د ښځې ميراث خاوند وړي او که پلار ګنۍ

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
مننه له تاسو چې ددین په برخه کې له خلکو سره مرسته کوي الله دي اجر درکړي. آمین
پوښتنه: څو میاشتي مخکې زما د ورور ښځه او څلور ماشومان په یوه حادثه کې په شهادت ورسیدل اوس مي ورور تنها ده یعني ټوله کورنۍ  یې  ختمه شوه زما د ورور ښځې د طلا هغه سیټ چې موږ په واده کې ورته اخیستي و د پلار کره وړی و اوس هم هلته دی.  اوس پوښتنه داده چې دا طلا د چا حق دی زما د ورور حق کیږي او که د ښځې د  کورنۍ. د وفات شوې ښځې مور ، څلور خويندې او دوه وروڼه ژوندي دي او پلار يې وفات دی

مننه


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

خاوند لره (1/2) حصه ده ځکه چې د وفات شوې ښځې اولاد موجود نه دی .

لقوله سبحانه وتعالی : وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ (النسآء :۱۲ ).

مور لره (1/6) حصه ده ځکه د مړي وروڼه او خويندې شتون لري .

لقوله سبحانه وتعالی : فَإِن كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلأُمِّهِ السُّدُسُ (النسآء ۱۱ ) .

او د وفات شوې ښځې ورونه او خويندې عصبه دي پاتې د دوی په منځ کې تقسميږي .

د خاوند برخه (50%)

د مور برخه (16.67%)

د هر ورور برخه (8.33)

د هرې خور برخه (4.165%)

کيږي

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email