دوهم- د قرآنکريم علمي اعجاز

قرآنکريم سوونه کاله پخوا ځينو علمي حقائقو ته اشاره کړې ده چې هغه وروسته د بشر لخوا کشف شوي.

دا چې قرآنکريم د حق لارښوونکی دی سربيره پر هغه د علم او طبعيت يو علمي معجزه هم ده، د قرآنکريم تقريباً (670) آيتونه د علم څخه بحث کوي چې ځنې يې په لاندې ډول دي :

۱- په علم ریاضياتو کې 61 ايتونه راغلي دي.

۲- د ذرې په اړه 5 ايتونه راغلي دي.

۳- د آسمان او کهکشان په باره کې 100 آيتونه راغلي دي.

۴- د اوبو او هوا پېژندلو په باره کې 20 ايتونه راغلي دي.

۵- هايدرولوجي او هايدروليک کې 14 آيتونه راغلي.

۶- د فضاء او ستورو په باره کې 11 آيتونه راغلي.

۷- د حيوان په باره کې 12 آيتونه راغلي.

۸- د کرهنې او زراعت په باره کې 21 آیتونه راغلي.

۹- د کائناتو په باره کې 36 آیتونه راغلي.

۱۰- د عامه جغرافيه په باره کې 73 آيتونه راغلی.

۱۱- علوم اجتماعي کې 10 آيتونه راغلي.

۱۲- د ځمکې د طبقو په باره کې 20 ايتونه راغلي.

۱۳- د تاريخ او د بشر د پيدايښ په باره کې 36 آيتونه راغلي.

۱۴- د علم فيزيک (د ځمکې جاذبه او حرکت، د هوا طبقې او د اتومسفير فشار) په باره کې 64 آيتونه راغلی دي.

۱۵- د علم کيميا په باره کې 9 آيتونه راغلي[1].

د علمي او غيبي اعجازو څو مثالونه :

۱- د روم د فتحې خبر

کله چې دوو سترو امپراتوريو روم او فارس تر مينځ سخته جګړه وشوه، د فارس لخوا روم اشغال شو، د فارس خلک اور پرست او بت پرست او د روم خلک اهل کتاب وو، نو مشرکين په دغه فتح ډير خوشحاله شول او دوی به ويل چې مونږ د بتانو په مرسته او مدد سره روم فتح کړ، مسلمانان د مشرکانو په دغو مشرکانه خبرو خپه شول، پس الله تعالی دغه ايت شريف نازل کړ: }الم * غُلِبَتِ الرُّومُ * فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ * فِي بِضْعِ سِنِينَ[2]{.

ژباړه: الف –لام – ميم، روميانو ماتې وخوړه په نږدې يا لوړه ځمکه کې مات شول خو ډير ژر به برلاسي شي په لږو کلونو کې (د دريو څخه تر نهو پورې).

په دې ايت شريف کې د قرآنکريم دوې معجزې بيان شوي دي.

الف): د روم د فتحې خبر (غيبي معلومات).

ب): د بيت المقدس د ښار لوړوالی چې الله سبحانه وتعالی داسې اشاره ورتهکړې ده [فِي أَدْنَى الْأَرْضِ].

موقع الأرقام ليکي : عبدالمجيد الزنداني وايي: چې زمونږ د جيولوجي يو امريکايي استاذ ؤ چې نوم يې پروفيسر بالما ؤ او هغه په امريکا کې د جيولوجي د لويو استاذانو څخه ؤ، د هغه استاذ سره د ځمکې د کرې فاصلې او ارتفاعات، د بحر ارتفاعات، د بحر څخه د ځمکې د بېلابېلو مناطقو ارتفاعات په متر سره موجود ؤ، زه د هغه سره کيناستم هغه ته مې وويل: په قرآنکريم کې يو ايت راغلی دی چې د بيت المقدس ښار په ټول عالم کې لوړ ځای دی ځکه چې [أدنی ] په معنی د أقرب او په معنې د الأحفض (لوړ) راځي.

امريکايي استاذ وويل: چې په عالم کې لوړ ځای هالنډ دی، ما ورته وويل نه زه په خپله خبره يقين لرم، بيا مونږ دواړه د ځمکې د کرې نقشه وکتله واضح پکې ليکل شوی وو چې بيت المقدس په ټول عالم کې لوړه منقطه ده، امريکايي استاذ وويل چې هو دا صحيح ده همداسې ده.

۲- د بحرونو د طبقو خبر :

قرآنکريم سوونه کاله مخکې د بحرونو د طبقو او امواجو خبر ورکوي چې وروسته ساينس پوهان هغه کشفوي.

 [مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ * بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لا يَبْغِيَانِ* فَبِأَيِّ آلاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ][3].

ژباړه: دوه دريابونه يې سره بيولي دي چې سره يو ځای کيږي خو مينځ کې يې پرده ده چې تيری نه کوي يو پر بل. نو ای انسانانو او پيريانو ! ستاسو به د خپل رب کومه لورينه درواغ وګنئ. له دواړو دريابونو څخه ملغلرې او مرجان را وځي.

او الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَحْجُورًا][4] .

ژباړه: او الله همغه ذات دی چې دوه دريابونه يې سره يو ځای کړي دا يو يې ډير خوږ او تنده ماتوونکی، او دا بل ښه تريو مالګين دی او بيا يې د دواړو په مينځ کې پرده پيدا کړې ښه منع کړ شوې.

قرآنکريم څوارلس سوه کاله مخکې د دوو لويو بحرونو د جلاوالی او د هغوی په مينځ کې د پردې خبر ورکوي چې ددې کار تحليل د بشري تصور له مخې مشکل دی ځکه چې دا جلاوالی په سترګو نه معلوميږي او د انسان عقل ته به دا ډيره عجيبه وي چې څنګه يو ځای روانې اوبه او مايعات د کوم اصلي ديوال پرته جلا شي.

مګر الله سبحانه وتعالی دغه بحرونه په خپل قدرت سره داسې جلا کړي چې تر مينځ يې پرده ده چې يو پر بل نه ورکډيږي، د علمي څيړنو له مخې حتی د يو بحر ماهۍ هغه بل طرف ته نشي ورتلای ځکه چې په بل طرف کې ژوند نشي کولای ځکه چې د اوبو خاصيت فرق لري.

قرآن کريم د بحر د تلې څخه خبر په داسې يو عصر ورکوي چې هغه وخت د کشف او مشاهدې هيڅ وسائل نه وو، چې دا د قرآن اعجاز دی او د قرآن منکرينو ته ستر پيغام دی چې دا کتاب د رب العالمين لخوا نازل شوی چې د خپل مخلوق له هرې برخې او حالت څخه خبر او عالم دی.

مګر بشر د ۱۸ قرن په آخر کې د بحرنو د جلاوالی مسئله کشف کړه.

۳- د لمر، ځمکې او سپوژمۍ ګردش :

قرآنکريم سوونه کاله مخکې د يو آمي پيغمبر په وسیله خبر ورکوي چې الله سبحانه وتعالی پخپل قدرت سره لمر، ځمکې او سپوژمۍ ته د دوران او حرکت توان ورکړی دی او دغه سترې کرې د خپل ستر څښتن (جل جلاله) په حکم منظم ګردش کوي.

لقوله سبحانه وتعالی: [وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ][5] .

ژباړه: او الله هغه ذات دی چې شپه ورځ، لمر او سپوږمۍ يې پيدا کړي. هر يو پخپل مدار کې لامبو وهي.

مګر بشر په شپږم قرن کې دا مسئله کشف کړه.

۴- د مور په رحم کې د انسان د پيدايش خبر:

قرآنکريم سوونه کاله پخوا د مور په رحم کې د انسان د پيدايښ مرحلې په کامل ډول بيان کړی دي.

[ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَكِينٍ * ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَاماً فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْماً][6] .

ژباړه :بيا مو په خوندې ځای کې د اوبو يو څاڅکی وګرځاوو. بيا مو د اوبو له څاڅکي څخه د وينې ټوټه جوړه بيا مو د وينې له ټوټې څخه د غوښې يوه بوټۍ جوړه او بيا مو د غوښې له بوټی نه هدوکي جوړ او بيا مو هدوکو ته غوښه ور وپوښله.

لومړی دا چې د جنين مراحل يا د پيداښت انقلابونه د (ثم) او (فا) په تورو جلا شوی دي، د پيداښت هغه مرحلې چې بدلون يې لږ وخت نيسي د (ثم) په تورې جلا او هغه مراحل چې بدلون يې څه زيات وخت نيسي د (فا) په توری سره جلا شوي دي.

د سرښناکې او يا د وينې ټوټې ته د (عَلَقَةً) لفظ استعمال شوی دی چې ځوړند، پيوسته او سريښ شوی ته وايي ځکه چې د وينې دغه ټوټه (عَلَقَةً) د رحم په ديوال باندې سريښ او ځان ورباندې موښلوي.

او وروسته دا د وينې ټوټه د غوښې په ټوټه (مُضْغَةً) بدليږي او غوښې له بوټی نه هدوکي جوړ او بيا هدوکو ته غوښه ور وپوښل کيږي.

الله سبحانه وتعالی په قرآنکريم کې د مور د رحم د ننه پردو کې د انسان د پيداښت تفصيلي مراحل بيانوي په داسې عصر زمان کې چې هغه وخت په دې مراحلو انسان علم نه لرلو او نه يې هم د کشف او مشاهدې وسائلو ته لاس رسی لرلو، مګر بشر ډير وروسته د وسائلو په واسطه کشف کړل.

دا مسئله هم د منکرينو لپاره ستره معجزه ده چې قرآنکريم د الله تعالی له لورې نازل شوی کتاب دی، دا د هغه رب العالمين کتاب دی چې د خپل مخلوق له ټولو حالاتو خبر دی، حتی د انسان د پيدايښت مکروسکوپي مراحل يې هم تفصيلي بیان کړې کوم چې وسائلو پرته يې د انسان سترګې نشي ليدلای.

۵- د فرعون د غرق کېدو خبر :

قرآنکريم د قرآن د نزول څخه زرګونه کاله پخوا د فرعون او د هغه پيروانو د عرقېدو خبر ورکوي،تر څو د خلکو لپاره عبرت وګرځي چې اوس هم د مصر په موزيم کې موجود دی ، او الله سبحانه وتعالی فرمايي: [فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ][7] .

ژباړه: نو نن به مونږ يوازې ستا تنه بيرون کړو تر څو د ټولو راتلونکو خلکو لپاره د پند او عبرت نښه شي. او په دې کې هيڅ شک نشه چې ډير خلک زمونږ له دلائلو نه بې پروا او غافل دي.

يقول ابن كثير رحمه الله: (قال ابن عباس وغيره من السلف: إن بعض بني إسرائيل شكوا في موت فرعون، فأمر الله تعالى البحر أن يلقيه بجسده سويا بلا روح.

ژباړه: ابن کثير رحمه الله وايي: ابن عباس رضی الله عنه او نورو سلفو ويلي: ځينو بنی اسرائيلو د فرعون په مرګ کې شک وکړ نو الله سبحانه وتعالی درياب ته امر وکړ چې د هغه جسد اوچت او بهر يې و غورځوي.

[1] – علوم القرآن / دوکتور ابراهيم اوغلو ، علوم القرآن /حمدالله شاکري.

آن لاين اسلامي لارښود


[2] – سوره الروم :۱-۴ .

[3] – سوره الرحمن .

[4] – سوره الفرقان :۵۳ .

[5] – سوره الانبياء :۳۳ .

[6] – سوره المؤمنون ۱۳-۱۴.

[7] – سوره يونس :۹۲ .

Print Friendly, PDF & Email