د اختلاط حرمت د قرآني دلائلو په رڼا کې

د نارينه او ښځو تر منځ اختلاط (کډون) هغه که په تعليم کې وي ، دفتر او کار ځای او نور کې وي شرعاً حرام دی.

په اوس عصر کې يو عظيم فساد د نارينه او ښځو په علمي مرکزونو، دفترونو کې اختلاط او کډون دی چې دا عظيم فساد د جاهليت د ناوړو عاداتو او د لنډغرې ډيموکراسۍ له سترو اهدافوڅخه دی او دا د الله تعالی د سرسختو دوښمنانو يهودو،نصاراؤ او نورو کفارو په لاره تګ دی او د هغوی سره مشابهت دی ځکه چې د نارينه او ښځو خلوت د کفارو له لويو صفاتو څخه يو صفت بې حيايي د نر او ښځو تر منځ کډون او اختلاط دی.

د اختلاط د حرمت شرعې دلائل

اول – د قرآنکريم دلائل :

لومړي دليل:

 الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ][1] .

ژباړه: او كله چې تاسو له دغو (پاكو ازواجو) نه څه سامان غواړئ، نو له دوى نه يې په داسې حال كې غواړئ، چې تاسو له پردې نه د باندې يئ.

الله تعالی مؤمنانو ته حکم کړی دی چې کله د حاجت په وخت کې د نبی صلی الله عليه وسلم له پاکو بيبيانو څخه څه غواړئ چې په دې حکم کې ټولې مؤمنې ښځې شامليږي نو له دوى نه يې په داسې حال كې غواړئ، چې تاسو له پردې نه د باندې يئ او د پردې څخه د باندې واضح دليل دی چې تر منځ مو بايد پرده ، ديوال او بل څه وي او کډون او اختلاط نه وي.[2]

تفسير ابن کثير وایي : په دغه آيت کريمه کې د بيګانه نارينه او ښځو له کډون او اختلاط څخه منع شوې ده : « وكما نهيتكم عن الدخول عليهن ».

دوهم دليل :

د سپيڅلي اسلامي شريعت قاعده ده کله چې الله سبحانه وتعالی يو شی حرام کړي وي نو د هغه اسباب او د وصول لارې يې هم حرام کړې وي تر څو د هغه د وصول څخه منع شي او هغه ته نږدې نشي ، زنا ستره فحشاء ده او ډير بد او سخت خطر او ضرر لري نو د هغې څخه مخنيوی او وقايه د اسلامي شريعت ستر مقصد دی.

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً][3] .

ژباړه: او تاسو زنا ته مه نژدې كېږئ، بېشكه دا له شروع نه غټه بې حیايي ده او بده لار ده.

نو ځکه د هغې د وصول ټول اسباب حرام دي لکه : بې حجابي ، تبرج ، اختلاط ، د کافرانو ښځو سره مشابهت او نور چې ټول د فتنې او فساد وسائل دي[4] .

وقال الشيخ محمد الأمين الشنقيطي ::«ولا يصح لعاقل أن يشك في أن اختلاط الجنسين في غاية الشباب ونضارته وحسنه أنه أكبر وسيلة وأنجح طريق إلى انتشار الفاحشة وفشو الرَّذيلة بين الجنسين»([5]).

ژباړه: او شيخ محمد امين الشنقيطي رحمه الله وايي : د شک پرته هر عاقل په دې پوهيږي چې د نارينه او ښځو تر منځ اختلاط هغه هم د ځوانۍ پر مهال چې يو بل ته ګوري او يو د بل حسن او ښکلا ګوري د دواړو جنسونو تر منځ د فاحشې او رذالت خپرولو ستره وسيله او کامياب لاره ده .

دريم دليل :

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى][6] .

ژباړه: او تاسو په خپلو كورونو كې قرار ونیسئ او تاسو د ړومبني جاهلیت د زینت څرګندونې په شان زینت مه څرګندوئ.

پورته آيت کريمه په دې باندې دلالت کوي چې ښځې د کورونو په انتظام باندې مأمورې شوې دي (ځکه چې دا کار د هغوی د فطري جوړښت سره مناسب دی) .

نو د هغې لپاره اصل دا دی چې په کور کې به پاتې کيږي او دا د هغې په حق کې شرعي عزيمت دی مګر د ضرورت پر مهال له کور څخه وتل يې په حق کې رخصت دی مګر دا وتل به د شرعې ضوابطو موافق وي[7] .

او ښځه د «التبرج) څخه منع شوې، اصل د التبرج له البروج څخه دی چې لاندې معناوې لري:

  • د ضرورت پرته ډير وتل .
  • د فتنو او زينت د ځايونو ښکاره کول (بې حجابي) .
  • او دا چې د نارينه سره اختلاط او کډون کوي .

څلورم دليل :

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ …][8] (النور: ۳۰/۳۱).

ژباړه: او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پټې دې کړي سترکې خپلې (له نا محرمو) او د خپلو شرم ځايونو ساتنه دې وکړي.

الله سبحانه وتعالی خپل پیغمبر صلی الله عليه وسلم ته امر کړی دی چې ته د مؤمنانو ښځو ته ووايه چې خپل نظر له بيګانه څخه وساتي او خپلې شرمګاوې د زنا څخه وساتي .

 ښکاره خبره ده چې د زنا د فحاشت څخه د ځان ساتل د هغه د وسائلو څخه د ځان ساتل دي او د فاحشې د خپريدو ستره وسيله په تعليم ، دفتر ، کار ځای او نورو کې د نارينه او ښځو تر منځ اختلاط او کډون دی په نن عصر کې همدا اختلاط د فاحشې د خپريدو ستره وسيله ده[9] .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره الاحزاب :۵۳ .

[2] – الجامع لأحكام القرآن، للقرطبي، ۱۴/ ۱۷۸.

[3] – سوره الاسراء :۳۲ .

[4] – ، أحکام اختلاط / شيخ طحتاوی ص ۲۲، حراسة الفضيلة، ۴۹.

[5]– حكم الإسلام في الاختلاط، جمعية الإصلاح، ص 78.

[6] – سوره الاحزاب :۳۳ .

[7] – الاختلاط بين الجنسين في الميزان / دوکتور خالد بن عثمان السبت ص ۱۹ .

[8] – سوره النور :۳۱ .

[9] – الاختلاط بين الجنسين في الميزان / دوکتور خالد بن عثمان السبت ص ۲۳ ، مجموع فتاوی ابن باز ۱/۳۲۱.

 

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 38 times, 1 visits today)