آيا اهل بيت په دنيا کې تصرف لري ؟

شیعه ګان عقیده لری چی اهل بیت په دنیا کی تصرف کوی په امر دی خدای لکه څنګه چی الله(ج)  ملایکو ته امر کوی دی باران روح اخیستو او داسی نور نو زموږ جواب ددوی لپاره کوم ده مهربانی به مو وی.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا خبره باطله ده ، او دا ډول عقيده لرل د الله تعالی په ربوبيت کې شرک دی ، يعنې د الله تعالی سره په هغه افعالو او کارونو کې شريک اختيارول چې هغه يوازې الله سبحانه وتعالی ته خاص وي لکه :
الاعتقاد بأن لله تعالى شريكاً في الخلق والرزق والإحياء والإماتة والتدبير.

دا عقيده لرل چې د الله تعالی په پيداښت ، رزق ورکولو ، ژوندي کولو او مړه کولو او د کائيناتو په اداره کولو کې شريک لري (الغياذ بالله) .
الاعتقاد بأن الأولياء لهم تصرف في الكون مع الله تعالى.

او دا عقيده لرل چې اولياء او صالحان د الله تعالی سره د کائينات په نظام کې متصرفين دي او يا څه تصرف لري .

دا عقيده لرل شرک اکبر دی ، هيڅوک د الله تعالی سره د دنيا په چارو او نظم نه شريک او نه څه تصرف لري ، هغه که پيغمبران وي ، اهل بيت وي ، اولياء او صالحان وي ، پيران او صوفيان وي هيڅ څوک تصرف نلري .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ] يس/82 .

ژباړه : بېشكه د هغه امر (حكم) هم دا وي چې كله د یو شي اراده وكړي، دا چې هغه ته ووايي چې پیدا شه، نو هغه پیدا شي.

او فرمايي : [وَلِلّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ الأَمْرُ كُلُّهُ [ (هود: 123).

ژباړه : او خاص الله لره دى د اسمانونو او ځمكې (علمِ) غیب او خاص هم ده ته بېرته ګرځولى شي (د بنده ګانو) كار ټول (واک الله تعالی لره دی ).

حکيم امت اشرف علي تهانوي په اصلاح الرسوم کې ددې خبرې توضيح

داسې کړې ده :

ځنې عوام صالحانو او اولياوو ته د خپلو حاجتونو او مشکلاتو د لرې کولو په نيت نذورنه او فاتحې کوي چې دغه بزرګان زمونږ کارونه جوړوي او ددې کار په وجه به زمونږ په رزق کې پراخي راځي (نغوذ بالله ) .

خو هر مسلمان بايد په دې باندې پوه شي چې دغه ډول عقیده لرل سوچه شرک دی او ټول قرآنکريم د همداسې عقيدې پر بطلان باندې ډک دی .

ځنې بيا دا حيلې جوړوي چې حقيقي کار ساز خو الله دی خو مونږ دغه کار د توسل لپاره کوو او هغه ته دغه اولياء واسطه کوو .

د هغوی په ځواب کې بايد وويل شي چې د توسل معنی دا نه ده چې دغه وسائل د تکوين په کارخانه کې تخيل او متصرفين وګنل شي برابره خبره ده که هغه مستقيماً وي يا غير مستقيم ، يا دا عقيده لرل چې الله تعالی هغوی ته د څه څارو واک ورکړی دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email