د پنځو وروڼو د ميراث بيان

پنځه ورونه  دې په لاندې ډول:
جانان چې اول مړ شوې نارینه او ښځینه اولاد دواړه لرې.
دوهم سردار خان چې دریم مړ شوې دا هم نارینه او ښځینه اولاد لرې.
دریم شیرعلی چې  دا پنځم مړ شوې اوهیڅ اولاد نه لرې خو دوه ښځی لرې په داسې حال چې یو جلۍ یې په جومات کې پیدا کړې ده بیا يي تذکیره ورته اخیستې ،په دې خاطر چې دا زما لور شې اوزما مال کې د لور په شان برخه واخلې.
څلورم یې علی محمد دې چې دا یوه لور لرې په داسې حال چې یو خط یې  شهیدانو په مخ کې ورکړی دی چې په کې لیدلې یې دې چې خپل مال(ځمکه)ما د دمره قمیت په مقابل کې په دې لور باندې خرڅه کړې ده. خو لور یې دومره روپۍ نه درلودې.هسې یو جواز یې ورته جوړ کړی.
پنځم ګل محمد دې چې  دریم نمبر مړ شوې دی او دا هم هیڅ اولاد نه لرې خو دوه ښځې لرې.
نو داسلامې شرعیت په رڼا کې پورته میثله څنګه حل لرې – عمر


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د لومړی او دوهم ورور ميراث د هغه ښځې او اولادونو ته پاتې کيږي او ورونه ته يې هيڅ حصه نشته .

او دريم ورور ګل محمد ميراث (25%) حصه د هغه د ښځو تر منځ تقسیميږي او پاتې مال وروڼو ته ميراث شوی دی (کچېرې والدين موجود نه وي) .

او څلورم ورور د لور حصه (50%) او که ښځې يې ژوندی وي (12.5%) حصه اخلي او پاتې ميراث يې پنځم ورور ته رسيږي او د هغه د لور هبه ورکول او بيع به په اسلامي محکمه کې حل او فصل کيږي .

او د پنځم ورور ميراث (25%) حصه د هغه ښځې اخلي او پاتې د هغه د وروڼو د اولادونو تر منځ تقسميږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email