د اختلاط تعريف :

اختلاط په لغت کې د یوې شي کډول له بل شي سره ، يا د يوه شي يو ځای کول له بل شي سره او يا د ِيو شي نږدې کول له بل شي سره او يا د يو شي شريکول له بل شي سره او يا هم ټوليدل او غونډيدلو ته وايي .

په اصطلاح کې : د بيګانه نارينه او ښځو تر منځ په يو ځای کې کډون او ټوليدل داسې چې تر منځ يې د ليدلو ، اشارې کولو ، خبرې کولو اړيکه وي پرته له کوم مانع او پردې څخه کوم چي د شک او فساد سبب ګرځي لکه : په علمي مرکزونو ، دفترونو ، تجارتي ځايونو ، شرکتونو او نورو ځايونو کې د محارمو پرته د بيګانه نارينه او ښځو تر منځ کډون کولو ته وايي [1] .

د اختلاط ډولونه :

د اختلاط هغه حرام ډولونه کوم چې اوس مهال په اسلامي هيوادونو کې خپاره شوې دي:

لومړی ډول:

۱- د لس کلنۍ څخه د لوړ سن اولادونو (وروڼو او خويندو) تر منځ اختلاط ، حال دا چې اسلامي شريعت حکم کړی دی چې د لس کلنۍ وروسته به د هغوی بسترې جلا کيږي ، يعنې کله چې اولادونه لس کلنۍ ته ورسيږي د والدينو څخه به يې بستره جلا کيږي او همدارنګه ورور به د ورور سره يا خور د ورور او يا خور د خور سره په يوه بستره نه څملوي بلکي د هغوی بسترې به ورجلا کوي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : «مُرُوا أَوْلاَدَكُم بالصَّلاَةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْع سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ في المَضَاجِعِ»[2].

ژباړه: کله مو چې اولادونه اوه کلنۍ ته ورسيدل هغوی ته په لمانځه کولو امر وکړئ او کله چې لس کلنۍ ته ورسيږي که لمونځ ونه کړي هغوی ووهي او په همدې سن کې د دوی بستری ور جلا کړئ

دوهم ډول :

۲- په يوازېوالی کې چې محارم يا نورې ښځې نه وي د خپلو نا محرمو خپلوانو سره کيناستل او اختلاط او يا له هغې سره سفر کول لکه : د ميرمنې خور خينه او يا د خينې لور ، د ماما لور ، د عمه لور ، د کاکا لور ، همداسې د ښځې اختلاط د محارمو پرته د خاوند د ورور يا لِور سره او د خاوند د نورو خپلوانو سره لکه : د خاوند د کاکا زامنو سره ، د خاوند د ماما يا د ماما د زامنو سره او نورو نا محرمو خپلوانو سره .

عقه بن عامر رضی الله وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

«إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ». فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَفَرَأَيْتَ الْحَمْوَ؟ قَالَ: «الْحَمْوُ الْمَوْتُ»[3]

ژباړه: د بيگانو ښځو د خلوت څخه ځان وساتئ، د انصارو څخه يوه کس پوښتنه وکړه: يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د خاوند د خپلوانو (د خاوند ورور لېور، د کاکا زوی، د عمه زوی) په اړه ستاسې نظر څه دی؟ ويې فرمايل «هلاکت په همدې کې دی ».

حافظ ابن حجر رحمه الله په فتح الباری کې وايي: په اتفاق د اهل لغت «احماء» د خاوند خپلوانو لکه د خاوند ورور، د خاوند د کاکازوی، د خاوند د عمه زوی او نورو ته وايي.

ښځې ته د خاوند د خپلوانو څخه پرده او حجاب کول فرض دي او همدارنګه د هغه سره يوازې کښناستل، سفر کول حرام دي مګر د ضرورت په وخت خبرې کول او د هغې د خاوند يا نورو خپلوانو په حضور کې د حجاب په صورت کې د هغې سره کښناستل باک نه لري[4] .

شوکاني رحمه الله وايي: دغه فرموده د پيغمبر صلی الله عليه وسلم «الحمو: الموت» په دې معنی ده چې ويره له هغه څخه داسې ده لکه له مرګ څخه ويره کول ځکه له ټولو څيزونو څخه خلک ډير زيات له مرګ څخه وريږي[5].

‎په ټولنه کې چې هر وخت د بې شرمۍ واقعه مينځته راځي هغه د همدې ډول خپلوانو، کليوالو تر مينځه د بې حجابۍ او بې بندبارۍ او اختلاط نتيجه وي.

ډير کم او حتی بالکل نه ليدل کيږي چې دا سې واقعې دې د بيګانه خلکو له لاسه وي.

نو ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د خاوند د خپلوانو په باره کې بې حجابي او خلوت کول له مرګ سره تشبیه کړی دي.

دريم ډول :

۳- په کورونو کې د خادمانو او مزدورانو استخدام او د هغوی سره د ښځو اختلاط .

څلورم ډول:

۴- په مکاتبو ، پوهنتونونو ، دفترونو ، روغتونونو ، شرکتونو او نورو ځایونو کې د نارينه او ښځو تر منځ اخلاط او کډون .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – الاختلاط بين الرجال و النسآء ص ۵/ دوکتور سعيد بن علي بن وهب القحطاني .

[2] – رواه البخاري :

[3] – رواه البخاري :۵۲۳۲.

[4] – فتح الباري شرح صحيح البخاري : ۹/۳۳۱ .

[5] – نيل الأوطار:۶/۱۲۲.

Print Friendly, PDF & Email