د نکاح څخه مخکې طلاق واقع کيږي ؟

بسم الله الرحمن الرحیم

اسلام و علیکم و رحمت الله و برکاته!

تاسی ټولو درنو علماوو او استادانو حضور ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم،

زه احمد جواد د کابل ښار اوسیدونکی چې یودیرش کاله عمر لرم مجرد یم او غواړم چی نکاح (واده) وکړم، خو متأسفانه چې یو څو ورځې مخکې زما له خولې داسی الفاظ ووتل یعنی ما وویلی چی (که زه له هرې انجلۍ سره نکاح یا واده و کړم نو په ما باندی به په ثلاثه یا درې کاڼو طلاقه وي) زه اوس ډیر زیات خفه او پښیمانه یم چی بیخی روانی تکلیف راته پیدا شوی دی نه پوهیګم چې څه وکړم، هیله ده چی د څلور واړو مذاهبو په رڼا کی راته ځواب او د حل لاره را ښکاره کړئ، ستاسې مرستې ته ډیره اړتیا لرم. با احترام


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې مسئله کې د فقهاوو تر منځ اختلاف دی .

د امام ابوحنيفه او امام مالک رحمهم الله په نزد چې قول د ابن مسعود رضی الله عنه دی د نکاح څخه مخکې معلق طلاق واقع کيږي .

او د امام احمد او امام شافعي او نورو جمهورو فقهاوو رحمهم الله په نزد چې قول د ابن عباس رضی الله عنه دی طلاق نه واقع کيږي .

هغه فقهاء چې وايي د نکاح څخه مخکې طلاق نه واقع کيږي دليل د الله تعالی دغه قول دی چې فرمايي:

[إذا نكحتم المؤمنات ثم طلقتموهن]

او دغه حديث شريف دی :«لَا طَلَاقَ إِلَّا بَعْدَ نِكَاحٍ، وَلَا عِتْقَ إِلَّا بَعْدَ مِلْكٍ» ( رَوَاهُ أَبُو دَاوُد ، وَالْحَاكِمُ وَصَحَّحَهُ).

د اکاديمي اسلامي استاذ دوکتور سعد بن ناصر الشتري په کتاب طلاق کې دوهم قول راجح بللی دی چې د نکاح څخه مخکې طلاق نه صحي کيږي .

قال دوکتور حفظه الله :

  • قوله في هذا الحديث: «لَا طَلَاقَ»، يعني: لا طلاق صحيح مُعتبرٌ تترتَّبُ عليه آثاره.
  • قوله: «إِلَّا بَعْدَ نِكَاحٍ»، يعني: بعدَ عقدَ نكاحٍ، فلو طلَّقَ امرأةً قبل أن يعقد عليها لم يُعتبَر هذا الطَّلاق ولم يُلتَفت له.
  • قال: «وَلَا عِتْقَ إِلَّا بَعْدَ مِلْكٍ»، يعني: لا يصح العتق ولا يُعتبَر إلا إذا كان بعدَ مِلكٍ واقعًا على مَن يملكُه.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email