دريم- د قرآنکريم د ابديت او خلود اعجاز

د قرآنکريم د اعجازو څخه يو دا اعجاز او خاصوالی دی چې د هر عصر او زمان کتاب دی بلکي د محدود وخت لپاره نه دی نازل شوی بلکي دا کتاب د ټولو آسماني کتابونو خاتم دی ، د قرآن د نزول وروسته بل کتاب او پيغمبر نه راځي د قيامت تر ورځې پورې د ټولو راتلونکو نسلونو لپاره همدا کتاب دی، الله سبحانه وتعالی د هغه د ساتنې ضمانت کړی دی:[إنّا نحن نزلنا الذّكر وإنّا لهُ لحافظون][1].

ژباړه :يقيناً چې ذکر (قرآن) مونږ نازل کړی او مونږ به يې ساتو.

او فرمايي:[لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيد ٍ][2] .

ژباړه: نه ورته د مخ له لوري باطل ورتلای شي او نه د شا له لوري، دا د حکيم او ستايلي شوي ذات راليږلی کتاب دی.

قرآن د خاص عصر زمان لپاره نه بلکې د قيامت تر ورځې د هر عصر زمان او مکان د نسلونو د لارښوونې يوازنی الهي کتاب دی.

څلورم- د نړيوالتوب اعجاز :

قرآنکريم نړيوال کتاب دی او د ټولې نړۍ لپاره نازل شوی دی قرآن د شريعت په ټولو اړخونو کې لکه: عقائد، عبادات، معاملات، اخلاق، کورنۍ، ټولنه او دولت کې د ټول عالم او ټولې نړۍ لپاره يو شان پيغام لري د يو قوم، يوې ډلې او يو هيواد لپاره خاص نه دی بلکي د ټول عالم لپاره د لارښوونې او پند کتاب دی.

[شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ][1] .

ژباړه: (د روژې مياشت هغه (مياشت) ده چې قرآن په کې نازل شوی دی، چې د خلکو د پاره هدايت دی.

[إنْ هو إلاّ ذكرٌ للعالمين][2] .

ژباړه: قرآن پرته له دې چې د ټولو نړيوالو لپاره پند دی بل څه نه دی.

[1] – سوره البقره :۱۸۵ .

[2] – سوره التکوير :۲۷ .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – سوره الحجر :۹ .

[2] – سوره فصلت :۴۱-۴۲ .

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي