زنا ايمان ته زيان رسوي ؟

د آن لاین اسلامي لارښود ټولو کارکوونکو السلام علیکم
زه یوه پوښتنه لرم هغه داسې چې، که یوڅوک خپل ځان انزال کړي د لاس په،واسطه یا زنا وکړي، نو دغه کس په غسل کې وي او بیا مړ شي ددغه کس مرګ څنګه دی آیا ایمان ته زیان رسیږي؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په لاس يا بله وسيله سره انزال حرام دی تفصيل دلته ولولئ

http://dawat610.com/archives/4945

زنا د قتل وروسته ستره ګناه ده ، د اخروي عذاب سربیره زيات دنیوي اضرار هم لري ، او ايمان ته نقصان رسوي تفصيل دلته ولولئ :

http://dawat610.com/archives/15147

د اهل سنت او جماعت عقيده دا ده چې د کبيره ګناه په کولو سره مؤمن له ايمان نه وځي بلکي هغه مؤمن دی مګر دا چې د هغه ګناه د حرمت څخه انکار وکړي ، يعنې حلال حرام وګرځوي او حرام حلال .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : صلى الله عليه وسلم : ( إِذَا زَنَى الرَّجُلُ خَرَجَ مِنْهُ الْإِيمَانُ كَانَ عَلَيْهِ كَالظُّلَّةِ ، فَإِذَا انْقَطَعَ رَجَعَ إِلَيْهِ الْإِيمَانُ ) رواه أبو داود (4690) والترمذي (2625)

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : کله چې يو کس زنا کوي د هغه څخه ايمان وځي او د وريځې په شان ( د هغه د پاسه دريږي ) کله چې (ددې پليت ) عمل څخه خلاص شي ايمان دوباره ورګرځي .

الله تعالی د هر رښتني توبه کوونکی توبه قبلونکی دی :

[يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ] (الزمر ۵۳).

ژباړه: ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تېری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي