د خواښې (د ميرمنې مور) سره سفر کول

سلامونه نيکي هيلي او احترامات مي ومني!

خداي دي وکړي چي تر دي دمه روغ او جوړ او همدارنګه د صحت او خوشحالي جامي په تن ولري.

وروسته له سلامه زما يوه ديني پوښتنه ده که مو چيرته مفصل ځواب راکړ نو ستاسي به ډيره مهرباني وي. زما پوښتنه دنکاح دمحرماتو په برخه کي ده لکه څنګه چي الله تعالي (ج) په قرآنکريم کي دايمي محرمات ذکر کړي دي يعني هغه څوک چي د ابدالابد لپاره له هغه سره نکاح کول حرام دي چي دهغه له جملي څخه يوه هم خواښيي يا د خپلي ښځي مور ده نو لکه څرنګه چي د ژوند ضرورتونه دي او يو وخت سړي مجبور کيږي چي له خپلي خواښيي سره هم بايد يو ځاي سفر وکړي او هغه يوځاي ته ورسوي نو کله چي سړي له خپلي خواښيي سره په سفر ملګري شي هغه د که په موټر کي له څنګه سره ناسته وي يا په موټرسايکل باندي د وروسته نه درپسي ناسته وي نو په دي وخت کي ستا په زړه کي د شيطان له طرفه مختلف رنګه وسوسي اچول کيږي هغه که هر قسم وسوسه وي او ستا په زړه کي دشيطان د وسوساتو له امله مختلف رنګه خبري او سوچونه راګرځي نو په دي حالت کي بايد سړي څه وکړي ددي حکم څه شي دي؟ په ګناه کي شامليږي او کنه؟ په نکاح کي خلل پيداکيږي او کنه؟ که مفصل ځواب راکړي ډيره مهرباني به مو وي


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول – د خواښې سره سفر کول :

د خواښې سره په لاسونو ستړې مشي کول ، کيناستل او سفر کول جايز دي ځکه هغه له محارمو څخه ده ، لقوله سبحانه وتعالی : {‏وَأُمَّهَاتُ نِسَآئِكُمْ‏}‏ ‏[‏سورة النساء‏:‏ آية 22‏]‏.

يجوز للرجل مصافحة أم زوجته والسلام عليها؛ لأنه من محارمها (اللجنة الدائمة :۱۷/۳۶۲).

مګر هغه خلوت او هغه سفر چې په هغه کې د فتنې ويره وي لکه په موټرسايکل دوپشته کول ددې څخه پرهيز پکار دی .

أم الزوجة على زوج ابنتها تحريمًا مؤبدًا؛ فهي من محارمك، لا بأس أن تصافحها وأن تسافر بها وتكون محرمًا بها؛ إلا إذا خشيت من الفتنة؛ فإنك لا تصافحها؛ كما إذا خشيت من المصافحة وجود فتنة أو ثوران شهوة؛ فلا تصافحها، أما ما لم يكن هناك محذور؛ فلا بأس بذلك (طريق الی الله ) .

دوهم – د خواښې په اړه شهواني خيالونه :

په شهواني خيالونو سره نکاح ته زيان نه رسیږي .

مګر که الله مه کړه څوک له خپلې خواښې سره زنا وکړي يا په شهوت سره د هغې مچې کول او يا په شهوت سره د هغه شرمګاه ته کتل او په شهوت سره لمس کول نو د امام ابوحنفيه رحمه الله په نزد په دغه کس باندې خپله ښځه حرام ګرځي .

وَيَرَى الْحَنَفِيَّةُ أَنَّ مَنْ زَنَى بِامْرَأَةٍ أَوْ لَمَسَهَا ، أَوْ قَبَّلَهَا بِشَهْوَةٍ أَوْ نَظَرَ إِلَى فَرْجِهَا بِشَهْوَةٍ حَرُمَ عَلَيْهِ أُصُولُهَا ، وَفُرُوعُهَا ، لِقَوْلِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” مَنْ نَظَرَ إِلَى فَرْجِ امْرَأَةٍ لَمْ تَحِلَّ لَهُ أُمُّهَا وَلا بِنْتُهَا “(الموسوعة الفقهية ۳۶/۲۱۴).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email