدايت کړ او هغوی يې د صلح لپاره آماده او د وينو تويول يې ودرول او د قربانۍ ورکولو ته يې چمتو کړل ، او دا کفايت کوي چې په هغه وياړ وکړو چې د پرمختګ لپاره يې لاره پرانسته او دا ډير لوی کار دی چې هر څوک بری ورباندې نشي مونولای مګر هغه کس چې د علم ، حکمت او قدر خاوند وي او دا شان سړی د قدر وړ دی ، خو د دغه حق وينا په وجه هغه پاپ د خپلې مهربانۍ څخه محروم کړ[2] .

او د مستشرقينو څخه د ځنو د څيړنو پايله د اسلام حقيقت ته رسیدل شول ، لکه : اللورد هيدلي ، او ستر آلمانی شاعر « جوتيه » او د فرانسې د پارلمان غړی «دوکتور جرينييه» کله چې دده څخه د اسلام راوړلو د سبب پوښتنه وشو ويې ويل :  ما د قرآن ټول آيتونه تعقيب کړي دي چې له طبي ، صحي او طبيعي علومو سره ارتباط لري هغه علوم چې ما له کوچني والی څخه لوستی او ښه ورباندې پوه وم ، نو ما د هغه آیتونه د نوي علومو سره موافق وموندل نو اسلام مې قبول کړ ځکه زه باوري شوم چې محمد صلی الله عليه وسلم په ښکار حق سره راغلی ، هغه زر کلونه مخکې د بشر د يو ښوونکي معلم په حيث سره راغلی دی او کچېرې د هر فن خاوند او د علومو  څخه هر علم د قرآن له آيتونه سره پرتله شي نو د همغه علم سره به ډير ښه اړیکه ولري لکه ما چې پرتله کړ نو هغه به د شک پرته تسليم شي کچېرې عاقل وي او د اعراض نه خالي وي[3] … رښتيا ويلي لوی او عظيم الله: [سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَق] [4]

ژباړه : ژر ده چې مونږ به دوى ته خپلې نښې په افاقو (د عالم په اطرافو) كې او د دوى په ځانونو كې وښیو، تر دې چې دوى ته ښه څرګند شي چې یقینًا هم دغه (قرآن) حق دى.

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – دا خبره مؤلف حفظه الله نه وه ذکر کړې له يو بل کتاب څخه مې را نقل کړه .

[2] – التبشير والاستشراق: / محمد عزت إسماعيل الطهطاوي: ص۵۹ – ۶۲.

[3] – مخکنی مرجع ص: ۶۷ او د دکتور عبدالحليم محمود کتاب “أوربا والإسلام” .

[4] – سوره فصلت :۵۳ .

Print Friendly, PDF & Email