پر والدينو باندې د اولادونو حقونه

تر هر څه له مخه زما نیکی هیلی او سلامونه ومنی وروسته له سلام نه ستاسی څخه هیله کوم چی پر مور او پلار باندې د اولادونو کوم حقوق دي ؟
نصرت الله له کابل څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

پر والدينو باندې د خپلو اولادونو لاندې حقونه دي :

۱- د مور په نس کې د جنين يا حمل حفاظت او سانته کول .

۲- په اولادونو باندې اسلامي نومونه ايښودل او د هغوی لپاره عقيقه کول او د سر د ويښتانو په وزن صدقه ورکول او په غوږ کې اذان کول مستحب دي .

۳- اولادونو ته د مور لخوا تی ورکول .

۴- د اولادونو بدني روزنه او پالنه کول .

۵- اولادونو ته ديني تربيت ورکول او هغوی ته دومره شرعي علم ور زده کول فرض دي چې د شرعې ضروري احکام ورباندې وپيژني .

۶- د اولادونو د نکاح انتظام کول .

پوره تفصيل دلته ولولئ

https://dawat610.com/archives/13808

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email