د ترغيب ډولونه

اول- په دنيا کې د عاجل خير زېری او وعده :

په ايمان باندې استقامت او تقوی په دنيوي ژوند کې د نيکمرغۍ او سعادت سبب ګرځي چې ځنې صورتونه يې په لاندې ډول دي :

۱- په دنيا کې د پاک او سلامت ژوند زيری او وعده ، لقوله سبحانه تعالی : [مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ][1] .

ژباړه : ژباړه : هر نارينه او ښځينه مؤمن چې نيک کارونه وکړي نو مونږ به پاک ژوند ور په برخه کړو او په آخرت کې به د دوی د نيکو عملونو بدل هرو مرو ورکوو .

مګر څوک چې د الله تعالی د دين ، فرمانبدارۍ او ذکر څخه سرغړونه وکړي تنګ ژوند به يې په برخه شي :

[وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى][2]

ژباړه : او چا چې زما له ياد څخه مخ واړاوه ، نو بې شکه چې د هغه ژوند به تنګ وي او مونږ به هغه د قيامت په ورځ ړوند را پاڅوو .

تفسير معارف القرآن ليکي : د ژوند د تنکۍ څخه يو مطلب دا دی چې څوک د الله د فرمابردارۍ او ياد څخه سرغوړنه وکړي که څه هم ډیر مال او ډير امکانات او ښه ژوند هم ولري خو ددې سره سره به د ده په زړه کې هيڅ سکون او اطمنان نه وي ، د ډير مال او دولت سره به سخت حريص او سرګردانه وي ، د امکاناتو ، منزلت سره به د سر او مال په ويره کې بې سکونه او نارامه وي ، او د مصيبت او غم پرته به يې زړه تنګ وي.

۲- په ځمکه کې د خلافت او تمکين وعده ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ][3] .

ژباړه: الله پاک د ستاسې له هغو کسانو سره چې ايمان يې را وړی او نيک کارونه يې کړي وعده کړی ده چې خامخا به يې په ځمکه کې همغه شان خليفه ګان وګرځوي لکه چې د دوی نه وړاندې خلک يې ګرځولي وو.

۳- د خير او برکاتو نزول ، لقوله سبحانه وتعالی : [فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا * يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَارًا * وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَارًا][4] .

ژباړه : نو ما (دوى ته) وویل: تاسو له خپل رب نه بخښنه وغواړئ بېشكه دى ډېر بخښونكى دى، څو له آسمانه پر تاسې شېبې ، شېبې باران را کوز کړي ، او تاسو ته به مالونه او زامن در زیات كړي، او تاسو ته به باغونه پیدا كړي او تاسو ته به ويالې پیدا كړي.

۴- په عمر کې د برکت او د هلاکت څخه د نجات وعده، لقوله سبحانه وتعالی : [يَدْعُوكُمْ لِيَغْفِرَ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَى أَجَلٍ مُّسَـمًّى][5] .

ژباړه : د دې لپاره چې هغه تاسو لپاره ستاسو څه ګناهونه وبخښي او تاسو مقررې نېټې ته وروسته كړي.

۵- د هغوی سره د مدد او نصرت وعده ، لقوله سبحانه وتعالی : [إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ][6] .

ژباړه: يقيناً چې الله تعالی دفع کوي (د کفارو مکر) له هغو کسانو څخه چې مؤمنان دي او يقیناً چې الله تعالی هر خائن او ناشکره نه خوښوي .

[اللّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُواْ يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّوُرِ][7] .

ژباړه : او الله د هغو كسانو دوست دى چې ایمان يې راوړى دى، هغه دوى لره له تیارو نه رڼا ته راوباسي.

۶- د عزت او پورته والی وعده ، لقوله سبحانه وتعالی: [وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ][8] .

ژباړه: او عزت الله لره دی او د هغه رسول لره دی او مؤمنانو لره دی.

[وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ][9] .

ژباړه : او تاسو مه كمزوري كېږئ او مه غمژن كېږئ، په دې حال كې چې هم تاسو به غالب یئ، (خو) كه تاسو مومنان یئ.

۷- د ژوند د سختيو او مشکلاتو آساني او د زرق لارې ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا * وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ][10] .

ژباړه: او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي ، او څوک چې پر الله پاک توکل وکړي ده د پاره همدا (الله ) کافي دی .

۸- او الله تعالی د مؤمنانو سره محبت لري ، چې دا باب پراخه دی : الله تعالی توبه کوونکي خوښوي ، پاک او متقيان خوښوي ، صبر کوونکي خوښوي ، توکل کوونکي خوښوي ، انصاف کوونکي خوښوي او هغه چې د الله تعالی په لاره کې جهاد کوي خوښوي .

۹- د هدايت او توفيق ورکولو وعده ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَإِنَّ اللَّهَ لَهَادِ الَّذِينَ آمَنُوا إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ][11].

ژباړه: او بېشكه الله خامخا هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ د نېغې لارې هدایت كوونكى دى.

۱۰- دا وعده چې کافران به پر مسلمانانو تسط نشي موندلای کچېرې دوی پخپل دين باندې پوره تمسک وکړي ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً][12] .

ژباړه : او الله به كله هم د كافرانو لپاره په مؤمنانو باندې (د غلبې) څه لار جوړه نه كړي.

 ۱۱- په امن او سکون سره وعده ، لقوله سبحانه وتعالی : [الَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يَلْبِسُواْ إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُوْلَـئِكَ لَهُمُ الأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ][13] .

ژباړه : هغه کسان چې ايمان راوړی او شرک يې نه وي ورسره کډ کړی نو همدوی ډاډمن او همدوی لار ميندونکي دي .

دوهم – د دعا او غوښتنو قبلول :

د دعا قبلول او د سختۍ او مشکل څخه د نجات لپاره الله تعالی ته دعا کول، هغه که پيغمبر وي او يا عام مؤمنان ، قال الله سبحانه وتعالی :

[وَذَا النُّونِ إِذ ذَّهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ أَن لَّن نَّقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَى فِي الظُّلُمَاتِ أَن لاَّ إِلَهَ إِلاَّ أَنتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ * فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ وَكَذَلِكَ نُنجِي الْمُؤْمِنِينَ][14] .

ژباړه: او (یاد كړه) د كب والا، كله چې هغه د غصې په حال كې لاړ، نو هغه دا خیال وكړ چې مونږ به په ده باندې له سره تنګي ونه كړو، بیا يې په تیارو كې اواز وكړ (داسې) چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر ته يې، ته پاك يې، يقيناً زه له ظالمانو څخه یم ، نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه له غم نه خلاص كړ او همداسې مونږ مؤمنانو ته نجات وركوو.

دريم : په آخرت کې د ستر انعام وعده :

هغه کسان چې ايمان باندې قايم پاتې شوي دي او نيک عملونه يې کړي د ځانکدن پر مهال او په قبر کې او د قيامت په سخته ورځ کې به دوی ته د الله تعالی له لورې د رضاء ، تام امن ، رحمت او مغفرت زیری ورکول کيږي او بلاخره به په سلامتيا ، عزت او پوره استقبال سره جنت ننوځي .

[إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلاَئِكَةُ أَلاَّ تَخَافُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ * نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ * نُزُلاً مِّنْ غَفُورٍ رَّحِيمٍ ][15] .

ژباړه: (بېشكه هغه كسان چې (په رښتیا) يې ویلي دي: زمونږ رب الله دى، بیا ټینګ ولاړ وي ،( نو) په دوى ملايكې نازلېږي چې تاسو مه وېرېږئ او مه غمګین كېږئ او تاسو د هغه جنت زېرى واخلئ چې تاسو سره به يې وعده كولى شوه. مونږ ستاسو دوستان یو په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې (هم) او تاسو لپاره په دغه (جنت) كې هر هغه (نعمتونه) شته چې ستاسو نفسونه يې خوښوي او تاسو لپاره په دغه (جنت) كې هر هغه څه دي چې تاسو يې غواړئ .په داسې حال كې چې د ډېر بخښونكي، بې حده رحم كوونكي له جانبه مېلمستیا ده).

[يَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِينَ إِلَى الرَّحْمَنِ وَفْدًا * وَنَسُوقُ الْمُجْرِمِينَ إِلَى جَهَنَّمَ وِرْدًا][16]

ژباړه : (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به متقیان راجمع كړو د رحمٰن په طرف بلل شوي سواره مېلمانه ، او مجرمان (كافران) به د جهنم په طرف تږي پیاده شړو.

الله تعالی دې مونږ د متقيانو له ډلې څخه وګرځوي (آمين ).

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره النحل :۹۷ .

[2] – سوره طه :۱۲۴ .

[3] – سوره النور :۵۵ .

[4] – سوره النوح :۱۰-۱۲ .

[5] – سوره ابراهيم :۱۰ .

[6] – سوره الحج :۳۸ .

[7] – سوره البقره :۲۵۷ .

[8] – سوره المنافقين : ۸ .

[9] – سوره آل عمران :۱۳۹ .

[10] – سوره الطلاق :۲-۳ .

[11] – سوره الحج :۵۴ .

[12] – سوره النساء :۱۴۱ .

[13] – سوره الانعام :۸۲ .

[14] – سوره الانبياء :۸۷-۸۸ .

[15] – سوره فصلت : ۳۰-۳۲ .

[16] – سوره مريم :۸۶-۸۸ .

Print Friendly, PDF & Email