د مستشرقينو زده کوونګي (شاګردان)

او استشراق بل خطرناک ګام دا پيل کړ څو په اسلامي نړۍ کې د مستشرقينو د تعليمي ، فکري ، ثقافتي نصاب او لارو د عملي کولو لپاره خپل ملګري ، پيرويان او مدد کوونکي شاګردان ومومي تر څو د اسلامي عقايدو ، آدابو او نورو احکامو پر وړاندې مقابله وکړي څو هغه اصطلاحات او مفاهيم چې دوی يې د خلکو اذهانو ته رسول غواړي د انتقال ساحه يې پراخه کړي .

په دې لاره کې په مصر کې «طه حسين » لومړی کس وو چې د مستشرقينو د اهدافو او منهج د منلو او ستاينې اعلان يې وکړ او د هغوی څخه يې د دفاع کولو بيرغ پورته کړ او د مستشرقينو پيروي يې وکړه هغه پخپل کتاب « في الشعر الجاهلي» کې په قرآن او محمد صلی الله عليه وسلم باندې طعن ولګولو او همدارنګه په « مستقبل الثقافة في مصر» کتاب کې يې پر مسلمانانو او عربي قومونو طعن ولګولو او همدارنګه بل د شبهاتو کتاب يې « رسائل إخوان الصفاء» چې وروسته بيا په نوې بڼه « ألف ليلة وليلة » او همدارنګه « حديث الأربعاء » کتابونو کې يې په اسلام ضد شبهاتو لاس پورې کړ [1].

او د «طه حسين » په څير نور د مستشرقينو شاګردان او پيروان سلامه موسی او حسين فوزي او زکي نجيب محمود او محمود غرمي او علي عبدالرازق او نور وو .

او يقیناً مستشرقينو د علمي څيړنو او نيوکو په برخه کې د خپل منهج موافق زيات شاګردان وړاندې کړي دي چې وروسته د دوی پر لاره لکه څنګه چې درس ورکړی شوی وو تللي دي په ځانګړې ټوګه د پوهنتون ، کلتور او مطبوعاتو په ډکر کې يې د خپلو استاذانو عين اسلام دوښمنه روحيه تر سره کړې ده او حتی دوی له غربيانو څخه هم سخت وو[2] .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – مؤلف حفظه الله د طه حسين په اړه څه تفصيل ورکړی – ما د هغه د ډير تفصيل څخه صرف نظر وکړ .

[2] – الاسلام في وجه التغريب :ص ۳۶۳ .

Print Friendly, PDF & Email