آیا دا خبره حقيقت لري چې دنيا د محمد صلی الله عليه وسلم په روی پيدا شوې ده ؟

په عامو خلکو کې او حتی په ځنو کتابونو کې دا خبرې دي چې الله تعالی دنيا او ټول خلک د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم په روی پيدا کړي دی او همدارنګه (لولاک لما خلقت الافلاک ) حديث دی او که نه ؟
بسم الله الرحمن الرحيم
دا خبره چې الله تعالی دنيا او ټول خلک د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم په روی پيدا کړي دي او که هغه پيدا شوی نه وای نو الله تعالی به دا دنيا نوای پيدا کړې دا خبرې باطلې بې اصله او بې بنياده دي او همدارنګه (لولاک لما خلقت الافلاک ) حديث نه دی ، الله تعالی دنيا او مخلوق ددې د پاره پيدا کړي دي چې د هغه جل جلاله معرفت حاصل کړي د هغه جل جلاله عبادت وکړي او له هغه سره څوک شريک نه کړي .
په دې اړه په مختصر ډول د عالم اسلام د څو علمي مراجع تحقيقات ولولې :
فتاوي عزيزي : دا حديث (لولاک لما خلقت الافلاک ) حديث نه دی او نه هم د احاديثو په کتابونو کې شته (فتاوی عزيزي – شاه عبدالعزيز محدث دهلوي ) .

الصغاني – المصدر: موضوعات الصغاني – الصفحة أو الرقم: 52 خلاصة حكم المحدث: موضوع

ملا علي قاري – المصدر: الأسرار المرفوعة – الصفحة أو الرقم: 288 خلاصة حكم المحدث: قيل لا أصل له أو بأصله موضوع

الألباني – المصدر: السلسلة الضعيفة – الصفحة أو الرقم: 282 خلاصة حكم المحدث: موضوع

الشوکاني – المصدر : مجموعة فی الاحاديث الموضوعة – ارقم 326 خلاصه حکم : موضوع

د شيخ الاسلام ابن تيمية څخه په دې اړه پوښتنه شوې چې آيا دا حديث دی چې ځنې خلک وايي : که محمد صلی الله عليه وسلم نوای پيدا شوی نو الله تعالی  به  عرش ،کرسي ،ځمکه ،آسمان ،لمر ،سپوږمۍ او نور نه وو پيدا کړي . شيخ په ځواب کې وايي : دا حديث نه دی او نه هم کوم د اهل علم واله هغه نقل کړی دی .
فأجاب : محمد صلى الله عليه وسلم سيد ولد آدم ، وأفضل الخلق وأكرمهم عليه ، ومن هنا قال من قال : إن الله خلق من أجله العالم . أو أنه لولا هو لما خلق عرشا ولا كرسيا ولا سماء ولا أرضا ولا شمسا ولا قمرا . لكن ليس هذا حديثا عن النبى صلى الله تعالى عليه وسلم لا صحيحا ولا ضعيفا ، ولم ينقله احد من أهل العلم بالحديث عن النبى صلى الله تعالى عليه وسلم ، بل ولا يعرف عن الصحابة بل هو كلام لا يُدْرَى قائله اهـ. مجموع الفتاوى (11/86-96) .
همدارنګه فتاوي اللجنة الدائمه ته هم دا سوال وړاندې شوی دی چې آيا دا خبره چې ځمکې او آسمانونه د نبی صلی الله عليه په روی پيدا شوی دی او ددې حديث لولاك لما خلق الأفلاك معنی څه او اصل يې څه دی ؟
لم تخلق السماوات والأرض من أجله صلى الله عليه وسلم بل خُلقت لما ذكره الله سبحانه في قوله عز وجل : “الله الذي خلق سبع سموات ومن الأرض مثلهن يتنزل الأمر بينهن لتعلموا أن الله على كل شئ قدير وأن الله قد أحاط بكل شئ علما” , أما الحديث المذكور فهو مكذوب على النبي صلى الله عليه وسلم لا أساس له من الصحة اهـ . فتاوى اللجنة الدائمة (1/312) .
يعنی الله تعالی ځکې او آسمانو د نبی صلى الله عليه وسلم په روی نه دي پيدا کړي بلکي دا يې  داسې پيدا کړي لکه څنګه چې الله تعالی د هغه بيان فرمايي : “الله الذي خلق سبع سموات ومن الأرض مثلهن يتنزل الأمر بينهن لتعلموا أن الله على كل شئ قدير وأن الله قد أحاط بكل شئ علما”
همدارنګه شيخ ابن باز رحمه الله هم وايي دا دعامو خلکو خبرې دي چې وايي که الله تعالی محمد صلی الله عليه وسلم نوای پيدا کړي نو دا دنيا او خلک به نوو پيدا شوي دا باطلې خبرې دي هيڅ اصل نه لري دا فاسد کلام دی ، الله تعالی دنيا ددې د پاره پيدا کړي چې د هغه جل جلاله معرفت حاصل کړي او دهغه عبادت وکړي ، دنيا ددې د پاره پيدا شوی چې خپل پيدا کونکی په اسماء ،صفاتو او قدرت او علم سره وپيږني ، الله تعالی لره عبادت وکړي هغه سره څوک شريک نه کړي او د هغه سبحانه وتعالی پيروي وکړي ، نه د محمد صلی الله عليه وسلم په روی او نه هم د نورو انبياء عليهم السلام په روی پيدا شوی ده .
الجواب : هذا ينقل من كلام بعض العامة وهم لا يفهمون ، يقول بعض الناس إن الدنيا خلقت من أجل محمد ولولا محمد ما خلقت الدنيا ولا خلق الناس وهذا باطل لا أصل له ، وهذا كلام فاسد ، فالله خلق الدنيا ليعرف ويُعلم سبحانه وتعالى وليُعبد جل وعلا ، خلق الدنيا وخلق الخلق ليُعرف بأسمائه وصفاته ، وبقدرته وعلمه ، وليعبد وحده لا شريك له ويطاع سبحانه وتعالى ، لا من أجل محمد ، ولا من أجل نوح ، ولا موسى ، ولا عيسى ، ولا غيرهم من الأنبياء ، بل خلق الله الخلق ليعبد وحده لا شريك له اهـ فتاوى نور على الدرب (46) .
همدارنګه د حاکم لاندې حديث چې ځنې يې خپل دليل ګڼې د امام ذهبي او الباني په نزد موضوع دی :
ومنها : ما رواه الحاكم عن ابن عباس قال :
أوحى الله إلى عيسى عليه السلام : يا عيسى آمن بمحمد ، وأمر من أدركه من أمتك أن يؤمنوا به ، فلولا محمد ما خلقت آدم ، ولولا محمد ما خلقت الجنة والنار ، ولقد خلقت العرش على الماء فاضطرب فكتبت عليه : لا إله إلا الله محمد رسول الله ، فسكن .
قال الحاكم : صحيح الإسناد !! وتعقبه الذهبي بقوله :
أظنه موضوعاً على سعيد اهـ .
يعني : سعيد بن أبي عروبة (أحد رواة هذا الحديث) ، وقد روى هذا الحديث عنه عمرو بن أوس الأنصاري وهو المتهم بوضع هذا الحديث ، وقد ذكره الذهبي في “الميزان” وقال : أتى بخبر منكر ، ثم ساق هذا الحديث ، وقال : وأظنه موضوعاً. ووافقه الحافظ ابن حجر كما في “اللسان” .
وقال الألباني في “السلسلة الضعيفة” (280) : لا أصل له اهـ .
نور بيان دلته وګورﺉ

اسلام السوال والجواب

موسوعة الفتاوي

تحقيق : آن لاين اسلامې لارښود
Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. سبحان الله څومره ښی موضوع ته مو اشاره کړی همداسی ورته شعر د پښتو په لومړيو کتابونون کې هم راغلی نو ايا دا ولی نه لری کوی او بايد دا لری کړی ځکه دا خو بيخی غلطه معنی ورکوی
    مننه
    په مينه