خپلې کورنۍ ته د جماعت لمونځ ورکول ؟

زه کولای شم چي خپل کور کي ښځو ته جماعت ورکړم یا تراویح ورکړم

ميرويس عزيزي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کچېرې څه عذر او مرض وي او يا د فرض لمانځه جماعت تير شوی وي نو خپلې ښځې او اولادونو ته د جماعت لمونځ ورکول باک نلري او ځنې وختونه د نفلي لمونځونو جماعت هم ورکولای شې خو داسې نه چې هميشه يې خپل عادت ورګوځوې لکه : نبی صلی الله عليه وسلم چې د انس رضی الله عنه په کور کې جماعت ورکړ ، انس او يتيم ورپسې ولاړ وو او په هغه پسې أم سليم ولاړه وه .

مګر د عذر او مرض پرته په مسجد کې د جماعت ترک کول جواز نلري ، له خپلو اولادونو سره يو ځای به په جومات جماعت ادا کوئ .

له أبى هريره (رضی الله عنه) نه روايت دی چې وايي: [ أتى النبي صلى الله عليه وسلم رجل أعمى. فقال: يا رسول الله! إنه ليس لي قائد يقودني إلى المسجد. فسأل رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يرخص له فيصلي في بيته. فرخص له. فلما ولي دعاه فقال “هل تسمع النداء بالصلاة؟” فقال: نعم. قال “فأجب”. ( المسلم باب يجب إتيان المسجد على من سمع النداء) .

ژباړه: يو ړوند سړی رسول (صلی الله عليه وسلم) ته راغی ويې ويل : څوک نه لرم چې جومات ته مې ورسوي او له آنحضرت صلی الله عليه وسلم نه يې اجازه وغوښتله تر څو په کور کې لمونځ وکړي ، آنحضرت صلی الله عليه وسلم هغه ته اجازه ورکړه کله چې هغه سړی څه لاړو هغه ته يې غږ وکړ او ويې فرمايل : آيا آذان اورې ؟ ځواب يې ورکړ هو ، ويې فرمايل نو آذان ته به ځواب ورکوئ ( لمونځ به په جَمع ادا کوې ) .

بل حديث شريف راغلی چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : [لقد هممت أن آمر فِتْيَتِي فيجمعوا حزماً من حطب، ثم آتى قوماً يصلون في بيوتهم ليست بهم علَّة فأحرِّقها عليهم] (ابؤداود:۵۴۹ ).

ژباړه: ځما زړه غواړي چه یو څو ځوانانو ته ووایم چه بوټي راجمع کړي رایې وړي بيا زه هغې خلکو ته ورشم چه بی عذره په کورونو کی لمونځ کوي دهغوی کورونه وسوزوم.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي