السلام عليکم ورحمة الله ، پوښتنه په داسې ډول د دنفوسو ډیرښت لپاره اسلام کومې لارښونې لري د ګټې او زیان په اړه یې

محمد یاسين – افغانستان ننګرهار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اسلام د نسل د کثرت او زيادت ترغيب ورکړی دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : « تَزَوَّجُوا الْوَدُودَ الْوَلُودَ فَإِنِّي مُكَاثِرٌ بِكُمْ الأُمَمَ» (رواه ابودود :۲۰۵۰ بالسناد صحيح).

ژباړه : د داسې ښځو سره نکاح وکړئ چې هغه د خپل خاوند سره محبت کوونکي او د ډير اولاد زږونکي وي ځکه چې زه به د قيامت په ورځ د تاسې په زيادت باندې فخر کوم .

په اسلام کې د واده او نکاح کولو يو ستر مقصد د نسل بقاء ده ، کچېرې د نسل تحديد او د زيادت او ډيرښت مخنيوی په دي مقصد وي څو په رزق کې کمښت را نشي نو دا د اسلامي عقيدي او اسلامي نصوصو سره په ټکر کې دی او دا د غرب او غير مسلمو عقيده ده چې هغوی په کمښت باندې باور لري او هغوی وايي چې د نفوس له زيادت سره د منابعو کمښت را منځته کيږي .

مګر دغه باطله عقيده په اسلام کې هيڅ وزن او اصل نلري .

ځکه چې د اسلام اقتصادي نظام پر دغه عقيده باندې ولاړ دی چې :[ إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِين ][1] .

ژباړه: بېشكه هم دغه الله ښه روزي وركوونكى، قوت والا، (او) ډېر مضبوط دى.

او په دې باندې ولاړ دی چې :[وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا ][2]

ژباړه: او په ځمكه كې هېڅ خوځنده (ذي روح) نشته مګر د هغه رزق خاص په الله باندې دى.

او الله تعالی رزق داسې تقسم کړی دی لکه څنګه يې چې اجل تقسيم کړی دی .

نو دا ممکنه نه ده چې داسې وخت راشي او يا داسې ځای پيدا شي چې هلته کمښت را منځته شي مګر دا چې هغه به د الله تعالی د جانبه ابتلاء او عذاب وي .

[وَلَقَدْ أَخَذْنَا آَلَ فِرْعَوْنَ بِالسِّنِينَ وَنَقْصٍ مِنَ الثَّمَرَاتِ ][3]

ژباړه: اویقینًا یقینًا مونږه فرعونیان په وچكالۍ سره او د میوو په كم والي سره نیولي وو، د دې لپاره چې دوى نصیحت ومني.

په هيڅ صورت کې د نسل يا اولاد محدوديت جواز نلري[4] .

مګر که چېرې يوه ښځه د ضرورت پر بناء د اولاد په زيږنتون کې وفقه راولي د شرعي ضوابتو موافق جایز دي چې دا بيله موضوعه ده ، تفصيل دلته ولولئ http://www.dawat610.com/archives/14617

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره الذاريات :۵۸ .

[2] – سوره هود :۶ .

[3] – سوره الاعراف :۱۳۰ .

[4] – إن مجلس مجمع الفقه الإسلامي المنعقد في دورة مؤتمره الخامس بالكويت من 1 إلى 6 جمادى الآخر 1409هـ الموافق10-15 كانون الأول (ديسمبر)1988م .

أولاً : لا يجوز إصدار قانون عام يحد من حرية الزوجين في الإنجاب .

ثانياً : يحرم استئصال القدرة على الإنجاب في الرجل أو المرأة ، وهو ما يعرف بالإعقام أو التعقيم ، ما لم تدعُ إلى ذلك الضرورة بمعاييرها الشرعية .

ثالثاً : يجوز التحكم المؤقت في الإنجاب بقصد المباعدة بين فترات الحمل ، أو إيقافه لمدة معينة من الزمان ، إذا دعت إليه حاجة معتبرة شرعاً ، بحسب تقدير الزوجين عن تشاور بينهما وتراضٍ ، بشرط أن لا يترتب على ذلك ضرر ، وأن تكون الوسيلة مشروعة ، وأن لا يكون فيها عدوان على حملٍ قائم .

Print Friendly, PDF & Email