اول :

د مسيحيانو څخه د اسلام مخنيوی کول (تر څو هغوی ته اسلام ونه رسيږي) ، د مستشرقينو کار دا دی چې د خپل قوم د قناعت لپاره د اسلام ښيګڼې پټوي او د هغه بده څيره ورته معرفي کوي او ورته وايي چې اسلام د تاسې د ژوند د چارو د تنظيم صلاحيت نه لري او دا يې تر ټولو هغه خطرناک اړخ دی چې استشراق او تبشير د صليبي جګړو د ماتي وروسته چې کله د دوی جګيالي اورپا را وګرځيدل تر سره کړ .

د دوی سره چې مسلمانانو کومه معامله کړې وه هغه به خلکو ته روښانه کوله او په اسلامي څيرو پسې به خبرې کولې او د کليسا خلکو قصداً د عدل او انصاب څخه پرته ژبې ښورولې او کوښښ يې کولو تر څو د قرآن د غلطې ژباړې په وسيله د قرآن اصلي مفاهيم محو او ويجاړ کړي .

کله چې عثمانيان په اورپا کې پراخه شول نو استشراق د اورپايانو په زړونو کې د اسلام په اړه د نفرت او کرکې له فکر ور اچولو څخه استفاده وکړه ، د باطلو او شبهاتو په رامنځته کولو سره يې هڅه کوله څو له اورپا څخه اسلام پټ کړي او له اورپا د اسلام د خپراوي مخنوی وکړي .

دوهم :

په اسلامي هيوادونو کې د استعماري يرغل ملاتړ کول ، د جهاد په غلط تأويل سره د اسلامي مقامت له منځه وړل او د جهاد في سبيل الله څخه د مسلمانانو پام اړول او د هغه پر ځای د هغوی مشغول ساتل په عبادت او زهد کې او دا زهد جهاد أکبر ګڼل ، او د مسلمانانو د يووالي او اتحاد له منځه وړل ، او اسلامي نظام له منځه وړل ، او په سياست او ټولنه کې د اسلامي شريعت د عملي کولو مخنيوی کول ، او په زور او قوت سره د اسلام د سياسي ، اقتصادي او تربيوي نظام ويجاړول او له منځه وړل .

دريم :

مسلمانان د خپلو اصولو او بنسټونو څخه جلا کول ، او د هغو تحريفول ، او د خپلو (ديني) مصادرو څخه د هغوی جلا کول او د بنسټيزو فردي او ټولنيزو ارزښتونو له منځه وړل او د هغه پر ځای د مسلمانانو په زړونو کې د استعمار ثقافت او فکر ځای پر ځای کول تر څو د ځنو ضعيف الایمان لپاره مسيحيت او الحاد ته د بدلون لاره پرانيستل شي[1] .

پايله : مستشرقين د مبشرينو مخکښان وو چې د دوی لپاره يې لاره برابروله تر څو د مسلمانانو په عقائدو کې شک او شبهه را منځته کړي او د مسيحي دعوتګرو لپاره په اسلام او د هغه په رسول صلی الله عليه وسلم باندې د طعن (بد ويلو) لاره پرانيزي په بيلابيلو ډولونو د علمي حقيقت څخه پرته د بحث او څيړنې په نوم .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي / دوکتور علی جريشه

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – الاسلام في وجه التغريب :ص ۳۷۰،۳۷۱ .

Print Friendly, PDF & Email