د والدينو (مور او پلار) حقونه

تر هر څه له مخه زما نیکی هیلی او سلامونه ومنی وروسته له سلام نه ستاسی څخه هیله کوم چی د مور او پلار حقوق په اولادونو باندې څه دي ؟

نصرت الله له کابل څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د والدينو (مور او پلار) پر خپل اولاد باندې ستر حقوق دي چې د هغه پر ځای کول د اولاد لپاره د دنيا او آخرت سعادت او نيکمرغي ده :

په اسلامي شريعت کې د والدينو حقونه پر اولادنو بادندې دا دي :

د والدينو سره احسان او ښه سلوک :

پر والدينو باندې انفاق کول ( هغوی ته د نفقې او ضرورياتو برابرول )

د والدينو اطاعت او پيروي کول

د والدينو لپاره دعا کول

اول ، د والدينو سره ښه سلوک کول :

الله سبحانه وتعالی د قرآنکريم په ډيرو ځایونو کې د والدينو سره په خبرو او عمل کې د ښه سلوک او شکر ادا کول کولو حکم کړی دی چې دلته يوازې پر دوو آيتونو باندې اکتفاء کوو :

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا ][1]

ژباړه : ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته (د بل هيچا او هيڅ شي ) عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه وکړئ ، که د هغوی يو يا دواړه ستا سره زړښت ته ورسيږي ، ورته اف (هم) مه وايه ( د دوی ډير لږ سپکاوی مه کوه ) او پر دوی د رټلو چيغه مه وهه بلکي د دوی سره په ادب او درناوی خبره کوه .

په پورته آيت شريف کې په څو ټکو ټينګار شوی دی :

الف) : د والدينو سره ښه سلوک او د هغوی سره نرمي کول او په خاصه ټوګه کله چې د ضعف حالت ورسيږي ځکه چې دغه وخت زيات نرمۍ او احسان ته ضرورت لري .

ب ) : د هغوی پر وړاندې به خپل اواز نه پورته کوي ، د هغوی بې ادبي به نه کوي ، هغوی ته به قهر او غصه نه کوي ، د هغوی اهانت او سپکاوی به نه کوي او هغوی به نه رټي، يعنې لږ (أف) قدری بد ويل يا بد سلوک چې د هغوی د خفګان سبب ګرځي جايز نه دي .

ج): هغوی ته هر ډول بده خبره ، بد سلوک حرام دي بلکي په خبرو او عمل کې به د هغوی احترام کوي (وقل لهما قولا كريما) او د خپلې مهربانۍ او نرمۍ او تواضع وزرونه ورته غوړوي .

د): د والدينو غيبت ، پر هغوی باندې خپل ځان پورته ګڼل او د هغوی جاهل او ناپوهه بلل حرام دي .

ابی هريره رضی الله عنه يو کس وليد چې د يو کس وروسته روان وو ، هغه ته یې وويل دا څوک دی ؟ هغه کس وويل : دا زما پلار دی ، ابی هريره وويل : هغه پر خپل نامه مه بوله ، د هغه پر مخ کې مه کينه او د هغه څخه مخکې مه ځه .

له ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چه ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه پوښتنه وکړه چه کوم اعمال بهتر دی؟ نبی کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا، قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : بِرُّ الوَالِدَيْنِ، قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : الجِهَادُ في سَبِيلِ اللهِ ( متفقٌ عَلَيهِ).

 ژباړه : په خپل وخت لمونځ کول ،ماوويل ددی نه ورسته ؟ نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل د مور او پلار سره ښه سلوک !ماپوښتنه وکړه ددی نه ورسته کوم؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل د الله (جل جلا له)  په لار کی جهاد .

همدارنګه رسول کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : « رِضَا الرَّبِّ فِي رِضَا الوالدين وَسَخَطُ الرَّبِّ فِي سَخَطِ الْوَالِدين »[2]

ژباړه: د الله تعالی رضا د مور او پلار په رضا او خوښۍ کې ده او د الله غضب د مور او پلار په خفګان او نا خوښۍ کې دی .

او د مور پلار نافرماني کول او د هغوی سره بد کول د شرک وروسته ستره ګناه ده ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«أَلا أُنَبِّئُكُمْ بِأَكْبَرِ الْكَبَائِرِ»؟ ثَلاثًا. قَالُوا: بَلَى يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «الإِشْرَاكُ بِاللَّهِ، وَعُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ»[3]

ژباړه: آيا تاسې له سترو ګناهونو خبر نه کړم ؟ ( دا جمله ) يې دری ځله تکرار کړه ، صحابه رضی الله عنهم وويل : هو، يا رسول الله صلی الله عليه وسلم !، رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : د الله تعالی سره شريک نيول او د مور او پلار نافرماني کول .

دوهم ، پر اولاد باندې د والدينو نفقه فرض ده :

کچېرې والدين احتياج وي د هغوی نفقه ، لباس ، استوګن ځای برابرول او د هغوی درملنه کول پر اولاد باندې فرض دي : په مخکنيو آيتونو کې د هغوی سره د احسان او شکر حکم تر ټول ستر احسان او تر ټولو افضل شکر پر هغوی باندې خرچ کول دي .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إن أولادكم من أطيب كسبكم، فكلوا من كسب أولادكم»[4] .

ژباړه : يقنياً ستاسې اولادونه ستاسې غوره کسب دی ، نو د خپلو اولادونو له کسب څخه يې خورئ .

دريم د والدينو اطاعت کول :

پر اولاد باندې د مور او پلار اطاعت او د هغوی خبره منل په رواه او مباح کار کې فرض دی او د خبرې ردول يې ګناه ده مګر دا چې هغه خبره د شرعې خلاف وي .

د والدينو د اطاعت اهميت له دې څخه ښه څرګنديږي کچېرې جهاد فرض عين نه وي بلکي فرض کفايي وي نو زوی د والدينو د اجازې پرته فرض کفايي جهاد ته نشي تللای .

همدارنګه د والدينو اطاعت پر نفلي عبادت باندې مقدم دی ځکه چې د والدينو اطاعت فرض او نفلي عبادت مستحب دی .

ابی هريره رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د بني اسرائيلو د يو عابد قصه داسې روايت کړې :

په بنی اسرائلو کې د جریج په نوم یو عابد وو یوه ورځ پخپل عبادت خونه کې په لمانځه ولاړ وو مور یې د يو حاجت لپاره هغه ته نارې کړې چې ای جريجه !

جریج له ځانه سره وویل: يا الله یوې خوا ته زما لمونځ او بلې خوا ته زما مور ، نو لمانځه ته يې ترجيح وکړه او خپل لمونځ ته یې ادامه ورکړه ، همداسې بله ورځ هغه ته خپلې مور نارې کړې خو هغه خپل لمانځه ته ادامه ورکړه او بل ځل یې مور هغه ته نارې کړې خو ده خپل لمانځه ته ترجيح ورکړه نو مور یې به غصه شوه او هغه ته يې بده دعا وکړه چې الله تعالی ده ته تر هغه وخته مرګ رانشي څو د يوې بدکاري ښځې سره مخ شوی نه وي .

بيا په بني اسرائلو کې یوه ښایسته ښځه وه چې د ده د بې لارې کولو اراده یې وکړه ، د عابد خونې ته لاړه مګر عابد هغې ته هېڅ نظر ونه کړ او بلاخره دغه ښځې له يو شپون سره بدکاري وکړه او حمل يې واخيست او دغه فاحشې ښځې د خپلې بدکارۍ بهتان پر جريج باندې و لګولو او ښځې خلکو ته وويل چې زما دا بچی له جريج څخه پيدا شوی دی .

نو خلک په جريج باندې را ټول شول د هغه عبادت خونه يې ونړوله او د هغه په وهلو يې شروع وکړه ، جريج خلکو ته وويل : چې ما ولی وهئ خبره څه ده ؟

هغوی ورته وویل: چي تا د هغې بد کارې ښځي سره بدکاري کړې ده او د هغې څخه کوچنی پيدا شوی دی جریج پوښتنه ځنې وکړه جي هغه کوچنی چیري دی؟

خلکو هغه کوچنی راوړ هغه ورته وویل: چي ما لږ لمانځه ته پریږدئ اجازه يې ورکړه هغه لمونځ وکړ او د ماشوم طرف ته متوجه شو او د ماشوم خیټي ته يې په اشاره کولو سره وویل ای ماشومه؟ رښتا ووايه ستا پلار څوک دی ؟

نو هغه د څلورو ورځو ماشوم د الله تعالی (جل جلاله) په قدرت سره وویل: چي فلانی شپون دی، خلکو چې دا حالت وليد هغه ته يې وويل : چې مونږ به ستا عبادت خونه د سرو زرو څخه درته جوړه کړو هغه ورته وويل: چې نه څنګه چې مخکې د خټو وه همداسې له خټو څخه جوړه کړئ .

څلورم : والدينو ته دعا کول او د هغوی د خپلوانو پالل :

او پر اولادونو باندې د والدينو بل حق دا دی چې هغوی ته په ژوند او همداسې د وفات وروسته دعا وکړي :

 الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا][5]

ژباړه: او ته د دوى لپاره له مهربانۍ نه د تواضع وزر ښكته كړه او وایه: اى زما ربه! ته په دوى دواړو مهرباني وكړه، لكه څنګه چې دوى دواړو زما پالنه كړې ده، په دې حال كې چې زه وړوكى وم.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ»[6] .

ژباړه : کله چې انسان مړ شي عمل يې قطع کيږي بغير له دريو څيزونو : جاريه صدقه ، يا داسې علم چې له هغه څخه د خير استفاده کيږي او يا صالح اولاد چه د مور او پلار د پاره دعا کوي.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو کس عرض وکړ په ما باندې د خپل وفات شوي پلار څه حق شته ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل هو : هغوی ته دعا کول او استغفار غوښتل ، د هغوي پر وعدو او تعهوداتو وفا کول او د دهغوی د خپلوانو او ملګرو اکرام او صله رحمي کول[7] .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره الاسراء : ۲۳ .

[2] – الترمذی 1899، البزار 2394 و حاکم 4/.

[3] – رواه البخاري .

[4] – رواه النسائي .

[5] – سوره الاسراء :۲۴ .

[6] – رواه مسلم :۱۶۳۱ .

[7] – رواه ابن ماجه .

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي