موسيقي د روح غذا که سزا ؟

کومو کسانو چې غربي کلتور را کاپی کړی نو کوښښ کوي داسې جامه ور واغوندې څو حرمت يې پټ کړي او عام خلک ورباندې پوه نشي ددې کار لپاره يې په دغو خبيثو شيانو ډول ډول تيرايستونکي نومونه ايښدلي دي لکه : شراب د بير (Bear) ، ويسکي (Whisky) او جن (Gin) په نومونو يادوي او سود د بيمې (Insurance) او سيونګ اکوند (Saving account) په نوم يادوي او قمار بیا د بخت په نوم يادوي او بې حجابي او بې حيايي بیا د فيشن (Fashion) په نوم يادوي ، همداسې موسيقي ، رقص او نچا ته هنر وايي او د روح غذا يې ګڼې .

آیا موسيقي د روح عذا ده ؟

موسيقي د روح عذا ، آرام او سکون نه بلکي د روح لپاره عذاب او سزا ده .

موسيقي د روح عذا نه بلکي د شيطاني خيالونو او افسانو هغه مرداره عذا ده چې روح ته لاندې اضرار رسوي :

۱- موسيقي په زړه کې نفاق ته وده ورکوي :

ابن مسعود رضی الله عنه وايي: « العناء ينبت النفاق في قلب کماينبت الماء الزرع ‍‌›› (ابوداود بيهقي).

ژباړه: موسيقي په زړه کې نفاق داسې تازه کوي لکه اوبه چې کښت تازه کوي.

يعنې موسيقي اورېدل د نورو ګناهونو په نست داسې ګناه ده چې په زړه کې نفاق را مينځته کوي.

په زړه کې نفاق داسې مرض دی چې ددې په وجه د بنده په زړه کې د اسلامي شعائرو څخه نفرت او له جنسي خواهشاتو او باطلو منکراتو سره علاقه پيدا کيږي، د عبادت په ادا کولو کې سستي او رياء او د درواغو، په وعده وفاء نه کول، خيانت او نور رزيل صفات او اخلاق پکې را مينځته کيږي.

۲د الله تعالی د ذکر څخه د زړه غفلت :

ابن قيم رحمه الله وايي: ته به هيڅ داسې څوک پيدا نه کړې چې هغه د موسيقي اوري خو ددې سره دې د قرآن يو آيت هم آروي، مګر په هغه کې به د حقې لارې څخه د ګمراهۍ طرف ته علماً او عملاً انحراف وي، او هغه به د قرآن د اوريدو پر ځای د موسيقۍ له اورېدو سره مينه او رغبت لري. او وايي: موسیقي د زنا سحر او تعويذ دی، شرک شيطان دی، د عقل نيشه ده، او د ذکر مانع ده او د باطل او شهواتو طرف ته د زړه د ميلان وسيله ده.

او په دې باره کې يې داسې اشعار ويلي :

حب القرآن  وحب ألحان الغنا

                                       في قلب عبد ليس يجتمعان

وإذا تعلق بالسماع أصاره

                            عبدا لكـل فـلانة وفلان

د قرآن مينه او د غنا مينه دواړه

                   د بنده په زړه کې نشي جمع کيدای

او کله چې د موسیقۍ تعلق پيدا شي

                  شي به بنده د هرې فلانيه او فلاني

همداسې ده د موسيقي فاحشه رسۍ چې چا غاړې ته کړه بيا به کله د ېوې د منې او کله د بل د مينې نغارې ډنګوي او د خپل څښتن (جل جلاله) سره مينه، تعلق او په اخلاص بنده ګې به پاتې يا ډيره ناقصه وي .

۳موسيقی د زنا له اسبابو څخه ده :

موسيقي د زنا او فاحشو اعمالو د اسبابو داسې يو سبب دی لکه شراب نو ځکه موسیقي د شرابو او زنا سره يو ځای ذکر شوي ده، لکه په دغه حديث کې: «لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ، وَالْحَرِيرَ، وَالْخَمْرَ، وَالْمَعَازِفَ» ژباړه: يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيدا شي چې دوی به د زنا فاحش عمل ،ابريشم ،شراب،ساز او موسيقي حلال بولي.

موسيقي هغه لومړنی صوت شيطان دی چې د بيګانه ښځو او سړيو سره د تعلق جوړلو او عشق بازۍ نغارې وهي، د بيګانه شنه او تور خالونه، تورې سترګې، تور زلفان او د عشق او ناوليې مينې سندرې وايي. په تيره چې نچا ور سره وي د ويديو او فلم په بڼه وي.

موسيقۍ لومړی شيطاني دام دی چې شهوت ته حرکت ورکوي، د عشق الهام ورکوي او د فجورو خواته دعوت ورکوي، فضل بن عياض وايي: (الغناء رقية الزنا).

د سندرغاړو او د هغو د کلکو لارويانو احوال له چا څخه پټ نه دي.

۴د الله تعالی د رحمت څخه لرېوالی :

د موسيقۍ په غږ باندې د الله تعالی لغت دی، دا ملعون غږ دی، د موسیقي په مجلس باندې د الله تعالی لعنت اوريږي او داسې مجلسونه د الله تعالی د رحمت څخه لرې دي.

«صوتان ملعونان في الدنيا والآخرة، مزمار عند نعمة، ورنة عند مصيبة »

۵د محبت په شرک اخته کيدل:

لقوله سبحانه وتعالی: [وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَاداً يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبّاً لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعاً وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ] (سورة البقرة).

ژباړه :او ځېنې خلک داسې هم شته چې د الله پرته نور شيان شريکان نيسي او مينه کوي د هغوی سره، له هغوی سره دومره مينه کوي چې بايد يوازې له الله سره شوی وای او مؤمنان له الله سره کلکه مينه لري.

مګر په موسيقۍ باندې عادت کس له هغو سره مينه لري چې د هغه سندرې يې خوښې وي.

او بلاخره د متقيانو پر ځای د فاسقانو او شيطانانو ملګری شي.

لقوله سبحانه وتعالی:[وَمَنْ يَعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَانًا فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ](الزخرف :۳۶-۳۷).

ژباړه: او هغه څوک چه سترګی پټی کړي او ځان ناخبره ونیسي د الله تعالی له یاد څخه نو ورپسی به کړو، او مسلط به کړو په ده باندې شیطان، نو همدا شیطان به یي ملګرې وي، او بیشکه دوﺉ خامخا اړوي د لاری حقی څخه، او سره له دی ګومان هم کوي چه دوﺉ ګنې په سمه لار دي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email