د فکري جګړې وسايل (استشراق)

مخکې له دې چې تبشير خپور شي کوم چې د مسلمانانو پر وړاندې د فوځې جګړې پر ځای د عقيدې او فکر د له منځه وړلو بديل شو ،صليبيانو خپلې جنګي تګليارې ته تغير ورکړ ، فوځې لاره يې پر فکري لارې بدله کړه کوم چې استشراق دی[1] (چې له لاندې مرحلو څخه عبارت دی) :

الف): د اسلام پر وړاندې علمي تعصب :

کله چې غربيان له تښتې سره مخ شول نو د خپل صليبي تعصب له مخې يې د اسلام په اړه ليکنو ته مخه کړه ، د علم او قلم د امانت تعصب يې غوره کړ او قصداً يې په لاندې برخو کې د تحريف کوښښ وکړ :

  • هغوی وويل : چې قرآنکريم د محمد صلی الله عليه وسلم له لوري ترتيب شوی .

العیاذ بالله ، د هغوی دې سترو درواغو ته وګورئ ! هغه قرآن چې په آمي پيغمبر صلی الله عليه وسلم چې ليک او لوست يې نه وو زده نازل شوی او په داسې خلکو کې نازل شوی چې اکثره يې نالوستي وو [هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الأُمِّيِّينَ رَسُولاً][2] .

ټوله نړۍ يې له مقابلې کولو عاجز ده ، کلونه ورباندې تير شول يو حرف يې تحريف نشو حتی د حرف حرکات يې تغیر نشول .

فرانسوي ډاکتر «موريس بوكاي» شل کاله په قرآنکريم کې علمي څيړنې وکړې تر څو په هغه کې غلطي ومومي مګر يوه غلطي يې هم پکې پيدا نه کړه بيا يې په دې باندې اعتراف وکړ چې دا د رب العالمين کتاب دی او ويې ويل :«قرأتُ القرآن بإمعان ، و وجدته هو الکتاب الوحيد الذي یضطر المثقف بالعلوم العصرية و أن يؤمن بأنه من الله تعالی لا یزيد حرافاً و لاينقص» (قرآن مې په پوره دقت سره ولوست ، او هغه مې يوازنی کتاب وموند چې د عصري علومو سره موافق وو او په دې باور وکړه چې هغه د الله تعالی د جانبه دی نه پکې کوم توری زيات دی او نه پکې کم }[3]

  • او د اسلامي احکامو څخه يې الهي مصادر (قرآن او سنت) له اجتهاد سره کډ کړل او دواړه يې د بشر له لوري وګنل او دواړه يې په مرتبه کې سره برابر ګڼل .
  • او مسلمانان يې د اسلامي تصوف لورې ته دعوت کړل تر څو د جهاد څخه مخ وګرځوي او دا کار د صليبيانو لپاره خورا په زړه پورې وو ، په دې باره کې د مستشرق نيلکسون کتاب (الصوفية في الاسلام) ص ۷،۸ ولولئ.

ب): د مسلمانانو په دين ، علومو او کلتور کې څيړنې :

  استشراق لومړی په اووم قرن کې په اندلس کې پيل شو هغه مهال کله چې په اندلس کې د صليبيانو حملې پر مسلمانانو باندې سختې شوې .

د «قشاله» پاچا «فونس» د «ميشل سکوت» په نوم کس را وغښت او هغه ته يې حکم وکړ چې د مسلمانانو په علومو کې بحث وکړي ، سکوت يوه ډله راهبان د « طليطلة » ښار ته نږدې را ټول کړل او د عربي څخه يې ځنې کتابونه فرنګۍ ته وژباړل او سکوت دا ژباړې پاچا ته وړاندې کړې او بيا هغه د پاريس پوهنتون ته ډالۍ کړې .

او همدارنګه د «طليطله» مشر «ديمون لول» دغو ژباړو ته ډير زيات خوشحاله شو او وروسته بيا اورپايانو دغه کار ته نوره پراختيا هم ورکړه .

اورپايانو له مختلفو عربي فنونو او علومو لکه : ديني ، طبي ، انجنيري ، علم فلک او نورو څخه خپلو ژبو ته وژباړل او وروسته مطبعه او چاپ اختراع شول او په اورپا کې زيات شمير مطبعې جوړې عربي کتابونه او د هغه ژباړې پکې چاپ او د اورپا په مکاتبو او پوهنتونو کې د هغه تدريس پيل شو .

او د مستشرينو کار له مبشرينو څخه جلا نه وو بلکي دوی دواړه يو د بل په کار کې برخمن وو .

ج): د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې فکرې جګړه :

کله چې په اسلامي ختيځ کې د صليبيانو اوږدې جګړې ناکامې شوې نو د فوځي او عسکري جګړې پر ځای يې يو بله خطرناکه جګړه پيل کړه چې هغه فکري جګړه وه .

او دا طرحه او پلان لومړی د فرانسې پاچا «لويس» وړاندې کړ هغه کس چې د صليبيانو د آتم جنګ قايد او مشر وو له سختې ماتې سره مخ شو او بيا د مصريانو لخوا په «منصوره» ښار کې ونيول شو او بيا د زياتې فديه د ورکولو په بدل کې خوشی شو او کله چې فرانسې ته لاړ په دې ښه باوري شو چې د مسلمانانو د مقابلې او غلبې لپاره جنګ ،قوت او زور هيڅ نتيجه نلري ځکه چې په اسلام باندې ثابت اوسيدل دوی مقاومت او جهاد ته بولي او د الله تعالی په لاره کې خپل ځان قربانوي ، نو دوی د ډير وخت لپاره د خپل دين خپلې خاورې او خپل عزت د دفاع پوره توان لري .

او مسلمانان څو پورې چې په جهاد باندې عقيده ولري جهادي فکر ورسره وي تر هغه پورې د دفاع پوره توان لري ، نو ځکه بايد د هغوی د مقابلې لپاره کومه بله لاره غوره کړو چې هغه د مسلمانانو د اسلامي فکر ګرځول دي د فکري جګړې له ليارې.

 هماغه وو چې اورپايي علماوو په اسلامي تمدن کې بحث پيل کړ او د جنګ او وسلې ډکر يې د عقيدې او فکر پر ټګر بدل کړ تر څو د مسلمانانو راسخ او جهادي فکر ضعيف کړي .

 او اورپايانو د «لويس» پر وصيت عمل وکړ او د اسلامي عقيدې جعل او تحريف کاري يې پيل کړه ، د ايمان او جهاد قوت يې د عقيدې او شريعت د جلاوالی ليارې ور ختم کړ(عقيده يې له شريعت څخه جلا کړه) او اسلام ته يې داسې بڼه ورکړه لکه د مسيحيت چې يوازې د عبادت دين دی نه د سياست ، دين يې له سياست څخه جلا کړ،نو مسلمانان د دغه پټ خطرناک (شيطاني) پلان په وسيله له خپلې راسخې عقيدې او راسخ ايمان څخه لرې شول .[4]

او ډير څيړونکي په دې نظر دي چې استشراق له استعمار او تبشير څخه پيدا شوی دی .

استعمار : په سالم اسلامي فهم کې عبارت له هغه قدرت څخه دی د اسلامي ټولنې يا مغلوب هيواد په عقيده ، فکر ، کلتور او اقتصاد کې بدلون راولي .

پس د مستشرقينو کار همدا دی تر څو اسلامي فکر او عقيده له منځه يوسي او د هغه پر ځای په مغلوب هيواد کې د تمدن او پرمختګ ، نړيوالتوب او د بشري فکر او ثقافت د يووالي په نوم بدلون راولي .

او د تبشير هدف بيا د اسلام د پراختيا مخنوی او د مسيحيت خپرول دي .

او د مبشرينو په نزد لوی خطر دا دی چې غرب ته د اسلام صحيح مفاهيم ورسيږي ( مبشرين تر ټولو زيات له دې خبرې څخه ويره لري چې غرب ته د اسلام اصلي څيره ورسيږي) .

د يادولو وړ ده :

کله چې د مسلمانانو پر لاسونو د ختيځې رومانيا پايتخت «قسطنطينیه » فتح شوه چې هغه ښار د مسيحي پاپايانو د ختيځو کليساوو مرکز وو او هلته ډلې ډلې خلک په اسلام کې داخل شول نو د کليسا مشران يې پر وړاندې ودريدل په اسلام پسې دروغ تړل او د عادلانه الهي احکامو تحريف يې پيل کړ تر څو هغوی د اسلام څخه وګرځوي هغه چې د ښځو تعدد او طلاق يې مباح وګرځول .

او بيا صهيونست راغی او استشراق ميدان ته داخل شو تر څو د مسلمانانو د يووالي پر ځای د يهودو د نړۍ وال مقاومت يووالی را منځته کړي کوم (اسلامي یووالی) چې د يهودو د باغي دولت اسرائيلو پر وړاندې (خنډ) وو او يهودي مستشرقين په دې برخه کې کار کوي .

[1] – استشراق د شرق له کلمې څخه اخيستل شوی چې ختيځ ته وايي او ختيځ پيژندنې يا شرق شناسی ته په عربي کې «الاستشراق» وايي .

د استشراق کلمه د يهودو، نصاراؤ او نورو غربي علماؤ څيړنې او تحقيقات د ختيځ استوګن (خاورميانه ) د مسلمانانو د دين، کلتور او ټولنيزو ارزښتونو او بنسټونو پيژندلو ته وايي.

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي /استاد دوکتور علی جریشه، استاد محمد شریف الزيبق

آن لاين اسلامي لارښود


[2] – سوره الجمعة :۲ .

[3] – قناة الهداية لمقارنة الأديان .

[4] – کتاب «الإسلام في وجه التغريب/ استاد انور الجندي ص ۷،۸»: د استشراق او تبشير پلانونه .

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي