په شک سره د رضاع (تي ورکولو ) حرمت نه ثابتيږي

د آنلاین اسلامی لارښود و محترمو کارکونکو ته اسلام علیکم!
که کومه ښځه په سهوا (غلطی) سره یو ماشوم ته تی  ورکړی معلومه نده چی شیدې رودلی دی کنه نو بیا همدا ماشوم چی کله لوی شو نو د همدی ښځی له لور سره د نکاح کولو حکم یی څنګه ده
ستا د جواب په تمه
په درنښت – تيمور شاه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې کې شک دی چې آيا شيدې رودلي او که نه ، په شک سره د رضاع حرمت نه ثابتيږي .

أَمَّا لَوْ شَكَّ فِيهِ بِأَنْ أَدْخَلَتْ الْحَلَمَةَ فِي فَمِ الصَّغِيرَةِ وَشَكَّتْ فِي الرَّضَاعِ لَا تَثْبُتُ الْحُرْمَةُ بِالشَّكِّ  (تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق ۲/۱۸۱ )

الشك في الإرضاع لا يثبت به الحرمة ، قال الكمال ابن الهمام في الفتح : [ 3/438-439 ] أما لو شك فيه ، بأن أدخلت الحلمة في فم الصغير وشكت في الارتضاع ، لا تثبت الحرمة بالشك .

نور تفصيل دلته ولولئ https://dawat610.com/archives/856

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email