د اسلام لپاره داسی شمعې واوسئ چې مړې نه شي

ان الحمد لله نحمده ونستعینه ونستغفره ونؤمن به ونتوکل علیه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من یهده الله فلا مضل له ومن يضلله فلا هادي له وأشهد أن لا اله الله وأشهد أن محمداعبده ورسوله.

الله عزوجل فرمايي ( …. کونوا أنصار الله کما قال عیسی ابن مریم للحواريين من أنصاري الی الله قال الحواريون نحن أنصار الله).

په نړۍ کې دطواغيتو شمير زيات دی او هر عصرکې هرطاغوت دحق پټول او دباطل څرګندول او باطل ته دحق ظاهري لباس وراغوستل له خپلو أساسي او أهمو أهدافواو موخو څخه ګرځولي وو او دي ، لکه څرنګه چې هر  عصر کې دطاغوت بروز شتون درلود همداراز الله عزوجل ددین دتجدید ، حمايت ، حفاظت لپاره مجدد هم پيدا کړی دی چې بیلګې يي تاسی دتاريخ په اوږودو کې کتلي دي ، او همیشه لپاره دغو مجددینو په فکري، عقيدوي ، ژبه ، قلم او هراړخيزه مبارزه دطاغوت په وړاندی حتی الوسع کړی ده او خپل مسؤلیت يي ادا کړی دی ،داهغه دعاة او هغه داستقامت خاوندان وو چې ددوی په دریځ کې ذره بدلون هم نه لیدل کيده او نه په احتمالاتو ولاړ او مبني خلک وو ،سر بیره پردی يي دطواغیتو سره دمقابلی ترڅنګ  دقلم او ژبی مقاومت هم درلود او هیڅکله يي هم اسلامي ټولنه دفساد لپاره نه ده پرايښی چې مفسدین او مغرضین  پکی  کرنه ترسره کړي ، که څه هم طواغيت پدی توانيدلي چې دنفاق له لاری خپل زهرجن افکار او عقائد داسلامي ټولنی منځ کې خپاره او ځينی منذبذب خلک پری وغولوي .خوبياهم چې هرکله الله عزوجل وغواړي دغه دين په هرچا ساتلی شي او لکه څرنګه يي چې دقران عظيم الشان دحفاظت په قراني ایت سره تثبیت کړی دی همداراز يي دین هم کامل او بشريت ته يي دخپل محبوب رسول محمد صلی الله علیه وسلم په ذریعه او روسته نورو اسلافو مو دغه دنده پوره کړه .

له دی مقدماتي خبرومی هدف دادی چې مونږ مسلمان او بالخصوص ځوان قشر موباید ددین دحمایت او حفاظت لپاره باید ستنی او ارکان اووسي ، مشران يي باید داسی وروزي چې لحم ودم يي په اسلامي روحیه او دبدبه ،عقيده او فکره ووينځل شي او داسی صفا يي تربیت وشي چې دهر معصیت، نافرمانۍ،  په وړاندی يي مقاومت څو چنده وي ، داسی روزنه چې په حق پرستۍ ولاړه وي ، ماديات یی مغلوب  او معنويات پری غالب وي ، نفسي خواهشات چې دعوتي مسير يي ټکنی کوي دمسؤليتونو په پيټو باندی داسی امبار وي چې تری وزګار هم نشي ، او کله چې تری وزګارشي نور مسؤلیتونه او کارونه ورته تيار وي ترڅو يي انجام کړي ، دمربي دنده داده چې ځوان قشر داسلام لپاره شمع وګرځوي داسی شمع چې مړينه يي ناشونې وي ، البته جمله به مو غریبه وي خو بايد پدی کې لږ فکر وکړو، که چيرته مو شمعی ضعیفه وی نو بيا به موکار ټکنی او مؤقت وي چې ابدي به تری استفاده نه شو کولای ، له ځوانه بايد کلک لرګی جوړ نه بلکه تنکۍ لخته جوړه کړي ، چې دباد په رالوتلو سره ماته نه بلکه مقاومت ورسره وکړي ترڅو يي څوک دماتولو هوډ هم ونکړي ، ځکه هميشه لپاره لخته څوک نه ماتوي .

که څه هم فساد شتون لري خو دغه فساد مفسد رامنځ ته کړی دی او که صلاح شتون لري نو مصلح رامنځ ته کړی دی پدی أساس دفساد او صلاح سره خپل منځ کې دتضاد رابطه ده او بله رابطه يي سره منځ کې نه لیدل کيږي ، که چیرته يي دغه رابطه دتضاد نه وای نو ولی به يي په نوم کې توپير درلودی . دسالم فکراوعقیدی خاوند پدی پوهيږي چې دده ژوند داسلام لپاره دی او دئ پدی لار کې مسؤلیت لري خو مقابل لوری ته يي ملحد او بی دينه پدی نه پوهيږي چې دده له ژونده هدف او مقصد څه دی او دئ بايد څه ترسره کړي .آيا په اسلافو کې موداسی بیلګی شته چې مشابهت يي دشمعی سره ورکړو ؟!! سل فیصده يي لرو چې هغوی خپل هرڅه له اسلامه قربان او ځانو ته يي دکفن ټوټه هم پرينښوده ، خو هغوی ددی ټوټی مصداق ګرځيدلي  چې مفهوم يي داسی دی ، دالله عزوجل داسی بنده ګان دي چې هغه ډير تيز او عقلمند دی چې دنيا سره يي خدای په اماني کړی ده او له فتنو يي ځانونه ساتلی دي ، او کله هم چې پدی پوه شول چې ددنيا ژوند دژوندي لپاره دائمي  نه دی، مؤقتي يي وګرځاوه او ديوه ډيم مثال يي ورکړو او همداراز يي دخو اعمالو په کولو سره تری کشتی جوړه کړه .

 ای دابوبکر ،عمر، عثمان او علی لمسيانو،ای هغو خلکو چې تاسو الله عزوجل په نورو امتونو بهترپدی  ګرځولي يي چې دحق کاميابونکي واوسئ، ای هغه خلکو چې نړۍ مو له ذلت انحطاط اوروسته پاتی او له ځنګلونو څخه انساني ژوند ته وويستله ترهغه چې تمدن يي وپيژنداو تاریخونه يي جوړ کړل .

په هغی دنيا مه تيروځئ چې دسراب په شکل کې تاسو ته نڅا کوي چې په حقیقت کې هغه بيا هغسی نه وي چې تاسو په کوم انداز ليدلي وي هغه نڅا چې ستاسو عقلونه نشه کوي او بدنونه مو زخمي کوي اوستاسو په هره عضو باندی تسلط کوي ترڅو چې مو مکمل په خپل واک کې واخلي .

راځۍ چې هيلې راژوندئ کړو ، په زړونو کې يي وکرو ،په هغه تیر ماضي ورته اوبه ورکړو چې هیر کړی مو دی ، دنا اميدئ ، سستئ  بتان مات کړو چې پټو ،ګنده لاسونوراته جوړ کړي وو ،اوداسی  لاسونه  چې په وینو سره یی  سپيڅلي جسدونه ، اوپاکی وينې  له منځه یوړی داسی لاسونه چې دبشریت لپاره هیڅ نه کوي پرته له دی چې بشریت له تخریب او منکراتو او فواحشو ته وبلي .

زمونږ خبره اوس دامت دکاميابۍ او دتیرو اسلافو مجد بيرته داعاده کولو لپاره ده،يو هدف مو دی چې ددی لپاره به قرباني ورکوو او په تکل کې به يي زيار باسو ترڅو دغه هدف تحقق ومومي ، ساده مګر ستر مفاهیم لري داسی یو هدف چې دخوبو په محیط کې مو داخل دی خو باید داسی وي چې خوب او ويښيدل مو لدی سره تړلي وي .

پدی باور لرو چې رسنۍ دهیواد په ګوټ ګوټ کې دفساد لپاره فعال کارونه ترسره کوي حتی پدی هڅه کې دي چې دغه فساد دپروژو په صورت په غیر مسؤلانه انداز  کې هرکور ته ننباسي  ،غلبه دباطل ده ، فحشا او ګناهونه ښکاره ترسره کيږي ، چې داپه تیارو دلالت کوي مګر ترڅنګ يي داسی شمعی هم شته چې که چيرته دغه شمعی روښانه شوی او روښنايي يي خپره شوه ددی تيارو برسیره به ټوله نړۍ روښانه او ګل وګلزار وګرځوي او شپه به په ورځ بدله کړي داسی ورځ باندی به يي بدله کړي چې لمر به يي ختلی وي اسمان به يي صفا وي یعنی وريځې به هم پکی نه وي ….

دوستانو ! دمؤقتو احساساتو خاوندان مه اوسئ ، بلکه دهر مشکل لپاره ددائمي حل کوونکي وواوسئ ترڅو مو له ټولنی بدبختي فسق وفساد کډه او ځوان قشر مو با مسؤلیته او دخلکو ژوند ارامه وي ،داسی شمعی شئ چې زړونه مو صفا ،عقلونه مو سالم او دوخت په لقبونو باندی اعتراف مه کوئ دمسلمانانو په ګوندونو اعتراف مه کوئ په فرقو او جماعاتو  يي مه ويشئ صرف مسلمان ته مسلمان وواېې اوبس .

په یوه څيز اعتراف وکړئ (یو أمت او یوجسد)داسی امت جوړ کړئ چې دنفس سره مقابله ، عقل سالم وساتي ، زړه صفا وساتي همت یی پياوړی وي ، داسی نسل که په الله قسم وخوري چې الله عزوجل يي قسم په ځای کړي ، داسی نسل چې دمهاجرینو په څيرقرباني او دانصارو په څير ورورولي ولري ، پرته له الله عزوجل له بل چايره ونلري ،داسی نسل چې له هغوی علماء ، دعاة، مثقفین ، فنانین، تاجران ، عسکر، سیاست مداران ، انجینران ، سپورمینان ولري ، داسی نسل چې نهضت جوړ کړي او تبسم رسم کړي ، داسی نسل چې دمتسحیل په نوم څه ونه پيژني ، رباني نسل وي په لاسونو کې يي قران اودالله عزوجل په نورسره هرڅه ګوري او دالله عزوجل نصرت او کاميابي تری مخکی روانه وي .

په پای کې ورونو او خويندو !

هیلی پاتی دي يعنی شتون لري خوبونه مو پخپلو لاسونو کې ترهغه دي چې ترکومه مونږ يو جسد او يو صف اوسو ،مونږ باندی صرف پيلول دي ، دالله عزوجل کاميابي به امت هم وګوري او تمکين به يي هم وګورو چې څرنګه يي دی محمدي أمت ته ورکوي

وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی اله وأصحابه وسلم تسلیما

لیکوال : محمد اکرم همت

Print Friendly, PDF & Email