کله چې مسلمان د الله تعالی لورې ته بلل کيږي نو په دغه بلنه او دعوت کې حکمت دا دی چې د کوم شي څخه نا خبره وي د هغه لارښوونه به ورته کيږي او د کوم شي څخه چې غافله وي د هغه د الزام او تمسک خطاب به ورته کيږي ، يعنې مسلمان ته د لارښوونې او په دين باندې د تمسک خطاب کيږي او د ملحد ، يهودي ، نصارا او مشرک په څير خطاب به هغه ته نه کيږي .

يقيناً چې مسلمانان دوه ډوله دي :

اول قسم : هغه مسلمانان چې حق ته غاړه ږدې او ظالمان نه وي نو هغه ته يوازې د حق بيان کفايت کوي .

دوهم قسم : هغه مسلمانان چې هغوی په غفلت او شهواتو کې را ګير شوي وي او په ډول ډول ګناهونو اخته وي نو هغوی به په موعظه حسنه (نيک وعظ ) او ترغيب او ترهيب ( زيری ورکولو او ويرولو ) سره دعوت کړ شي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email