اختلاط د فاحشې خپريدو ستره وسيله

د اختلاط نتجه فحاشت دی او ددي څخه هيڅوک انکار نشي کولای .

په عربو کې د جاهليت په زمانه کې يوه فصيحه شاعره او هوښکار او په ټولنه کې مشهور او عزت خاونده ښځه وه ، يو وخت له يو غلام سره زنا کوي او بيا هغې ته دا پيغور جوړيږي چې فلانۍ له فلاني غلام سره زنا کړې ، له هغې څخه چې کله وپوښتل شول چې ولې د داسې وکړل ته يوه هوښکاره ښځه او دا کس غلام ؟ نو هغې په ځواب کې وويل :«طول السواد و قرب الوساد (ډيرې خبرې او د هغه سره کډون او اختلاط)  [1]

د غرب يوه ډاکتره (ماريون Maryon) په دې باندې اعتراف کوي چې : « زه باور لرم چې کله د زيات وخت لپاره د نارينه او ښځې تر منځ علاقه او کډون نو د شهوت پالنې پرته امکان نلري »

په بريطانيا کې «راشيل بريتشرد» په لندن کې يوې غوندې ته چې عنوان وو «په غرب کې د ښځې حالت» د جرايمو هغه ارقام او شميرې وړاندې کوم چې د نارينه او ښځينه زده کوونکو د اختلاط له امله رامنځته شوي دي چې په لاندې ډول دي:

  • په بريطانيا کې په مختلطو مکاتبو کې د غير مشروع جنسي اړيکو له امله د ځوانو حامله شويو نجونو نسبت ۷۵٪ دی .
  • او په همدې هيواد کې د غير مختلطو مکاتبو او علمي مؤسساتو کې د ځوانو حامله شويو نجونو نسبت ۵٪ دی .
  • او په همدې هيواد کې په اسلامي مکاتبو او مدارسو کې چې اختلاط پکې منع دی صفر ٪ دی .

په امريکا کې د هلکانو د جناياتو د محاکمې رئيس (لندس Linds) پخپل کتاب کي ځنې شميرې داسې بيان کړې : له دغو ارقامو او شميرنو څخه د نارينه او ښځو تر منځ د اختلاط ضررونه دي کوم چې د دغه کډون او اختلاط په وجه د ۷۰٪-۹۰٪ په مختلفو ځايونو کې د زنا په جرم باندې مرتکب شوې دي .

تر دې چې پوهنتونه او د زده کړو مرکزونه هم ددې آفت څخه خوندي نه دي ، د پوهنتون استاذ له زده کوونکې سره فاحشه کوي ، او نارينه زده کوونکي له ښځينه زده کوونکو سره په رضا او يا زور سره فحاشت کوي او دغه ارقام او شمير نيمه پيړۍ مخکې بيان شوې نو اوس به څه حال وي [2]  .

همدارنګه امريکايي پروفيسور د کاليفورنيا په پوهنتون کې د علم نفس استاد «ميري کاکووس » وایي :

د پوهنتون د پنځو زده کوونکو نجونو څخه پر يوه باندې جنسي تیری شوی دی چې په دغو حالاتو ۵۱٪ باندې د زنا تيری شوی دی .

او ثانوي دورې پر مهال د هرو آتو ځوانو نجونو سره پر يوه باندې جنسي تيری شوی دی.

يعنې ۲۱٪ ښځو باندې د بلوغ څخه مخکې يعنې د ۱۴ کلنۍ څخه مخکې جنسي تيری شوی دی مګر دا شميرې دقيقې نه دي کيدای شي نسبت يې زيات وي ځکه يوازې ۱۰٪ ښځو او نجونو پوليسو ته شکايت کړی دی.

او د زنا د جرم سره بيا نور سخت جرمونه تړل شوی دي چې د جنين او حمل قتل ، د زنا اولاد ، دوښمني او قتل دی هر څه معلوم دی او نړۍ ستاسې مخکې ته ده نو د هر يو جلا بيان ته ضرورت نشته .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – البيان و التبيين للجاحظ (۱/۳۲۴).

[2] – اختلاط / ۱۳۱ ص ، مجلة الدعوة ، العدد (۱۷۸۳)

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي