لس هغه ښځې چې له جنت څخه محرومې دي

وروڼو او خويندو!

نن ورځ د تاسې سره داسې يو جدي او خطرناکه موضوع شريکوم چې د هغه لوستل د هر ورور او خور لپاره زيات اهم دي ، هر ورور بايد د يو مسئول په حيث او هره خور يې بايد د ايمان په غوښتنه ولولي ، ځان ورباندې پوه کړي او خپل ځان ترې وساتي .

دا موضوع د هغو لسو ښځو په اړه ده چې پر دوی باندې د الله تعالی لعنت شوی دی ، د الله تعالی د رحمت څخه بې برخې شوې دي ، یعنې په داسې ګناهونو ، سرکشيو او فاحشو حرکاتو اخته دي چې د دغو ناوړه کارونو په وجه دوی د الله تعالی د رحمت څخه لرې او د قهر او لعنت وړ دي ، دا لس ښځې په لاندې ډول دي:

۱- پر هغه ښځه باندې د الله تعالی لعنت دی چې خپلې وروځې نری جوړوي (۱).او همداسې هغه ښځه چې دغه کار تر سره کوي لکه په نن عصر کې آرايشګاه .

۲- او پر هغه ښځه باندې د الله تعالی لعنت دی چې د الله تعالی په خلقت او جوړښت کې بدلون راولي (د غاښونو تر منځ فاصلې رامنځته کوي ،غاښونه سيده کوي ، او يا د کوم عيب او ضرورت پرته د ښکلا عمليات تر سره کوي ) (۱).

۳-  او په هغه ښځه باندې د الله تعالی لعنت دی چې خال وهي يا پر خپل پوستکې باندې رسمونه کاږي ، داسې رسمونه او نقشونه او ګلان رسمول چې د خال وهلو پشان وي چې بيا نه پاکيږي([1]).

۴- او د الله تعالی لعنت دی پر هغه ښځه چې د خپلو ويښانو يا د سترګو د باڼو سره مصنوعي ويښتان او باڼه وصلوي.([2])

۵- او پر هغه ښځه باندې د الله تعالی لعنت دی چې خاوند يې بسترې وبولي خو دا د کوم عذر او مرض پرته مخ ورڅخه اړوي (ځکه چې د نکاح اصلي مقصد همدا دی ، د عذر پرته به خاوند يا ميرمن له يو بل څخه مخ نه اړوي)([3]).

  ۵- او پر هغه ښځه د الله تعالی لعنت دی چې د نارينه پشان خپل ځان جوړوي او دا ډول ښځې اوس مهال هر ځای زياتې دي د نارينه پشان پطلون ، بوټونه او جامې اغوندې …([4])

۶- او په هغه ښځه باندې د الله تعالی لعنت دی چې د کوم سبب پرته د قبر ډير ډير زيارت کوي([5]).

۷- او په هغه ښځه د الله تعالی لعنت دی چې د غم او مصيبت په وخت کې په زوره ژاړي ، جامې او ويښتان شکوي([6]).

۸- او په هغه ښځه د الله تعالی لعنت دی چې د کوم عذر او سبب پرته له خپل خاوند څخه طلاق اخلي([7]) .

۱۰- او پر هغه ښځه د الله تعالی لعنت دی چې کاسيات ، عاريات ، مميلات وي ([8]).

کاسيات ، عاريات : هغه ښځه چې نرۍ او تنکې جامې اغوندې چې د جامو باوجود بربنډې وي د فتنې ځايونه يې څرګنديږي ، يعنې شرعي حجاب نه مراعاتوي او ويښتان يې د اوښ د بوکام پشان پورته درولي وي.

مميلات : داسې خبرې ، تګ او حرکات کول چې په هغې سره بيګانه خلک ځان ته جذبوي . نور خلکو ته خپل بې حيا حرکات او خپل زينت او سينګار ښکاره کوي.

پای

مسلمانې خورې! د پورته ګناهونو څخه ځان وساته ځکه دغه ګناهونو د الله تعالی د لعنت ، او پر بله اصطلاح د رحمت او جنت څخه د محروميدو او يا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د شفاعت څخه د بې برخه کيدو سبب ګرځي .

که په کومه خور کې پورته کوم عادت موجود وي نو د هغه څخه بايد توبه وباسي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – «لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله» (رواه بخاری).

ژباړه: الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهي او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي،او هغه څوک چه وروځې نرۍ جوړوي او هغه چې د وروځو د نری جوړولو خيال کوي، او هغه څوک چه د زينت او ښاست لپاره د غاښونو تر منځ فاصلی جوړوي دا هغه کسان دی چه د خدای (جل جلا له) په خلقت کې تغير راولي.

[2] – وقال رسول الله صلى الله عليه وسلم (لعن الله الواصلة والمستوصلة).

يعنې: الله تعالی لعنت کړی دی د ويښتانو په وصلونکو او هغه چې د ويښتانو وصلول غواړي، په وصلولو کې د سترګو د باڼو او د سر د ويښتانو  وصلول دواړه شامل دي.

[3] – رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:«إذا دعا الرجل امرأته إلى فراشه فأبت فبات غضبان عليها لعنتها الملائكة حتى تصبح» (رواه البخاري – ۳۰۶۵) ومسلم – ۱۴۳۶).

ژباړه: کله چې ميړه خپله ښځه د کورواله (جماع) د پاره و بولي او هغه ور نه شي او خاوند په غصه کې شپه سبا کړي، ملائکي تر سبا پورې پر هغې باندې لعنت وايي.

[4] – رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «لعن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- المتشبهن من الرجال بالنساء والمتشبهات من النساء بالرجال» (البخاري).

ژباړه: رسول صلی الله عليه وسلم لعنت فرمايلی په هغو ښځو چې د نارينه سره مشابهت کوي او په هغو سړيو چې له ښځو سره مشابهت کوي.

[5] – رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:«لعن زوارت القبور أي كثيرات الزيارة للقبور» .

[6] – د غم او په خاصه توګه په مړو باندې په زوره زوره ژړل، خپل مخ وهي ويښتان او جامې څيروي، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په داسې ښځو لعنت فرمايلي دی:«لعن النائحة والمستمعة». (صحيح مسلم).

[7] – رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:«أيما امرأة سألت زوجها الطلاق في غير ما بأس، فحرام عليها رائحة الجنّة» (صحيح رواه اصحاب السنن).

ژباړه: هره ښځه چه د کوم عذر او سبب نه پرته له خپل خاوند څخه طلاق وغواړي په هغې د جنت بوی حرام دی.

[8] – رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «صنفان من أهل النار لم أرهما: قوم معهم سياط كأذناب البقر يضربون بها الناس، ونساء كاسيات عاريات مميلات مائلات رؤوسهن كأسنمة البخت المائلة، لا يدخلن الجنة ولا يجدن ريحها، وإنَّ ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا» (رواه مسلم).

ژباړه: په دوزخ کې دوې ډلی داسې دي چې تر اوسه ما نه دي ليدلی يو هغه ډله چې د هغوی په لاسونو کې د (غوايي د لکۍ په شان) قمچينه وي چې په هغې سره دوی نور خلک وهي دوهمه ډله هغه ښځې دي چې جامو باوجود بربنډې وي چې خلکو ته به خپل مذموم حرکات ښکاره کوي د هغوی سرونه به د اوښانو د بوکام په شان وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه د جنت خوشبوي له دومره دومره فاصلی څخه مومی.

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي