په دنيا کې د ګناهونو عواقب او خطرناکې پايلې

هره ګناه فردي او يا ټولنيز اضرار لري .

او په ګناهونو باندې اصرار او دوام او توبه نه کول په بلاوو او آفاتو ، تنګي ، امراضو ، د برکت له مينځه تلل او هلاکت سبب ګرځي .

[وَمَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ][1] .

ژباړه : او تاسو ته چې څه مصیبت هم رسي، نو په سبب د هغو كارونو چې ستاسو لاسونو كړي دي۔ او ډېر (ګناهونه) معاف كوي.

[ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ …][2] .

ژباړه : په وچه او لونده (بر او بحر) كې فساد خور شو، په سبب د هغو (عملونو) چې د خلقو لاسونو كړي دي.

                                               رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «لم تظهر الفاحشة في قوم قط حتى يعلنوا بها، إلا فشا فيهم الطاعون، والأوجاع التي لم تكن مضت في أسلافهم الذين مضوا»[3] .

ژباړه : په يو قوم کې به فحاشت نه خپريږي مګر که خپور شو ، الله تعالی به هغوی د خپل رحمت څخه لرې کړي ، په هغوی کې به طاعون او داسې مرضونه چې په پخوانيو کې يې نه وي تير شوي نازل کړي .

چې ددې جنسي امراضو څخه مطلب ايډز دی کوم چې پخوا موجود نه وو او اوس د فحشاء په وجه خور شوی دی او داسې نور نوي خطرناک امراض دي .

او همدارنګه فرمايي: « يكون في أمتي قذف ومسخ وخسف «، قيل يا رسول الله: ومتى ذلك؟ قال»: إذا ظهرت المعازف وكثرت القيان وشربت الخمور»[4].

ژباړه: زما په امت کې به د ډبرو ويشونکی عذاب ، مسخ (شکل بدلېدل) ، خسف (په ځمکې کې غرقېدل ) را مينځته شي . چا پوښتنه وکړه يا رسول الله صلی الله عليه وسلم کله به دا را مينځته کيږي ؟ ويې فرمايل : کله چې ساز سرود او موسيقي ظاهره او ښکاره شي ، سينګار ډير شي او شراب څښل کيږي .

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – سوره الشوری :۳۰ .

[2] – سوره الروم :۴۲ .

[3] – رواه ابن ماجه، وحسنه الألباني.

[4] – رواه الترمذي في الجامع و ابن ابی الدنيا في ذم الملاهي .

Print Friendly, PDF & Email