د صليبي جګړې لنډه يادونه

صلیبي جګړې لکه پورته مو چې وويل د اورپا د مسيحي کليساوو په لمسون د مسلمانانو پر ضد په کال د ۱۰۹۷ م پيل شوې او ۱۹۶ کاله يې دوام کړی دی ، صليبي جګړې ځکه ورته وايي چې په دغو جګړو کې د مسیحيانو د فوځيانو په سينه يا خولی او يا بیرغ باندې د صليب نښه وه .

صليبيانو دغه جګړې د څلورو اهدافو لپاره پيل کړې وې :

۱- د مسلمانانو څخه د اورپا د زړه انتقال اخيستل ، مسلمانان د اورپا په مهمو سيمو لکه : هسپانيه ، پرګال او جنوبي فرانسه باندې واکمن وو ، صليبيانو غوښتل چې د اسلامي امت څخه په اسلامي ختيځ کې خپل انتقام واخلي .

۲- د مسلمانانو څخه د بيت المقدس نيول ځکه د دوی لپاره بيت المقدس داسې وو لکه زمونږ لپاره مکه .

۳- په اورپا کې اسلام او د مسلمانانو تمدن د چټکې پراختيا په حال کې وو ، دوی غوښتل د اسلام د پراختيا مخه ونيسي او د هغه پر ځای مسيحيت ته خلک دعوت کړي .

۴- هغه وخت د دوی اقتصاد ضعيف شوی وو او غوښتل يې په اسلامي ختيځ خپل لوټ او چور تر سره کړي او خپل اقتصاد قوي کړي لکه نن يې چې زمونږ پر هيواد او ځنو نورو اسلامي هيوادونو اسلام دوښمنو يرغل کړی دی او يو بنسټيز هدف يې د معدنياتو تر لاسه کول او هغه تر خپل واک لاندې راوستل دي .

په صليبي جګړو کې صليبيانو زيات وحشتونه تر سره کړي دي چې يو نمونه دا ده : کله چې صليبي فوځيان بيت المقدس ته داخل شول نو هغه مسلمانان چې د دوی د وحشتونو څخه يې مسجد الاقصی ته پنا وړې وه چې د ښځو او ماشومانو په کډون يې شمير اويا زرو  ته رسيدل ټول يې په قتل ورسول او د صليبيانو آسونه تر سينو پورې د مسلمانانو په وينو کې غرق شول[1] .

او دوو پيړيو سختو جګړو وروسته يې صليبيان له شرمونکې ماتې سره مخ کړل ، او د دغو جګړو په تاريخي قصو کې د مسلمانانو د هغو قهرمانان چې بايد د نور په تورو وليکل شي شهيد نور الدين محمود بن زنګي ترکي او صلاح الدين ایوبي کردي او نور دي چې د ټول امت رهبري يې په بريالی ټوګه سر ته رسولی ( دواړه عجم وو ) ، نو عرب په عجم باندې هيڅ غوروالی نلري بلکي غوروالی په تقوی کې دی .

او په دې لاره کې زيات کوښښ د خوږ ترکستان وو هغه ترکستان چې اوس ملحد کمونيزم لاندې کړی دی، دوی ځمکه د صليبيان څخه پاکه کړه خو د دوی سره د روس په جګړه کې هيچا مرسته ونه کړه هيڅ څوک يې تر څنګ ونه دريدل .

کله چې په افغانستان او عراق باندې امريکا او د هغه متحدينو يرغل وکړ د امريکا حاکمانو په ښکاره ټوګه دا جنګ د اسلام پر ضد صليبي جنګ اعلان کړ .

او کله چې د غرب مسيحيان په دې پوه شول چې مونږ (په عسکري او فوځي ډکر کې) د مسلمانانو د مقابلې توان نلرو تر څو چې د دوی په عقيدې او فکر کې بدلون رانه ولو نو وروسته دوهمې مرحلې ته داخليږي چې هغه استشراق او تبشير دی .

أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي / دوکتور علی جريشه رحمه الله

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – حاضر العالم الإسلامي :ص ۲۰۸ ، حضارة العرب :ص ۳۲۶-۳۳۰ .

Print Friendly, PDF & Email