فرزندي (د بل چا اولاد په زوی نيول) ميراث نه وړي

محترمه! یو خاوند او یوه یې ښځه وه، دواړه وفات شوي دي نه زوی لري نه لور پرته له دې چې یوه لور او یو زوی یې فرزندي نیولي وه، دواړه ژوندي دي. څلور خویندې او دوه ورونه یې ژوندي دي او بس. د دوي د میراث تقسیم تشریح کړئ. مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بل اولاد په زوی نيول داسې چې د حقيقي زامنو په څير شرعی حقوق ورکړي لکه نکاح ، ميراث ،حجاب او نور شرعاً حرام دی او دا د جاهليت د وخت رواج ؤ چې په اسلام کې باطل اعلان شوی .

لقوله سبحانه و تعالی : [وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَاءَكُمْ أَبْنَاءَكُمْ ذَلِكُمْ قَوْلُكُمْ بِأَفْوَاهِكُمْ وَاللَّهُ يَقُولُ الْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِي السَّبِيلَ ](الاحزب:۴) .

ژباړه: او نه يې ستاسو په خوله بللي ځامن ستاسو حقيقي ځامن ګرځولی دي ،دا خو هغه خبرې دي چې تاسې يې له خپلو خولو راباسي ، الله خو حقه خبره کوي او هغه سمې لارې ته بلنه کوي.

او هيڅ ميراث نه وړي ځکه هغه شرعاً هيڅ نسبي خپلوي ورسره نه لري .

او د نسبي وروڼو او خويندو په منځ کې ميراث داسې تقسيمږي چې ورور ته به د خور په نسبت دوه برابر ورکول کيږي ( دا ځکه چې ورور د نفقي مسئوليت لري او د مهر ورکول يې پر غاړه دي او خور ددې مسئوليتونو څخه خلاصه ده ).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي