اختلاط د ښځې شرافت او حثيت له منځه وړي

محمد رشيد العويد وايي:«نن ورځ په اورپا کې ښځو خپل ټول ارزښت له لاسه ورکړی دی او د بدبختۍ او ذلت داسې اندازې ته رسيدلي چې په هيڅ ځای کې نشته .بلکي هغه يوه نانځکه (عروسک ) ګرځيدلې چې لاس په لاس کيږي .

هغوی په ټولو ځایونو کې ليدل کيږي چې خادمانې دي په هوټلونو او رستورانونو کې ، د بازار او لارو په بسونو کې او نورو ځايونو کې او ارزانه توکي دي چې هر ځای شتون لري.

او د هغه لوړ مقام څخه کوم چې الله تعالی هغې ته ورکړی خپل ځان را ښکته کړی تر دې پورې چې د خپلې جامې سره په تنګ ده او زړه يې زنګ وهلی دی ، او د هغې احساس پريشانه ، غمګين او حيران دی پرته له دې د ژوند په اصلي مقصد کې فکر وکړي او د هغه برخليک په اړه فکر وکړي چې الله تعالی يې حکم کړی دی »[1]

لوديځ پوهه (فرانسوساجان) وايي:

اى د ختيځ ښځې!  هغه څوک چې ستا په نوم چيغې او نارې وهې او تا د حجاب د کوزولو او سړي سره د مساواتو او اختلاط  ډګر ته رابلي دوى په تا پورې خندا او ستا توهين کوي او تر تا د مخه يې په مونږ پورې خندا او زمونږ توهين کړى.

ښځه په ژوند کې تر سړي لويه نه ده مګر په يو څيز سره او هغه دا چې تر ځان لوى سړى جوړ کړي.

دا خلک چې د ښځې د ازادۍ ډنډوره غږوي:

دا تش په نامه ازادي ده، اما په معنوي لحاظ دا په رزق پسې د ښځې شړل دي.

يا په عبثياتو او شهواتو کې د ښځې بې واګو خوشې کول دي.

يا له دين او اخلاقي نيکمرغيو څخه د ښځې راويستل دي.

(جوانا فرانسيس) امريکايي ښځه ده چې د (Feminenza) (فيمنينزا) بنسټ په نوم د ښځو د حقونو مشره ده ، د غرب د ماحول او په غربي ډيموکراسۍ کې د ښځو د احوالو او حقوقو څخه پرده پورته کوي او مسلمانانو ښځو ته د اوږدې مقالې په يوه برخه کې وايي:

غوږ شه ! د هغوی د مساواتو خبرې تش درواغ دي ، هغوی کوښښ کوي مونږ امريکايي ميرمنې په شهوت بارونکو فلمونو ، سريالونو او بې حجابه جامو په درواغو خوشحاله وساتي او له خپل مسئوليت او کورني ژوند څخه مو لرې کړي ، همداسې هغوی غواړي ستاسې کورنی ژوند برباد کړي .

د ښځې جسماني جاذبه بايد د بې لياقته څخه پټه وساتل شي او دا د هغه چا لپاره هديه کړ شي چې پر تا باندې غيرت کوي ، ستاسې ميړونه نارينه دي ، غیرت لري ، شجاعت لري ، پاکي او عفت خوښوي .

زمونږ نارينه نور پاکدامني او عفت نه خوښوي هغوی د ملغلرې پر ځای د زرق او برق واله مصنوعي ډبرې خوښوي چې سوء استفاده ور څخه وکړي او بيا يې وغورځوي .

زه متوجه شوې يمه چې ځينې مسلمانې ښځې بې حجابي خوښوي ، د خپلو حدودو څخه تيری کوي د غرب د ښځو تقليد کوي او غواړي چې د غرب د ښځو پشان شي .

تاسې ولی د هغو ښځو تقليد وکړئ چې د خپل تللي عزت او عفت باندې پښېمانه دي چې هيڅ جبران نلري ؟

تاسې د بې عيبه الماس په شان ياست هغوی مه پرېږدئ چې بې قيمه ډبرې مو وګرځوي .

تاسې چې د غرب په مجلو او تلويزونو کې څه وينئ ، درواغ او شيطاني دام دی .

تاسې لپاره د امن يوازنی ځای د خپل خاوند پناګاه ده . پر ما اعتماد وکړئ ! مونږ اکثره خوشحاله نه يو زمونږ څخه په ميليونو د خپګان ګولی خوري .

زمونږ غربي ښځو مغزونه مينځل شوي دي او په حقيقت کې پر مونږ ظلم شوی ، د موډ او فيشن غلامانې يو چې زمونږ پوست وباسي اوعزت او عفت مو ليلام شوی[۲] .

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – اختلاط بين الرجال و النسآء / دوکتور سعيد القحطاني ، رسالة إلى حواء، ص ۸۳‏.

[2] د مسلمانو خويندو احکام /حمدالله شاکري

Print Friendly, PDF & Email