د کوچني يا نوي زږيدلي حيوان د غوښو خوړول ؟

اسلام علیکم.
سلامونه او نیکې هیلې محترم استاد،
پوشتنه دا ده چې زمونژ د هیواد په شمال  ولایتونو کې د پسه یا مژ او یا د بزې د نوي پیدا شوي وري یا بچي غوښه ډیره مروج ده چې په عادي حالت کې خوړل کیژي ایا د وري یا د پسه د بچي عمر مشخص دی چې پس لدي عمر یې خوښه حلاله ده او که نه بعد له پیدایښت یې حلالول  او خوړل جایز دي. هدف مې د قرباني له مال څخه نه دي بلکه عادي وخت.
مننه.
په درنښت


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قربانۍ د حيوان لپاره په اسلامي شريعت کې سن ټاکل شوی دی او د قربانۍ د حيوان پرته نورو لپاره په اسلامي شريعت کې سن نه دی ټاکل شوی او نه هم د کوچني حيوان له ذبحې څخه منع شوې بلکي کچېرې د قربانۍ د حيوان په نس کې د ذبحې پر مهال بچی ووځي نو هغه به هم ذبح کيږي .

مسلم شريف روايت نقل کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ، ابوبکر صديق او عمر رضی الله عنهم د ابو هيثم ليدلو ته ورغلي وو او هغه داسې څرلۍ (د وزې بچی) ورته ذبح کړی وو چې سن يې تر يو کال کم وو .

وجاء في حديث أبي هريرة ، لما زار النبي صلى الله عليه وسلم أبا الهيثم هو وأبو بكر وعمر : ” فَانْطَلَقَ أَبُو الْهَيْثَمِ لِيَصْنَعَ لَهُمْ طَعَامًا فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَا تَذْبَحَنَّ ذَاتَ دَرٍّ قَالَ فَذَبَحَ لَهُمْ عَنَاقًا أَوْ جَدْيًا فَأَتَاهُمْ بِهَا فَأَكَلُوا ” رواه مسلم (2038) ، والترمذي (2369) واللفظ له

و جاء في فتاوی الاسلام ويب :

فليس لجواز ذبح الأنعام سن معين ويشهد لذلك ما فهمه الأحناف من قول النبي صلى الله عليه وسلم: ذكاة الجنين ذكاة أمه. رواه الترمذي وأبو داود وأحمد.

وقال الحنفية: … والشاهد أن الجنين يذكى كما تذكى أمه على ما فهمه الأحناف من هذا الحديث، وإذا كان الجنين يذكى علمنا أن افتقار الحيوانات للذكاة ليست له سن محددة (رقم الفتاوی ۲۲۲۳۸).

و جاء في فتاوی الاسلام سوال جواب :

لا يشترط لذبح شيء من بهيمة الأنعام سن محدد ، إذا كان المراد بذلك مجرد الأكل .

فمن ذبح شاة لها من العمر يوم واحد أو أقل ، فإنه يجوز له أكل ذلك اللحم ؛ لأنه لم  يرد شرعاً ما يدل على المنع من ذلك ، ولأن الأصل فيما خلق الله لنا الحل ، فمن زعم التحريم فعليه الدليل ، قال تعالى ( هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ) البقرة/29 .

وقد جاءت الأحاديث الصحيحة التي تبين أن النبي صلى الله عليه وسلم أكل العناق .

أخرج البخاري (4101) ، ومسلم (2039) عن جابر رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قال َقُلْتُ : ” يَا رَسُولَ اللَّهِ ائْذَنْ لِي إِلَى الْبَيْتِ فَقُلْتُ لِامْرَأَتِي رَأَيْتُ بِالنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ شَيْئًا مَا كَانَ فِي ذَلِكَ صَبْرٌ فَعِنْدَكِ شَيْءٌ ؟ قَالَتْ عِنْدِي شَعِيرٌ وَعَنَاقٌ ، فَذَبَحَتْ الْعَنَاقَ وَطَحَنَتْ الشَّعِيرَ ، حَتَّى جَعَلْنَا اللَّحْمَ فِي الْبُرْمَةِ ، ثُمَّ جِئْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ …) فذكر الحديث وفيه أكل النبي صلى الله عليه وسلم وأصحابه من هذه العناق .

الاسلام سوال جواب رقم الفتاوی: ۱۲۹۲۳۱

والله سبحانه وتعالی أعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي