د اختلاط حرمت د سنتو په رڼا کې

لومړی دليل :

عقبه بن عامر رضی الله عنه وايي چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي:«إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ»[1] .

ژباړه: د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ.

دوهم دليل :

ابن عباس رضی الله عنه روايت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ»[2] .

ژباړه: هيڅ بيګانه سړی به د بيګانه ښځې سره خلوت نه کوي او هيڅ ښځه دې بدون له محرم څخه سفر نه کوي.

دريم دليل :

له جابر رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فلا يخلون بامرأة ليس معها ذو محرم منها، فإن ثالثهما الشيطان»[3] .

ژباړه: څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري هغه دې د ښځې سره چې محرم يې نه وي اختلاط او کډون نه کوي ځکه چې دريم يې شيطان دی.

په پورته حديث شريف کې د ښځې سره د کډون او اختلاط څخه منع شوې مګر دا چې محرم ( پلار ، ورور ، خاوند ، زوی …. او نور محارم ) يې ورسره وي ، دغه نص په دې باندې واضح دلالت کوي چې ښځې لپاره په مختلط ځای کې تعليم او کار کول جواز نلري.

څلورم دليل :

ابی سعيد رضي الله عنه روايت کوي چه د رسول الله صلى الله عليه وسلم حضور ته ښځې راغلې او ويې ويل:  «يا رسول الله ما نقدر عليك في مجلسك من الرجال، فواعدنا منك يوماً نأتيك، فقال: موعدكن بيت فلان، وأتاهن في ذلك اليوم …[4].

ژباړه: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم! مونږ نشو کولای د نارينوو په مجلس کې کډون وکړو، نو زمونږ د پاره د یوې ورځې وعده وکړه تر څو په هغه ورځ مونږ تاته راشو (د درس د پاره)،رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: ستاسو وعده د فلاني په کور کې، او په همغه تعين شوی ورځ راغلې .

نو له کومه ځایه څخه مو د نارينه او ښځو کډ تعليم او کډ کار ته اجازه ورکړې ده؟

آیا ددې حديث په مقصد نه پوهيږئ ؟

 او يا ډیموکراسۍ ستاسې عقلونه يرغمل کړي دي چې پر حديث باندې نه پوهيږئ ؟

دا حديث د نبوت په دوره کې د نارينه او ښځو تر منځ د جلاوالی واضح دليل دی مګر زمونږ په زمانه کې ديموکراسۍ د نارينه او ښځو تر منځ کډون او اختلاط مباح ګرځولی دی ، لعنت دې وي پر دغه دیموکراسۍ .

نن چې څه غواړئ هغه وکړئ ، تاسې چې څه تر سره کوئ نو الله تعالی د هغه ليدونکی دی.[5]

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إِذَا لَمْ تَسْتَحِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ»[6]

ژباړه: هر کله چې شرم او حيا ونه لرې څه دې چې غوښتل هغه وکړه .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – رواه البخاري : ۵۲۳۲.

[2] – رواه البخاري، برقم ۱۸۶۲، ومسلم، برقم ۱۳۴۱ .

[3] – مسند الإمام أحمد، برقم ۱۷۷، وعبد الرزاق، برقم ۲۰۷۱۰، وصححه الألباني في سلسلة الأحاديث الصحيحة، برقم ۴۳۰.

[4] – صحيح، أخرجه أحمد وابن حبان.

[5] – الاختلاط بين الرجال والنسآء / د. سعيد بن علي بن وهف القحطاني ص ۶۱ .

[6] – رواه البخاري .

Print Friendly, PDF & Email