د اسماء الله الحسنی فضيلت او اهميت

۱- اسماء الحسنی جنت ته د داخليدو ستره وسيله ده :

څوک چې هغه وپيژني ، رښتنی يقين ورباندې ولري او حق يې ادا کړي نو جنت ته به داخل شي، ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « إِنَّ لِلَّهِ تِسْعَةً وَتِسْعِينَ اسْمًا مِائَةً إِلا وَاحِدًا مَنْ أَحْصَاهَا دَخَلَ الْجَنَّةَ»[1]  .

ژباړه : د الله تعالی نه نوي نومونه دي هر چا چې هغه ياد کړل يا یې تلاوت کړل نو جنت ته به داخل شي .

 ۲- اسماء الحسنی تاته الله تعالی در پيژني :

له ابی کعب رضی الله عنه څخه روايت دی چې مشرکينو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل : ای محمده ! ستا د رب نسب مونږ ته بيان کړه نو د هغوی په ځواب کې دغه آیت شريف نازل شو [قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ * اللَّهُ الصَّمَدُ * لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ * وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ].

۳- اسماء الحسنی د عبادت او بنده ګۍ اصل دی :

پر خلکو باندې چې الله تعالی لومړی شی فرض کړي هغه د خپل رب (جل جلاله) پيژندل دي ، لقوله سبحانه وتعالی : [فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ] [2].

نو مسلمانانو لره ښايي چې اسماء الله وپيژني او د هغه په معنی او تفسير ځای پوه کړي تر څو د الله تعالی عظمت او لويي د هغه پر زړه کې ځای ونيسي .

کله چې مونږ د چا سره خپلوي کول وغواړو يا څه معامله نو لومړی د هغه کس په اړه ځان پوه کوو چې هغه څنګه سړی دی څو پورې مو چې هغه نه وي پيژندلی معامله ورسره نه کوو ، نو هغه الله چې مونږ يې پيدا کړي يو او مونږ ته زرق را کوي د هغه رحمت ته هيله لرو او د هغه له نيولو څخه ويره لرو نو تر ټولو ښه حقدار دی چې د هغه اسماء (نومونه او صفات) و پيژنو .

 ۴- اسماء الحسنی د دعا د قبليدو ستره وسيله ده :

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا][3] .

 د الله تعالی په اسماء باندې دعا کول او په هغه توسل کول د دعا د قبليدو وسيله ده ځکه چې الله تعالی مهربانه دی ځکه هغه « الرَّحْمَنُ، الرَّحِيمُ » دی او بښونکی دی ځکه چې هغه « الغَفورُ » دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم به د الله تعالی په اسماء الحسنی دعا او توسل کولو .

۵- الله تعالی هغه چا سره مينه کوي څوک چې د هغه له اسماء الحسنی سره مينه لري :

له عايشې رضی الله عنها څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کس له سريې سره د مشر په حيث ليږلی وو او هغه خپلو ملګرو ته د جماعت په هر لمانځه کې سوره اخلاص لوستلو ، کله چې هغوی راغلل نو دغه واقعه يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته بيان کړه ، نبی صلی الله عليه وسلم هغوی ته وويل: چې د هغه څخه پوښتنه وکړې چې ولی يې داسې کول ، کله چې د هغه څخه وپوښتل شول نو هغه کس وويل: لأنَّها صِفَةُ الرَّحْمَنِ، وَأَنَا أُحِبُّ أَنْ أَقْرَأَ بِهَا. فقالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: “أَخْبِرُوه أنَّ اللهَ يُحِبُّه»[4] .

(ځکه چې په دې سورت کې د رحمن صفت بيان شوی نو ځکه دا خوښوم چې هغه ووايم ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هغه خبر کړئ چې الله تعالی هم هغه خوښوي )

۶- په اسماء الحسنی سره دعا کول د سختيو او غم له منځه وړل دي:

له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به د سختۍ پر مهال دا دعا کوله : « لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ الْعَظِيمُ الْحَلِيمُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَرَبُّ الْأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ »[5]

دا د غم او پريشانۍ دعا ده چې بيان يې مخکې تير شو چې الله تعالی توحيد او اسماء او صفات پکې دي .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – رواه البخاري (۲۷۳۶) ، و مسلم (۲۶۷۷).

[2] – سوره محمد :۱۹ .

[3] – سوره الاعراف :۱۸ .

[4] – رواه البخاري (۷۳۷۵) ، و مسلم (۸۳۱).

[5] – رواه البخاري (۶۳۴۶) و أحمد (۱/۳۹۱)، و ابن حبان (۹۷۲) .

Print Friendly, PDF & Email