آیا په ټاکل شوی شمير سره د اذکارو ويل جواز لري؟

د انلاین اسلامی لارښود ټولو محترمو چلونکو او علما کرامو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترمینو زما پوښتنه په لاندی ‌‌‌‌‌‌ډول ده زمونږ په منطقو کی دالله اکبر ذکر عام رواج شوی چی اول ورځ زر ۱۰۰۰ واری دوهم ورځ دوه زره ۲۰۰۰ دریمه ورځ دری زره ۳۰۰۰ په همدی ترتیب تر څلویښتو ورځو پوری هره ورځ زر ۱۰۰۰ اضافه کوی تر څلویښتو ورځو پوری یی لولی د همدی وایلو نه یی مقصد د هرقسم مشکلاتو حال لپاره وی ایا دشان ترتیب د اسلامی شریعت په رڼه کی څنګه دی ستاسو د ځواب په هیله

محمد نبي


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

 د «الحمدلله » ، «سبحان الله» او «الله أکبر» او «لا اله الا الله» د ذکر په اړه په احاديثو کې زيات فضائل ذکر شوي دي :

۱- له ابی هريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : “لأن أقول: سبحان الله، والحمد لله، ولا إله إلا الله، والله أكبر أحبُّ إلي ممّا طلعت عليه الشمس”[1]

ژباړه : ما ته د «سبحان الله» ، او «الحمدلله» او «لا اله الا الله» او «الله أکبر« ويل تر ټول هغه څه غوره او خوښ دي چې لمر پرې را خيږي .

۲- او ابی هريرة رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : “خُذوا جُنَّتَكم”، قلنا: يا رسول الله من عدو قد حضر! قال: “لا، بل جُنَّتُكم من النار، قولوا: سبحان الله، والحمد لله، ولا إله إلا الله، والله أكبر، فإنَّهنّ يأتين يوم القيامة منجيات ومقدّمات، وهنّ الباقيات الصالحات”[2]

ژباړه: خپلې اسلحې مو واخلئ ، مونږ وويل : يا رسول الله نو دوښمن حاضر شوی دی ! ويې فرمايل : نه بلکي د ذوزخ د اور څخه د نجات اسلحه ، دا چې وواياست : «سبحان الله» او «الحمدلله» او «لا اله الا الله» او «الله أکبر» او دغه د قيامت په ورځې نجات ورکوونکي وي او همدا باقيات الصالحات دی .

۳- او د أم هاني رضی الله عنها په روايت کې چې په دغه روايت کې د محدثينو اختلاف دی چې آیا حسن دی او که ضعيف راغلي دي چې : د سل ځله تسبيح ويلو (سبحان الله) ويلو اجر د سلو غلامانو د آزادولو پشان دی او د سل ځله (الحمدلله ) ويلو ثواب د الله تعالی په لاره کې د سلو آسونو د انفاق برابر دی او سل ځله (الله أکبر» ويلو اجر د سلو اوښانو د انفاق برابر دی .

عن أم هانئ بنت أبي طالب قالت: مرّ بي رسول الله صلى الله عليه وسلم فقلتُ: إنِّي قد كبرتُ وضعُفت ـ أو كما قالت ـ فمُرني بعمل أعمله وأنا جالسة. قال: “سبّحي اللهَ مائة تسبيحة، فإنَّها تعدل لك مائة رقبة تعتقينها من ولد إسماعيل، واحمدي الله مائة تحميدة، تعدل لكِ مائة فرس مُسرجة ملجمة تحملين عليها في سبيل الله، وكَبِّري اللهَ مائة تكبيرة فإنَّها تعدل لك مائة بدَنة مُقلّدة متقبّلَة، وهلِّلي مائة تهليلة ـ قال ابن خلف (الراوي عن عاصم) أحسبه قال ـ: تملأ ما بين السماء والأرض، ولا يرفع يومئذ لأحدٍ عملٌ إلا أن يأتي بمثل ما أتيتِ به”.[3]

 دوهم :

په احاديثو کې د «الحمدلله » ، «سبحان الله » او «الله أکبر» تعداد ۳۳ ، ۳۳ ځله کوم چې د فرض لمانځه وروسته ويل کيږي او همدارنګه سل سل ځله ذکر شوی دی کوم چې په پورتني حديث کې بيان شو مګر ددې څخه پرته کوم شمير او کيفيت چې په شريعت کې نه وي راغلی او په هغه باندې الزام ولګول شي بدعت دی او دا کار جواز نلري .

جاء في فتاوی اللجنة الدائمة :

” الأصل في الأذكار والعبادات التوقيف وألا يعبد الله إلا بما شرع، وكذلك إطلاقها أو توقيتها وبيان كيفياتها ، وتحديد عددها فيما شرعه الله من الأذكار والأدعية ، وسائر العبادات ، مطلقا عن التقييد بوقت أو عدد أو مكان أو كيفية، لا يجوز لنا أن نلتزم فيه بكيفية أو وقت أو عدد، بل نعبده به مطلقا كما ورد.
وما ثبت بالأدلة القولية أو العملية تقييده بوقت أو عدد أو تحديد مكان له أو كيفية، عبدنا الله به على ما ثبت من الشرع له ” انتهى .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

نصيحت : که څوک د ماشومانو او ځوانانو په نيکو اعمالو تشويقول غواړي نو په هغه څه يې دې تشويق او ترغيب کړي په څه باندې چې شريعت ترغيب ورکړی دی : لکه د جماعت لمونځ ، مسنونه اذکار او نور .

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – أخرجه  مسلم فى صحيحه – كتاب الذكر والدعاء والتوبة والاستغفار- باب فضل التهليل والتسبيح والدعاء – حديث:‏4968‏ .

[2] – المستدرك على الصحيحين للحاكم  – أول كتاب المناسك- وأما حديث رافع بن خديج – حديث:‏1928‏وحسنه الألبانى فى صحيح الترغيب والترهيب (1567) ، وصححه فى صحيح الجامع (3214).

[3] – مسند أحمد بن حنبل  -:‏26340‏وحسنه الألبانى فى صحيح الترغيب والترغيب (1553).

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي